Homeخبرونهمیدان وردګ کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي

میدان وردګ کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي

تاند (یکشنبه د ثور ۵) د میدان وردګ ولایت سیدا اباد ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې دغه پېښه پرون ماښام مهال د روژه ماتي پر وخت د سید اباد ولسوالۍ اړوند اوتړیو سیمه کې شوې ده.

دوی وایي چې په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې، له دې پېښې وروسته ځایي خلکو د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو جنازې د کابل ـ کندهار لویې لارې ته راوړې او د عدالت غوښتنه کوي.

تر اوسه امنیتي سرچینو یا د دولت کومې مخالفې ډلې په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...