Homeخبرونههند کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۲۷۶۷ تنه د کورونا له...

هند کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال ۲۷۶۷ تنه د کورونا له امله مړه شوي

تاند ( یک شنبه، د ثور ۵مه) هندي رسنۍ وایي، چې په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۲ زره ۷ سوه ۶۷ کسان مړه شوي دي.

د هندي رسنیو د راپورنو له مخې دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۷ زره ۱۱۳ کسان تازه په دغه ناروغۍ اخته شوي هم دي.

سرچینې وایي، چې د کورونا تازه څپه په هند کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

عراق کې د کورونا ناروغانو روغتون اور اخیستی

وړمه ورځ هم هندي رسنیو ویلي وو، چې په دې هېواد کې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۰ زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي.

دد رسنیو د معلوماتو له مخې د پېښو د زیاتوالي له امله په هند کې ډيری روغتونونه د توکو او اکسیجن له کمښت سره مخ دي.

رسنۍ وایي: « روغتونونو کې ځای نشته، اکسیجن ناروغانو ته نه رسیږي او د مړو سوځولو چارو ته رسیدګي سخته شوې ده.»

ایران او هندکې د کورونا تازه څپو اندېښنې او ګواښونه ډېر کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...