شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالب مبلغ مبین: هېواد پریښودو ته اړ شوی یم

طالب مبلغ مبین: هېواد پریښودو ته اړ شوی یم

تاند: ( یکشنبه، د سرطان یوولسمه)  د طالبانو یو مشهور مطبوعاتي مبلغ، چې د « جنرال مبین» په نوم پېژندل کیږي، هېواد پریښودو ته د مجبوریدو خبر ورکړی.

نوموړي په یوه ټویټ کې طالب مشران تورن کړي، چې نور له دې نړۍ او امکاناتو یې فاصلې اخیستو ته هڅوي، خو ځانته شیش محل جوړوي.

مبین دا شکایت هم کړی، چې طالب مشران خپل ملاتړي د کړې جګړې لپاره د خدای د رضا په ترلاسه کولو مطمینوي، خو خپل زامن او کورنۍ غړي پر دندو ګوماري او ده ته پر خپلو« خیانتونو» د خولې پټ ساتلو ګواښونه کوي.

سرچینه زیاتوي، چې همدغو طالب مشرانو پرون په کړو څرګندونو او کړنو اتل بللی،خو نن چې د هغوی کړنې نقدوي، لېونی یې بولي او ګڼې ستونزې یې ورته جوړې کړي دي.

مبین د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې هېواد پریښودو ته اړ شوی، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

نوموړی، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د طالبانو په ملاتړ او د دوی د مخالفانو په سپکولو خورا شهرت درلود، د طالبانو له بیا واکمنیدو سره څو میاشتې د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند ټاکل شوی و.

مبین، په ځلونو – ځلونو د طالبانو له لوري په نامعلوم دلیل بندي شو، چې په وروستي ځل له اختره څو ورځې مخکې په ضمانت یې د خوشې کیدو خبر ورکړل شو.

د طالبانو منتقدان وایي، چې دوی لږ ترلږه په خپلو لیکو کې هم د بیان ازادي نه شي زغملای او خپل منتقدان ځپي، خو د مبین مخالفان بیا نوموړی د طالبانو په لیکه کې په ناوړه کړنو، باج اخیستو او نورو جرمونو تورنوي، خو هغه دا تورونه رد کړي دي.

3 COMMENTS

  1. مبین خان ډیر ګرم وخوړل او له اوبو څخه یې مخکی بوټال وخکل دا اوس کوم هیواد ته ځی د خو ټول هیواد وال له وطن نه بهر منافقین بلل او دا دخینزیر اولادونه یې نه و پیژندلی چی ټول پنجابیان او د ای اس ای مزدوران دی هغه خینزیر چی کندهار کښی په غار کی پټ ده هغه پنجابی او د ای اس ای نوکر ده صرف مبارزه په کار ده او دوطن ازادول له پنجاب څخه !

  2. چا چي ځان د توپان رحم باندي پريښود… داسي ډوب چي بيا هيڅ ونه ختل. طالبان هلته دخداي له لاري کاږه شول چي د الله دحکم خلاف کړني يى شروع کړي، لکه، ان الله يامرکم ان تود الامانت الې اهلها. ژباړه. الله ج تاسو ته امر کوي چي امانت يي اهل( وړ) ته وسپارۍ. دغه آيت شريف په حکومتولۍ کي دښايسته سالارۍ مانا ورکوي. مګر طالبانو په ټولو مسلکي او سکتوري وزا تونو او چوکيو باندي خيټه اچولي ده او وايى:ميم زرما،ټول يي زما. د ډبرين پير د سوچ خاوندان تر اوسه پوري يوازى د قرآنشريف تحت لفظي ژباړه هغه هم د زرو کالونو وړاندي په اوس وخت کي کاروى. دوي تراوسه هماغه سالولۍ وايى چي ذهب، حديداوفضه( طلا اوسپنه او نقره) په قرآنشريف کي راغلي دي اوبس مګر د 210 نورو عناصرو لپاره دوي د قرآنشريف څخه له استنباط نه عاجز دي او دغه د بدبختۍ لويه برخه ده. بس وبه وايو چي، ښه دي وه او ښه مره.

  3. د جنرال مبین غوندی کسانو او جلیل القدر او زیږ او زړور صحابی ( ابوذر غفّاری ) تر منځ توپیر دا دی چی ابوذر د اسلام د تشرف سره سمدستی د فلاح او پرهیز ګاری او صحیح امرباالمعروف په لیاره کی قدم کیښود خو د وخت فاسدی دستګاه ئی د شتون زغم نه درلود او تبعید ئی کړ امّا جنرال مبین له اوله سره د طالب په فاسد صف کی ولاړ ۇ او د طالبی دستګاه سره د اختلاف انګیزه او علت ئی معلوم نه دی البته د طالب د صف څخه د جنرال ساب بیلتون به طالب ته سخته روحی ضربه وی خو ګومان نه کوم چی طالب به جنرال ته د بیلتون اجازه ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب