شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

اوومه برخه
ځوان هلک د چاپ ماشين ته ناست وو، پنډ ورکې يې چاپ کړې خداى خبر چې څه شى به پکې ليکل شوي وو، ما داسې فکر وکړ چې دى به تر نورو ښه وي ځکه کار يې له کتاب و قلم سره دى خو چې راغى اول يې يو هلک په خوله وواهه وروسته يې يو بادرنګ او يو اېک ميک راوړل او ويل يې دا ټول ځايونه به د همدې ډوډۍ په بدل کې راته پاک کړى.
د ورځې درې بجې شوې چې په لويه دروازه هماغه موټر راننوت دروازې يې خلاصې شوې په منډو ور وختو، يو پر بل پاسه کېناستو د چا بخت ښه وو د ناستې ځاى ورته پيدا شو او څوک همداسې ولاړ پاتې شول. موټر حرکت وکړ ورځ تياره شوه او شپه تر نيمايي واوښته خو لا هم استامبول نه وو را رسېدلى
موټر کې مو په ټوله لاره جنګونه کړي، متل خو يې هسې نه دى کړى چې وايي، چې په تنګ شي نو په جنګ شي. ټول تنګ وو چې معمولي به دې پر چا لاس يا پښه لږ په زوره ورغلل جنګ به جوړ شو. دوه بنګاليان هم راسره وو خو په ټوله لاره چا د ناستې لپاره ځاى نه دى ورکړى، څو ځلې خو يې مـوږ ټول مخاطب کړو چې اې وروڼو! مسلمانان خو ياست پښې مو شخې شوې لږ ځاى راته وکړى خو چا يې په خبره سر نه ګراوه.
سهار څلور بجې وې چې موټر ودرېده، دروازې يې خلاصې کړې او ترکي راته ويل دلته پټ شى نور خپلو قاچاقبرانو سره تماس ونيسى هغه درپسې ټکسي راليږي، په دې موټر کې د څو قاچاقبرانو نفر راسره يو ځاى وو.
لاندې د سړک پر غاړه بوټو کې لږ ساعت کېناستو، قاچاقبر ته مو لوکېشن ولېږه ساعت وروسته ټکسي راغلل او راغږ يې کړ ورسره پورته شوو. دا ځاى سقاريه نومېده چې له استامبول دوه ساعته لرې وو، بالاخره دوه ساعته وروسته د استامبول اکسراى کې ښکته شوو.  په يوه نفر پسې په تنګو زېنو کې پورته شوو، ډوډۍ يې راتياره کړې وه ډېر وخت کېده د لوبيا ارمان مې کړى وو او دلته مې ښې ډېرې وخوړې. دلته فقط يو وړوکى اطاق وو دوولس کسه له موږ مخکې دلته راغلي وو د ننه ځاى نه وو خو له اطاق د باندې چې دوه متره ځاى به وو دلته هم اشپزخانه وه او هم حمام، لږ د پښو غځولو ځاى پاتې وو موږ څلور نفره همدلته وېده شوو.
تر څو ورځو وروسته د قاچاقبر زنګ راغى خوابګاه چي ته يې وويل چې هلکان د ګېم لپاره اماده کړه. د بلغار لاره ډېره له کړاوه او له خطره ډکه ده، تر مرګه وهل درکوي او پياده روي يې د سړي زړه ورتوروي. د ګېم لپاره مو خوراکي مواد، بيکونه چريکي او پلاستيک واخېستل تقريبا تر سل ډالرو مصرف پرې راغى. ځانونه مو اماده کړل، دعا مو وکړه او د شپې يې له اطاق راښکته کړو په کوڅو کې يو په بل پسې تيک و پرک روان وو، شاوخوا مو څارل چې پوليس مو ونه نيسي، يو نيم ترکي به چې ولېدو دعا به يې راته وکړه چې خداى مو په خېر ورسوه. په ترکيه کې د مسافرو بيکونه مالوم وي نو ځکه خو يې هر څوک له ورايه پېژني.
ټکسيانو ته وختو لس دقيقې وروسته د ښار په يوه پارک يو ځاى ګڼې ونې ولاړې وې هلته نور مسافر هم راغلي وو او موږ هم ورسره يو ځاى شوو. د پوليسو موټر تلل راتلل او چې د بلغار په لاره کوم مسافر له ترکيه پورته کوي دلته يې سره راغونډوي خو پوليس مو ونه لېدل چې دلته دې درېدلي وي شايد دا ځاى به ورته مالوم نه وو. تر ښه ډېر انتظار وروسته موټر راغى او د سړک په غاړه نورو موټرو کې ناستو خلکو لېدو چې موږ ورمنډې کړې، موټر ته وختو تر دوه ساعته مزل وروسته موټر ودرېده، ترې ښکته يې کړو او له سړک لږ پورته د ناجو ونې ولاړې وې دلته يې کېنولو. راه بلدانو ويل موټر واپس بيا راځي لاره ګوري، ساړه هم وو خو دلته له دې خاطره په چريکيو کې نه شوو وېده کېدى چې که ترکي پوليس چاپه راباندې ووهي نو بيا تېښته نه ترې کېږي. سهار چې رانېږدې شو يو يو به چريکي خلاصوله او په کې وېده کېده به زه هم پکې وېده شوم، دا ورځ خو تېره شوه د موټر درک ونه لګېده او د سبا شپې په دوولسو بجو موټر راپسې راغى او مخ په مرز يې روان کړو. مرز ته يې په څو کيلومترۍ کې کوز کړو يوازې موږ نه بلکي لس دوولس موټر نوره هم وو چې ټولو مسافر راوړي وو او د هر چا لاره مالومه وه، د سهار رڼايي لږه شان راګېدلې وه چې حرکت مو وکړ او تر څو ساعته مزل وروسته له څو کلو تېر شوو او يوه تنګي ته ننوتو، دلته له موږ مخکې نور هم ډېر مسافر راغلي وو او خپلو چريکيو کې وېده وو تر څو د راتلونکي شپې لپاره يې خوب پوره کړى وي، له دوى سره خوا موږ هم ځانونو ته ځايونه سم کړل او وېده شوو.
مازدېګر مهال يې د ترکيې او بلغاريه په مرز چې کوم جال لګېدلى حرکت راکړ او ماښام نېږدې وو چې جال ته يې زېنې ورپورته کړې او يو په بل پسې ورپورته کېدو تر څو چې ټول ترې واوختو او شېبه وروسته د بلغاريې خاورې ته داخل شوي وو.
دوام…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب