دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+مینې ته د پېړۍ وروستی لیک

مینې ته د پېړۍ وروستی لیک

لیکوال: امیرشاه یاد
پوهېږم چې زما د مخ انځور به دې هېر شوی وي او ښایي کله۔ کله به هڅه هم کوې، چې په ذهن کې زما پاشلی انځور سره راټول کړې، ذهن به دې څو کاله روسته شېبو ته بیایې، خو بیا به هم ونه شې کولی،  زما انځور به دې د یاداشت په کړکۍ کې داسې ښکاري لکه د خړې هندارې شاته چې د یو ناپېژده کس تته څېره ولاړه وي،
خو زه داسې نه کوم، نه پرېږدم چې ستا انځور د هېردا په ګردنو کې رانه ډوب شي.
ته پوهېږې!؟
زه هڅه کوم چې ښکلی انځور دې تر ډېره د زړه په موزیم کې وساتم او په داسې شیشو کې یې بند کړم چې زه یې د اوښکو په څاڅکو رڼوم.
هو! ته خو ښه یې له ژوند سره غبرګ ګامونه اخلې څه ډول چې وغواړې هغه شان یې لوبوې، ځکه چې ته په ژوند بر لاسې یې او ته دې له ژوند سره ډېره وړاندې تللې یې.
ثانیې، ګړۍ، ورځې، میاشتې، کلونه وشول، ته پوهېږې؟ ان د هغې پېړۍ ورستۍ ورځ ده چې موږ پکې ژوند کوو، خو زه لا هم پر ځای ولاړ یم او ژوند روان دی زه یې فقط له وړاندې ننداره کوم او له خپلو اومېدونو نه ناهیلی یم.
اوس هم له لوړو ځاینو نه د هغه ښار ننداره کوم، چې زه او ته پکې اوسېږو، خو لیدل مو ناممکن دي
واټونه او سړکونه له شوره ډک دي، خو بیا هم ستا په نشتون کې راته نړۍ کم نفوسه ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب