شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجاپان افغانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې اعلان وکړ

جاپان افغانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې اعلان وکړ

تاند: ( دوشنبه، د سرطان دولسمه)   په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴ کال کې به افغان محصلینو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې بورسونه ورکړي.

دغه سفارت ویلي چې د محصلینو د ټاکلو پروسه به د آغا خان بنسټ په همکارۍ ترسره شي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د جاپان د بورسونو پروګرام بند شو.

 جاپان څه موده مخکې په هلمند کې د ۱۵ ښوونځیو د رغولو اعلان هم کړی و.

څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر بامیان ته د سفر پر مهال د بودا مجسمې له سیمې لیدنه کړې او د تاریخي سیمو په ساتنه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

5 COMMENTS

  1. د جاپان حکامو ته؛
    لطفاََ موږ ته داسی انسانان وروزی لکه ناکامورا ۰
    موږ معاصر مفید انسان ته شدیداٙٙ اړ یو ۰
    والسلام علی من اتبع الهدی

  2. جاپان هغه هېواد دی چې تل آزاد ، خپلواک او مستقل وو. تر دوهم نړیوال جنګ پورې د کوم بل هېواد عسکر هلته نه وو ورغلي . البته په دوهم نړیوال جنګ کې له امریکا سره د هوایی جزیرو پرسر جګړه وکړه او دو اتمی بمونو د استعمال په نتیجه کې دوی خپله ماتې ومنله ، خو په دې شرط چې د دوی امپراتور هیرو هیتو به پرځپل ځای وي.
    بنا د افغانستان او جاپان د استقلال ورځ چې یوه نه ده ، دا افواه او زمونږ د خلکو تر منځ جوړه شوې خبر کوم تاریخي ثبوت نه لري . جاپان په لومړۍ نړیوالې جګړې کې د آسیا وچې ډېرې برخې ، چین تر منچوریا او منګولیا نیولې وې . دوی په 1905 کال د روسیې امپراتورۍ ته په لرې ختیز کې ماته ورکړه .
    په داسې وخت کې افغانستان د انګلیسانو له خوا نیمه مستعمره وو . چې د غازي امان الله خان له خوا په 1919 م کې خپلواک اعلان شو.

  3. د جاپان له تحصیلی ادارو څخه په ډیره درناوی هیله لرو چی دافغانستان د خلکو حق پایمال نکړی او دا بورسونه هغه کسانو ته ورکړی چی د طالب په اداره کښی نوی او نه طالب ته دا بورسونه ورکړی جاپان کولی شی چی دا بورسونه هغه کسانو ته ورکړی چی په نورو ملکونو کښی دی او د افغانستان د ایندیې لپاره یې وروځی او د دې بورسو په هکله د تعلیم له دښمنانو سره هیځ خبری هم ونکړی له هغو محترم افغانانو څخه خوهش کو کوم چی له جاپانیانو سره ارتباط لری دی ته یې وهڅوی چی دا بورسونه د اسلام او علم دښمنانو ته په لاس ورنکړی چون دا ډله حکومت نه ده او د یو تیاره او افغان دښمنه ډله ده

  4. سلامونه،
    جاپانیان خپله ډیر کار کوي نمونه ې ډاکتر انجنیر ناکامورا یا شهید کاکامراد و!
    هیله ده لکه د ځان په شان ځوانان انتخاب کړي ؛خو په دې پورته خبر کې یو دوه ټکو ته په تشویش شوم:
    – د محصلینو ټاکنه به د آغا خان بنسټ په همکارۍ کیږي؟!دا بنسټ څه کاره ده؟
    –سفیر ېې څو ورځې مخکې بامیانو ته تللی و او د بودا مجسمې نه ې دیدن وکړ!!
    دا هم د کرزي د دوران د دایکندي نه د۳۰۰ محصلانو یو دم شاملیدلو تکراری ډرامه نه شي!
    زه د هزاره وروڼو د مستحقو او لایقو طرفدار یم مګر هومره هم نه چې د نورو استحقاق تر پښو لاندې کړي او میم زر مه کلشي از مه موشه!!!: نه شود!!
    ټولنیز عدالت !

  5. سلام
    په المان کې دفرانکفورت ښار په بوهنتون کې ما سره ۸کسان جاپانی محصلین ول ددوی تعلیمی اخلاق او دسبلین په صنف ، لابراتوار، کفتریا او کنفرانس به تالار کې له نورو محصیلونو سره زیات توپیر درلود لکه څنګه چې داکتر سابی کاکا مراد ته اشاره کړې ده، بل تاسې لاړ شی یوازې دجاپان ترانزیت دکاری مدیریت به تناسب وګوری . یو لافې او باتې دی او بل د اهلیت اومسلک خبره ده . زه یو شمیر وزیرانو ته حیران یم لکه علی احمد جلالی او دپارلمان افه ګانې په هرستیج اوهر بروګرا اوهر غله سره ګیلې اوګذارې لری دادقضیې بل اړخ دی . محصلین داهلیت او لیاقت بر معیار باید وتاکل شی.احساساتی او اماتوری هیاهوی هسې ببی نتیجې ترړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب