Homeخبرونهایران: طالبان دې د نیشه یي توکیو د کمیدو ادعا په عمل...

ایران: طالبان دې د نیشه یي توکیو د کمیدو ادعا په عمل کې ثابته کړي

تاند: ( دوشنبه، د سرطان دولسمه)  د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکز عمومي منشي اسکندر مومني په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید د کموالي په اړه غبرګون ښودلی.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي، موږ د هغوی [طالبانو] له اعلامیو او دریځونو سره هیڅ تړاو نه لرو، باید په عمل کې وګورو چې په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید کم شوی دی.

  مومني په یوه ټلویزیوني خپرونه کې وویل: په ریښتیا چې په تیرو دوو کلونو کې د صنعتي مخدره موادو تولید او قاچاق څو چنده شوی، چې په هیڅ صورت مناسب نه دی، موږ باید په عمل کې وګورو، چې بیه راټیټه شوې ده، د دې پر ځای چې د دود په کمولو، د دود د کمولو پر ځای یو ځل بیا یو صنعت اضافه کړي، چې مخ په خرابیدو دی.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د نړیوال سازمان ۲۰۲۳ راپور تایید کړه، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی، خو زیاته کړې یې ده چې افغانستان په نړۍ کې د هیروینو او صنعتي نشه‎يي توکو یو له “لوی” تولیدونکو څخه دی چې ډېری یې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

  مومني وویل، که د خپل هېواد او افغانستان تر منځ د پولې په اوږدو کې دیوال جوړ کړو، د خلاصون لاره نه لرو او باید د اعتیاد مخنیوي ته لومړیتوب ورکړو.

هغه زیاته کړه، “د ایران په خارجي پولو کې د مخدره توکو بیه په افغانستان کې د هغې بیې لس برابره ده، چې دا ښیي چې ایران د مخدره موادو د قاچاق وړونکو لپاره خوندي نه دی.”

هغه دا هم وویل چې په ایران کې د صنعتي مخدره توکو تولید “صفر ته نږدې” دی او دا چې ایران په ټول توان سره د صنعتي مخدره توکو سره مبارزه کوي.

په افغانستان کې د نیشه یي توکیو د کمیدو او زیاتیدو په اړه په وروستیو کې بېلابېل راپورونه ورکړل شوي.

طالبان ټینګار کوي، چې د دغو توکیو کښت او قاچاق خورا کم شوی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...