چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۵) |لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۵) |لیکوال: نوح هیراري

کتاب نوم: هومیو دئوس (د بشریت د راتلونکې لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

هومیودیوس

پنځمه برخه:

د خوښۍ او نېکمرغۍ حق

 د انسان په اجنډا کې ښايي دویمه لویه پروژه د ښادۍ او نیمکرغۍ د کونجي موندل وي. د تاریخ په اوږدو کې مُفکرینو، پیغمبرانو، او عامو خلکو تل  ژوند پريښی او په ځاي ېې د نیکمرغۍ او خوښۍ تعریف کړی دی، ژوند چې په خپله لوي نعمت دی له پامه غورځول شوی. د لرغوني یونان فیلسوف ایپیکور وايي د خدایانو عبادت د وخت ضایع کول دي ځکه چې له مرګ وروسته هیڅ هم نه پاتې کیږي او د ژوند معني خوښي او نیکمرغي ده. د اپيکور په مهال ټولو دغه نظریه یا ایپکوریزم رد کړه. خو نن سبا د ژوند په اړه یو عام نظر همدا دی. کله چې انسان له مرګ وروسته په ژوندون شک وکړي نو د ابدي ژوند او خوښۍ لټون په همدې ځمکه پیلوي. څوک به تلپاتې خو د بې وزلۍ او ناکامۍ ژوند وغواړي؟ د اپیکور له نظره د خوښۍ لټون شخص مسله وه خو نني مفکرین برعکس دې چارې ته د یوې ټولیزې او جمعي پروژې په سترګه ګوري. انسان په یوازې سر د خوښۍ په لټون کې نه شي کامیابیداي، نیکمرغي او خوښي عمومي پلانونو، اقتصادي امکاناتو، او ساینسي څېړنو ته اړتیا لري. که ستا په هیواد کې جګړه او یا  اقصادي بحران وي او که روغتیايي  سیستم مو سم نه وي نو ستا ژوند هم خراب دی او خوشاله به  ونه اوسې. د اوولسمې پيړۍ په وروستیو کې بریټانوي فیلسوف «جیرمي بینټهامس» ویلي ؤ په نړۍ کې  تر ټولو لویه ښیګڼه د امکان تر حده تر ټولو زیاتو کسانو ته د لوېې خوښۍ هیله ده. نوموړی زیاتوي باید د حکومتونو، ساینسپوهانو او پانګوالو یوازینی ارزښتمن هدف په نړیواله کچه د  نیکمرغۍ او خوښۍ زیاتول وي. سیاستوالان باید د سولې او سوکالۍ لپاره کار وکړي، تاجران باید عمومي سوکالي وپالي، او ساینسپوهان باید پر طبیعت  څېړنه وکړي، د دې لپاره نه چې باچا راضي کړي، یا د هیواد د خدمت لپاره دغه کارونه وکړي او یا دې د خداي د رضا لپاره وي، بلکه باید د دې لپاره هلې ځلې وکړي چې زه او ته نیکمرغه او خوشاله ژوند ولرو. په اتلسمه او نولسمه پيړۍ کې ډېرو کسانو د پینټهامس د مفکورې اغیز ومانه خو حاکمانو، شرکتونو او څیړنیزو مرکزونو خپل ټول پام مشخصو اهدافو او موقتي پروژو ته واړاوه.هیوادونو خپل بریالیتوبونه د ځمکو د نیولو، د نفوس د زیاتولو او د سړي سر عاید د زیاتیدا په اساس محاسبه کاوه د ولس نیمکرغي او خوشالي معیار نه ؤ. د جرمني، فرانسې او جاپان په شان هیوادونو د تعلیم، روغتیا او سوکالۍ پراخ سیستمونونه جوړکړل خو د دغو سیستمونو اصلي هدف د ملتونو غښتلتیا وه، نه د انسان خوشالي. د ښوونځیو اساس په دې کېښودل شو چې تکړه او فرمانبرداره شاګردان وروزي تر څو ملت او هیواد ته وفاداره وي. اتلس کلن باید یوازې ملت پاله نه وي بلکه ورسره باید زده کړې هم ولرې تر څو د یوه قوماندان امر ولوستلی شي او یوه نقشه عملي کړی شي، دوي باید ریاضي او حساب زده کړي چې د لاسي بمونو د تخریب دایره معلومه کړاي شي او یا د دښمن پټ کوډونه خلاص کړاي شي. دوي باید په برق، تخنیک، او طبابت هم څه نا څه پوه وي ترڅو د مخابرې سیستم وکارولی شي، زغروال ګاډي وچلولی شي او په مورچل کې د خپل پروت زخمي ملګري پر زخم پټۍ کیښودی شي. کله چې له پوځه ترخیص شي دا تمه ترې کیږي چې د مامور، ښوونکي اوانجینیرپه توګه د ولس خدمت وکړي او یا په موډرن اقتصاد کې لاس ورکړي، دغه راز خپله مالیه په خپل وخت ورکړي. د روغتیا په برخه کې هم کیسه همداسې ده. د نولسمې پیړۍ په پاي کې فرانسې، جرمني، او جاپان اکثرو خلکو ته وړیا صحي خدمات وړاندې کول. دوي د ماشومانو لپاره واکسین ته پیسې بیلې کړې، انډول خوراکونه ېې ورته برابرول او سپورت ته ېې وهڅول. دغو هیوادونو ټول ډنډونه له منځه یوړل چې میاشې او مچان ورک کړي او د کانالیزاسیون سیستم ېې جوړ کړ. هدف دا نه ؤ چې خلک خوشاله او نیکمرغه کړي، بلکه غوښتل ېې ملت مذبوت او غښتلی شي. هیواد تکړه عسکرو او کارګرو ته اړتیا درلوده، سالمې میرمنې پکار وې چې نور عسکر، کارګراو بیروکراتان وزیږوي چې په خپل وخت پوره اته بجې کار ته راشي او چې ناروغان شي په کورونو کې اوږد استراحت ونه کړي. د رفاه او سوکالۍ سیستم هم په حقیقت  کې د ټول ملت د غښتلتیا په موخه رامنځته شو نه د وګړو اړتیاوو ته د ځواب ویلو په موخه. کله چې «اوتو ون بیسمارک» د نولسمې پیړۍ په پاي کې د تقاعد اوټولنیزامنیت سیستم په جرمني کې رامنځته کړ، اصلي هدف دا ؤ چې د خلکو وفاداري تضمین کړي نه دا چې دوي سوکالۍ ته ورسوي. چې کله څوک اتلس کلن کیږي باید د خپل هیواد لپاره وجنګیږي او کله چې یو کس څلویښت کلن شو باید مالیه ورکړي ځکه کله چې اویا کلن شي حکومت به ېې پالنه کوي.۳۱ په ۱۷۷۶ میلادي کال کې د امریکا بنسټ ایښودنکو چې د اساس قانون پلرونه هم بلل کیږي داسې قانون رامنځته کړ چې د ژوند کولو او ازادۍ د حق تر څنګ د خوښۍ او نیکمرغۍ لټون د انسان له دریو اساسي حقوقو وبلل شو. دغه خبره د یادولو ده چې د امریکا د خپلواکۍ دغه سند یوازې ضمانت ورکوي چې د خوښۍ د لټون حق خوندي کړي نه په خپله خوښي او نیمکرغي. «توماس جیفرسن» حکومت نه ؤ مسول کړی چې خلک خوشاله کړي، هغه هڅه کوله د حکومت واک او قدرت محدود کړي. اصلي هدف دا ؤ چې هر وګړی شخصي ازادي او حریم ولري چې د حکومت مداخله پکې کمه وي. که مثلاً زه فکر کوم چې  که د جان په ځاي له ماریا سره واده وکړم، یا د سانفرانسیسکو په ځاي په سالټ لک سیټي که ژوند وکړم او یا په بار کې د شرابو پلورونکي په ځاي دهقاني وکړم دا زما خپل حق دی چې څنګه د خوښۍ لټه وکړم او حکومت باید هیڅ لاسوهنه ونه کړي حتا که زه تېروتنه هم وکړم.

په تیرو لسو کلونو کې حالات بدل شوي دي او د «بنټهامس» لرلید ته پام ډیر شوی دی. اکثره خلک اوس دا وايي چې د ملت او د قومونو د پیاوړتیا لپاره چې کوم پراخ سیسټیمونه په تیرو سلو کلونو کې جوړ شوي دي باید د هر وګړي د خوښۍ او نیکمرغۍ موضوع په اجنډا کې ولري. دا زموږ دنده نه ده چې حکومت ته خدمت وکړو، بلکه حکومت باید زموږ خدمتګاره وي. د خوښۍ او نیکمرغۍ د لټون حق په حقیقت کې د حکومت د واک کمول دي او له دې لارې غواړي خلک نیکمرغه شي ځکه چې خوښي او نیکمرغي د یو انسان طبیعي او لومړنی حق دی. ټول هغه شیان چې موږ ناراضه او خوابدي کوي د انسان د لومړنیو حقوقو سرغړونه ګڼل کیږي چې حکومتونه  ېې باید مخه ونیسي. په نولسمه میلادي پيړۍ کې د سړي سر عاید (Gross Domestic Product)  GDP د ملتونو د بریا اساس وګڼل شو. که له دې اړخه د ملتونو بریا وارزول شي سينګاپور د کوستاریکا په پرتله بریالی هیواد دی چې په کال کې ېې د سړي سر عاید پنځه شپيته زره ډالره دی. په داسې حال کې چې د کورستاریکا د خلکو د سړي سرعاید (GDP) څواارلس زره ډالره ښودل شوی. نني مفکرین، نظرخاوندان، سیاستوالان او حتی اقتصاد پوهان باوري دي چې د سړي سرعاید «GDP» اصطلاح کارنده نه ده او باید په Gross National Happiness یا د سړي سر نیکمرغۍ GNH په صطلاح بدله شي.

له دې ټولو خبرو سره سره باید موږ د خلکو غوښتنو ته پام وکړو خلک تولید ته لیواله نه دي. دوي غواړي خوشاله او نیکمرغه اوسي. تولید یا عاید مهم دی ځکه د تولید په وسیله هغه وسایل جوړیږي چې نیکمرغي راولي خو تولید هدف نه دی بلکه یوه وسیله ده چې باید نیکمرغۍ ته سړی وروسوي. پر له پسې ډېرو څېړنو ښودلې ده چې د کوستاریکا ولس د سینګاپوریانو په پرتله له ژوند راضي او خوشاله دي. تاسو په خپله فکر وکړئ ایا غواړئ د سینګاپوریانو په شان لوړعاید او ډیر تولید ولرئ خو په ژوند کې ناراضه اوسئ، که غواړئ که کوستاریکا د خلکو په شان لږ عاید ولرئ خو رضایت مو زیات وي؟

دغه منطق راښيي چې په یوویشتمه پیړۍ کې به خوشالي او نیکمرغي د بشر دویم سترهدف وي. په یو لنډ نظر ممکن دا یوه اسانه پروژه راښکاره شي. کله چې لوږه، وبا، او جګړه ختمه شي انسان به داسې سوله او رفاه تجربه کړي چې پخوا ېې کله هم تصور نه شو کولی او ورسره به د انسان عمر هم له توقع زیات اوږد شي نو انسان خوشاله او نیکمرغه دی، ایا همداسې نه ده ؟

نه، داسې هم نه ده کله چې اپیکور خوښي او نیکمرغي ترټولو لوي نعمت وباله هغه خپلو شاګردانو ته سپارښتنه وکړه چې په سخت کار او هلو ځلو سره سړی خوښۍ او نیکمرغۍ ته رسیدای شي. ماديات په یوازې سر د خوښۍ لپاره کفایت نه کوي. دغه خوښي ډیره لنډه وي. په پټو سترګو پیسو پسې منډې وهل، مشهورتیا او خوند اخیستل موږ نه خوشالوي بلکه برعکس موږ بدمرغه کوي. ځکه خو اپيکور سپارښتنه کوله چې د مثال په توګه انډول خواړه او څښاک او دغه راز په سکس کې تعادل ساتل مهم دي. په دغې اوږده سیالۍ کې به موږ د خوندور جنسي لذت په پرتله ،له یوې خوږې او ژورې ملګرتیا ډیر خوښ او نیکمرغه واوسو. د دې لپاره چې اپيکور خلک په دې سخته لارد نیکمرغۍ په لور سم هدایت کړای شي د اخلاقیاتو تدوین شوي او جامع قوانین ېې رامنځته کړل چې کوم کارونه باید وکړو او له کومو ډډه وکړو تر څو خوشالۍ ته ورسیږو. ځکه خو اپيکور ویل نیکمرغي دومره هم اسانه نه ده چې فکر ېې کوو. کوم پرمختګونه چې انسان په تیرو څو لسیزو کې کړي دي داسې څرک نه راښيي چې انسان دې په دې موډرنه زمانه کې له خپلو نیکونو ډیر خوشاله وي. که څه هم سوکالي او مادي وسایل په موډرنه او ماشیني ټولنه کې زیات دي خو ځان وژنه پکې له منځنیوو او دوډیزو ټولنو کې زیات شوې. په پرمختیايي او وروسته پاتې هیوادونو کې له پراخې بې وزلۍ او سیاسي بې ثباتۍ سره سره د ځانوژنې اندازه خورا کمه ده. د روغتیا د نړیوالې موسسې د ۲۰۱۲ کال د راپور په اساس هر کال په یو لک کسانو کې د پيرو هیواد درې اعشاریه یو ، د ګواتیمالا اوو اعشاریه درې، د فلپین دوه اعشاریه شپږ او د البانیا شپږ اعشاریه پنځه کسان ځانوژنه کوي. خو په شتمنو او سوکاله ټولنو کې دغه شمېره لوړه ده. په سویس کې په یولک کسانو کې دولس اعشاریه دوه، په فرانسه کې پنځلس اعشاره اته، په جاپان کې درویشت اعشاریه یو او نیوزیلنډ کې لس اعشاریه درې کسان هر کال ځانونه وژني.

په ۱۹۸۵ کال کې په جنوبي کوریا کې  زیاتره خلک بې وزله، نالوستي او دودیز کروندګر وو او یوه دیکتاتوري پرې واکمنه وه. نن سبا جنوبي کوریا ښه اقتصاد لري، د تعلیم له پلوه ېې وګړي د نړۍ په تعلیم یافته کسانو کې شمېر کیږي او نسبتاً باثباته او لیبرال دیمکراټیک نظام پرې واکمن دی خو له دې سره سره په ۱۹۸۵ کال کې په یو لک کسانو کې نهو کوریاوالو ځانونه وژلي وو او په ۲۰۱۲ کال کې په یولک کسانو کې شپږدیرش اعشاریه اته کسانو ځانوژنه کړې وه.۳۲

 البته په ډېرو برخو کې مثبت بدلونونه هم شوي دي. د ماشومانو د مړینې کچه ډیره راټیټه شوې ده چې په پایله کې ېې د انسان نیکمرغي ورسره زیاته شوې او په موډرنه ټولنه کې ېې تر یو حده سترس جبران کړی دی. خو له دې سره سره موږ له خپلو نېکونو او پلرونو لږ خوشاله یو. البته د خوشالۍ کچه مو له تمې ډیره کمه ده. د ډبرو په زمانه کې هر انسان په ورځ کې څلور زره کالوري انرژي په واک کې درلوده. په دې انرژۍ کې یوازې خواړه شامل نه دي بلکه د وسایلو جوړول، جامې، هنر او اوربلول هم پکې شاملیږي. خو نن سبا یو امریکایی په ورځ کې په متوسطه توګه دوه لکه او اته ویشت زره کالوري انرژي مصروفوي نه یوازې د ډوډۍ او خوراک لپاره بلکه د موټر، کمپیوټر، یخچال، او تلویزیون انرژي هم پکې راځي. ۳۳ دا په دې معني ده چې نن سبا یو امریکایی د ډبرې د زمانې د یوه ښکاري او د ریښو او بوټو د ټولوونکي په پرتله شپېته ځله ډیره انرژي مصرفوي. ایا یو امریکایی د ډبرې د زمانې د یوه ښکاري په پرلته شپیته ځله ډیر خوشاله او نیکمرغه دی؟ فکر نه کوو. ځکه خو د اوسنۍ نړۍ په اړه په دغسې سطحي نظر باید شک ولرو. له دې سره سره چې موږ ډیرې پخوانۍ ستونزې ختمه کړي خو د ناخوالو د ختمولو په پرتله سوچه او اصلي خوشالۍ او نیکمرغۍ ته رسیدل به ډیر سخت وي.

په منځنیو پیړیو کې یوه وږي کرندګر د خوشالۍ لپاره له یوې ګولې ډیر څه نه غوښتل. خو نن سبا څنګه له ژونده ستړی یو چاغ انجېنیر چې ښې پیسې هم ګټي خوشاله ساتلی شئ؟ د نولسمې پيړۍ دویمه نیمایي د امریکا لپاره  د طلايي چانس پړاو ؤ. له دویمې نړیوالې جګړې امریکا ډېره ګټه پورته کړه. ورپسې د ساړه جنګ په نتیجه کې امریکا نوره هم توانمنه شوه او دغه هیواد د نړۍ په زبر ځواک بدل شو. د ۱۹۵۰ او ۲۰۰۰ کلونو په اوږدو کې د امریکا ملي تولید له دوه بیلیون ډالرو دولس بیلیون ډالرو ته لوړ شو. د سړي سر عاید دوه چنده شو. کله چې د اولاد د مخنیوي ګولۍ جوړې شوې تر پخوا سکس نور هم ازاد او زیات شو. مېرمنو، همجنس بازانو، تورپوستو او نورو اقلیتونو ته هم د امریکايي کیک ډېره برخه ورسېده. ارزانه بیه موټرو، یخچالونو، ایرکنډیشنونو، برقی جاروګانو، د لوښو وینځلو ماشینونو، ټيلفونونو، تلویزیونونو او کمپیوټرنو په راتګ سره د ټولو ژوند بدل شو.  له دې ټولو سره سره څېړنو ثابته کړه چې  په ۱۹۹۰مو کلونو کې د خلکو د ارامښت او سلامتیا کچه د ۱۹۵۰ کلونو په شان وه او تغییر ېې نه ؤ کړی.۳۴

په جاپان کې  د ۱۹۵۸ او۱۹۸۷ کلونو په اوږدو کې د خلکو عاید په متوسطه توګه پنځه چنده زیات شوی ؤ. د اقتصادي غوړیدا دغه توپان د جاپان په ټولنه کې ډیر مثبت او منفي بدلونونه راوستل خو د جاپاني انسان د رضایت کچه ېې بدله نه کړاي شوه.  په ۱۹۹۰ کال کې د یوه جاپاني د نیکمرغۍ او نه رضایت ترمنځ پوله د ۱۹۵۰ کال په اندازه وه.۳۵

 داسې ښکاري زموږ خوشالي او نیکمرغي تر یوه جادويي او مرموز شیشه ای چټ پورته نه ځي. له دې سره سره چې په ژوند کې هر څه ته ورسیږو خو دغه مرموز شیشه ای چټ ېې مخه نیسي او نور پورته نه شو تللی. دغه شیشه ای چټ به کله هم مات نه شي حتی که موږ ټولو ته وړیا خواړه ورکړو، ټولې ناروغۍ معالجه کړو، او نړیوال امنیت هم تامین شي. پر مرګ او زړښت په برلاسه کیدا سره به هم اسانه نه وي چې نیکمرغۍ ته ورسیږو. د خوشالۍ شیشه ای چټ په دو مذبوتو ستنو ولاړ دی. یوه بیولوژیکي او بله ذهنی ستنه ده. په ذهني اړخ کې خوشالي زموږ په تمو او توقعاتو پورې اړه لري نه زموږ په عیني شرایطو پورې. موږ به خوشاله او نیکمرغه نه شو که سوکاله او ارامه ژوند ولرو. خو د موجودو واقیعتونو او زموږ د تمو ترمنځ په انډول سره خوشالي رامنځته کیږي. البته یو بد خبر دا دی چې کله امکانات او وسایل ښه کیږي تمې او توقعات هم ورسره زیاتیږي. په امکاناتو او وسایلو کې انسان په تیرو لسیزو کې بې حده پرمختګ کړی، د همدې پرمختګ له امله  سترې هیلې او تمې هم راپیدا شوي دي، خو په همدې اندازه ېې خوشالي نه ده راوستې. که دغه انډول ته موږ پام ونه کړو ممکن راتلونکې شاهکارونه او پرمختګونه موږ د پخوا په شان نا خوښ او ناراضي وساتي.

په بیولوجیک اړخ کې زموږ د بدن بیوکیمیاوي حالت د خوښۍ او توقعاتو په برخه کې رول لوبوي نه اقتصادي، ټولنیز او سیاسي حالات. د اپیکور په باور موږ خوشاله او نیکمرغه یو کله چې د سوکالۍ او ارامۍ احساس کوو او ناخوالې او نارامۍ مو نه ځوروي. جرمي بنټهام ادعا کوي چې  د طبیعیت دوه لوي قدرتونه پر انسان حکومت کوي «خوند او درد». دغه دوه احساسه دي چې موږ د هرشي پرېکړه کوو. له «جرمي بنټهام» څخه وروسته د هغه بل لاروي «جان ستوارد میل»  وویل نیکمرغي یوازې یو خوند او له درده خلاصون دی او له خوند او درد بل ښه او بد شی نه شته  هر هغه څوک چې  درد او خوند او یا خوښۍ او ناخوالې په بل شي کې لټوي او یا ېې  مثلا د خداي له کلام او یا له ملي ګټو استنباط کوي تاسې او خپل ځان غولوي.۳۶

 د اپیکور په زمانه کې که چا دغه خبره کړې واي نو د کفر ټاپه پرې لګیده. خو  بنټهام او له هغه وروسته جان ستوارټ میل دا خبره په ډاګه کوله چې کله له کړاو او درد څخه لیرې اوسئ نوخوشاله یاست. د دوي په وختونو کې یو اساسي بدلون رامنځته شوی ؤ. دوي به ویل نیکمرغي، خوشالۍ ته رسیدل او له کړاونه ځان ساتل دي له دې پرته د خوښیو او غمونو تر شا نه کوم شر پټ دی او نه کوم خیر.

د یوویشتمه پيړۍ په پيل کې دغه مسلې  ساینس او علم ثابتې کړې. د ساینس او بیولوجۍ په اساس خوښي اوغمونه او یا نیکمرغي او بدمرغي د بدن په احساسي تجربو کې له نا انډولتیا پرته بل شی نه وي. موږ کله هم د شاوخوا حالاتو او پیښو په اړه غبرګون نه ښییوو، یوازې په خپل بدن کې خپلو احساساتو ته غبرګون ښیوو. هیڅوک په دې خاطر نه غمجېن کیږي چې خپل کار ېې له لاسه ورکړی وي، طلاق ېې اخیستی وي او که حکومت په جنګ کې ښکیل شوی وي، هغه څه چې د انسان نیکمرغي ترې اخلي په بدن کې نا خوښ او بد احساس دی. کله چې انسان دنده له لاسه ورکوي ممکن نتیجه ېې ژور خپګان او ډپریشن وي خو ډيریشن په خپله د انسان د جسم یو ناخوښ او بد احساس دی. په زرګونو شیان موږ غوصه کولی شي خو غوصه یو فزیکي او یا انتزاعي شی نه دی، غوصه په بدن کې د یو ډول تودوخي او فشار احساس دی ځکه خو غوصه او کاوړ له حده زیات ځورونکي وي. دا چې وایو له غوصې ایشېدلم دا یوازې یو احساس دی.دغه ناسم احساس دی چې سړی ماتوي. څېړنې ښيي چې هیڅوک د لاتړۍ په ګټلو او د اصلي مینې په ترلاسه کولو سره نه خوشاله کیږي، یوازینی شی چې انسان خوشالوي: په وجود کې د ارامۍ او راحت احساس دی. تصور وکړئ تاسې د ۲۰۱۴ کال د فوټبال په نړیوالو لوبو کې د ارجنټاین په وړاندې د جرمني هاف بګ ماریو ګوټز یاست. له لوبې ۱۱۳ دقیقې اوښتي دي خو تاسو هیڅ ګول هم نه دی کړی، یوازې اوو دقېقې وخت پاتې دی چې لوبه جبري پینالتي ته لاړه شي. کابو پنځه اویازره نندارچیان په بې صبرۍ د« ریو» په مارکانا لوبغالي کې په تمه دي او په ټوله نړۍ کې په میلیونونه کسان لوبه په ټلویزیون کې ګوري. ته د ارجنټاین له ګوله یوازې څو متر واټن لرې چې بل لوبغاړی «اندرې شورلر» یو ښکلی پاس درکوي، ته توپ په ټټر ودروې او ښکته ستا اوږدو پښو ته راټیټ شي. په یو کلک شوټ سره غژ شي چې توپ د ارجنټاین د ګول کیپر له مخې تیر شي او په نټ کې ونښلي. ګوووول… او لوبغالی د خلکو له شور او زوږه ډک شي. په زرګونو نندارچیان لکه لیونیانو نارې وهي، د ټیم ملګري دې په منډه تر غاړې ووځي او ښکل دې کړي، او په برلین او مونشن کې په میلیونونه  هیوادوال دې له خوښۍ سړکونو ته راووځي له خوشالۍ د کمرو مخې ته ژاړي. ته له خوشالۍ په کالو کې نه ځایږي او ټول بدن دې له خوشالۍ ریږدي خو دغه خوشالي د ارجنټاین په وړاندې د ګول کولو او یا د بایرین ښار په بایرګارټینز  کې د جشن او مستو خلکو د خوشالۍ له امله نه ده. په حقیقت کې ستا په وجود کې احساسي څپې ته غبرګون دی. ملا دې یخه یخه کیږي، د بریښنا په شان څپې دې په وجود کې منډې وهي او داسې احساس کوې چې د انرژۍ لوېې زیرمې درسره دي. ته دا اړتیا نه لرې چې د دغه احساس لپاره په نړیوالو لوبو کې ګول ووهې، کله چې په کار کې پرمختګ وکړې او یوه لوړه چوکۍ ترلاسه کړې نو همدغسې احساس به ولرې. ستا د ماغزو هغه ژوره برخه په دې نه ده خبره چې دغه خوشالي له فوټباله ده که په کار کې د ترفیع له امله. احساس یو شان دی. که تاسو یوه بریا ترلاسه کړئ خو په مختلفو علتونو ښه او د ارامتیا احساس ونه لرئ نو د رضایت او خوښۍ احساس به ونه کړئ. د خپګان احساس هم همداسې دی. که تاسې له کاره وشړل شئ او که مو د فوټبال لوبه بایلوده خو که ښه احساس ولرئ « مثلاً یو ګیلاس ویسکي مو څښلي وي» بیا به هم داسې وئ لکه په اووم اسمان کې چې ګرځئ.

بد خبر دا دی چې ښه احساس ژر له منځه ځي او ژر یا وروسته خراب احساس ېې ځاي نیسي. ته به ټول عمر د خوشالۍ او نیکمرغۍ احساس ونه کړې حتی که د فوټبال په نړیوالو لوبو کې دې برخلیک ټاکونکی ګول هم وهلی وي. په حقیقت کې به دغه احساس ډیر ژر له منځه لاړ شي. که ما په کار کې تیر کال ترفیع کړې وي او لویه چوکۍ مې ترلاسه کړې وي دغه مقام ممکن اوس هم له ماسره وي، خو د مقام د ترلاسه کولو د خبر له امله خوشالي له څو ساعتونو وروسته له منځه تللي وي. که زه غواړم بیا دغسې یو احساس ولرم نو باید بیا دغسې یوه بله ترفیع وکړم او بل لوړ مقام ته ورسېږم او همداسې نور او نور… او که ما پرمختګ ونه کړنو تر هغه به ډیر خوابدی او غوصه وم چې یو عادی مامور وم او فکر به کوم د سیسټم یوه وړه پرزه یم.

دا ټول د تکامل د پروسې له امله کیږي. له ډېرو پخوانیو نسلونو د انسان بیولوجیکي او بیوکیماوي جوړښت په دې ډول عیار شوی دی چې ځان وساتي او خپل نسل زیات کړي د دې لپاره نه دی عیار شوی چې خوشاله او نېکمرغه واوسو. زموږ د بدن ټول جوړښت په چاپریال کې د بقا لپاره کار کوي. دغه بیولوجیکي او بیوکیمیاوي سیستم تل هغه څه هڅوي او انعام ورکوي چې موږ وژغوري او نسل مو وساتي. دغه حالت ښه احساس له ځان سره لري خو دا کار سطحي دی او د خرڅلاو اعلان ته ورته وي. موږ ټوله ورځ منډې وهو چې ډوډۍ تر لاسه کړو او ودونه وکړو دا کار د دې لپاره کوو چې خوشاله واوسو او هوساینې ته ورسیږو، د لوږې د ناوړه احساس مخه ونیسو، له ډوډۍ خوند واخلو او د سکس په وسیله خوندور اورګازم ته ورسیږو، خو د خوړو خوند او د سکس خوندور ارګازم ډیره موده دوام نه کوي او که غواړو بیا دغه خوندونه تجربه کړو باید نورو ښو او ډول ډول خوړو او نویو معشوقو پسې وګرځو. څه به شوي واي که د بدلون یا میوټیشن په نتیجه کې داسې یو سنجاب رامنځته شوی واي چې د یوه چهار مغز یا غوز په خوړلو سره ېې د خوند یو تلپاتې احساس درلودی؟ له تخنیکي پلوه د سنجاب د ماغزو په حجرو کې په لږ بدلون سره دغه کار ممکن دی. خداي خبر ښايي څو میلیون کاله مخکې داسې نیکمرغه سنجاب موجود ؤ؟ په هر حال دغسې یو سنجاب به ډیر لنډ خو نیکمرغه ژوند درلودی. بیا به د بل چهار مغز د لټون هڅه پاي ته رسیدلې واي. ځکه کله چې خوند دایمي شي د بل او لا خوندور شي لټون هم پاي ته رسیږي. دغه نیکمرغه سنجاب به له دې وروسته د نورو غوزانو لټون ونه کړي او د بلې معشوقې یا معشوق لټه خوبه بیخي هم ونه کړي. خو هغه سنجاب چې د یوه چهارمغز له خوړلو پنځه دقیقې وروسته بیا وږی شي او په بل خوند پسې وګرځي دا د ژوندي پاتې کیدا او د نسل د دوام لپاره ډیر چانس لري. په همدغسې یو دلیل انسان هم ډیر لږ په شته خوړو، ښه کار او مقام لږ راضي کیږي او تل ښه کار، لوي کور او ښکلې میرمنې او ښکلي میړه پسې ګرځي. که دغه خوندونه او خوشالۍ دایمې واي د نورو لټون به مو نه واي کړاي. ښايي ځینې ووایي دا بده خبره نه ده، ځکه چې خوښي او نیکمرغي په خپله هدف نه دی بلکه د خوښۍ په لور مزل اصلي هدف دی. د ایوریست غره څوکې ته ختل او مزل کول خوندور دي نه دا چې یوازې د غره په څوکې ودریږې. له مئین او مئینې سره خبرې او عشق تر ارضا کیدا او ارګازمه خوندور وي، په لابراتوارونو کې عملي تجربې تر دې ډیر خوند کوي چې د یوې موندنې لپاره  جایزه او انعام سړی خوشالوي. خو دغه چاره اصلي تصویر نه بدلوي. دا موږ ته راښيي چې تکامل د بېلابېلو خوښیو او انعامونو په مرسته انسان کنټرولوي. تکامل یا«ٍEvolution» کله انسان په خوښیو اوهوساینې سره یرغمالوي، او کله هم زموږ احساسات د ولولو او خوښیوو لپاره تحریکوي.

 کله چې یو ژوی د کوم شي په ښکار او لټه کې وي چې د ژوندي پاتې کیدا او د نسل د بقا امکان برابروي «لکه خواړه، د ژوند ملګری یا ملګرې، او ټولنیز موقف» په ماغزو کې ېې د ولولې او بېدارۍ احساس رامنځته کیږي او دغه احساس د دې سبب کیږي چې ژوی نورې هلې ځلې هم وکړي ځکه چې دغه خوندور احساس ېې ورسره نور هم زیاتیږي. په یوې معتبرې څېړنې کې  څېړاندو د موږکانو په ماغزو یو ډول الکټرودونه  ونښلول او دا امکان ېې برابر کړ چې  کله به ېې په یو پایډل پښه ووهله نو خوند به ېې ورکاوه ، په دې ‌ډول ېې په موږکانو کې د شوق یو احساس را پیدا کړ. وروسته ېې موږکانو ته په یو وخت د خوړو او د لوبې د پایډل د ټینګولو امکان برابر کړ. موږکانو پایډل ته تر خوړو ډیره تلوسه وه او دومره لوبې به ېې وکړې چې له لوږې به راولویدل.۳۷

بیخي لکه ماشومان چې کمپیوټري لوبو ته تر ډوډۍ خوړلو ترجیح ورکوي چې څومره وږي هم شي ډوډۍ ته په خپله نه راځي.

 انسانان هم  ښایي د لوبې شوق او خوښۍ ته تر هوساینې ډیره ترجیج ورکوي. هغه څه چې په انسان کې لوبې تر استراحت او ارامتیا ډیر مینه او شوق پیدا کوي د انعام د ترلاسه کولو احساس دی. هره لوبه د انعام او جایزو په اساس په زړه پورې شوي وي. کله چې د غره ختلو سیالي، له مخالف جنس سره مینه کول، ویډیوګیم او نورې لوبې د انعام او جایزو په ځاي له ځان سره یوازې سټرس، ستوماني، نهیلي او ناسم احساس ولري نو هیڅوک به دغه کارونه ونه کړي.۳۸

د شوق او خوشالۍ دغه پرله پسې احساس چې د سیاليو او لوبو په نتیجه کې ډیر ژر رامنځته کیږي په همدې اندازه ډیر ژر له منځه هم ځي. یو «ډون ژوان» له لنډمهاله سکس څخه خوند اخلي او له سکس سمدستي وروسته هر څه هیروي، « ډون ژوان هغه کس ته ویل کیږي چې له مختلفو مېرمنو سره له جنسي اړیکې خوند اخلي خو نورې عاطفي اړیکې ورسره نه شي ټینګولی: ژباړن » یو سوداګر د «ډاون جانز» د ونډو د ګراف د لوړیدا او ټیټدیدا له لیدو خوند اخلي او نوکان ورته چیچي، د ویډیوګیم یو لوبغاړی د ټیلویژن په پرده د یوه ناسم کرکټر او بدمعاش له وژلو خوند اخلي خو هغه چې پرون ېې وژلي او خوند ېې ترې اخیستی نن ېې په زړه هم نه وي. د پورتنۍ څېړنې د ګډونوالو موږکانو په شان چې د پایډل له وهلو خوند اخلي یو «ډون ژوان»،  یو سوداګر او د کمپیوټري لوبو تر سره کوونکی هره ورځ یو نوي شوق او پایډل ته اړتیا لري. له بده مرغه تمې او خواهشات له ننیو شرایطو سره برابریږي او د پرون ورځې چلېنجونه او خوندونه نن ستومانه کوونکي شي. ښایي د نیکمرغۍ او خوښۍ کنجي نه په سیالیو کې وي او نه هم په مډالونه او انعامونه کې، بلکه دغه کنجي ښایي د شوق او ارامتیا د انډول ساتل او د دواړو یو انډول او متعادل ترکیب وي. خو له بده مرغه موږ اکثره د سترس او ستومانۍ تر منځ ځو او راځو له همدې امله په دواړو حالتونو کې خوشاله نه یو.

که د څېړاندو دغه خبره سمه وي چې نیکمرغي د انسان له بیولوجیکي او یا بیوکیمیاوي سیستم سره تړاو ولري نو تر ټولو غوره لاره دا ده چې دغه سیستم بدل کړو. اقتصادي وده، ټولنیز اصلاحات او سیاسي انقلابونه باید هېر کړو: د انسان بیوکیمیايي سیستم باید اصلاح کړو او په نړیواله کچه د خوشالۍ او نیکمرغۍ کچه لوړه کړو. په حقیقت کې انسان په تیرو لسو کلونو کې همدغه کار کړی دی. پنځوس کاله مخکې د رواني درملو خوړل یوه تابو او شرم ګڼل کېده خو نن سبا د دغو درملو خوړل شرم او عیب نه دی. ډیری کسان دغه رواني درمل کاروي، یوازې د دې لپاره نه چې رواني او عصبي ناروغۍ معالجه کړي بلکه د دې لپاره ېې هم کاروي چې ورځني فشارونه، ډپرشن او ژر تیریدونکې میلانکولي معالجه کړي. د ښوونځي زیات شمېر ماشومان نن سبا د ریټالین په شان تحریک کوونکي درمل کاروي. په۲۰۱۱ کال کې درې نیم میلیونه امریکايي ماشومانو ته چې د تمرکز ستونزه او له حده زیات فعالیت (Attention Deficit Hyperactivity Disorder) ADHD لري دغه درمل وکړل شوي دي. په بریټانیا کې دغه اندازه په ۱۹۹۷ کال کې له ۹۲ زرو کسانو په ۲۰۱۲ کال کې اوولکه شپږاتیا زرو ته رسیدلې وه.۳۹

  د دغو درملو د استفادې موخه د هغو کسانو معالجه وه چې تمرکز نه شي کولی خو نن سبا ډیر روغ ماشومان هم دغه درمل کاروي ترڅو ښه تمرکز وکړاي شي او د پریزنټیشن ښه وړتیا پيدا کړي او د ښوونکي او یا هم میندو او پلرونو د توقعاتو وروستي حد ته ځان ورسوي.۴۰

 ډیر کسان د دغسې پرمختګ مخالفت کوي او انتقاد کوي چې ستونزه په ماشومانو کې نه، بلکه په تعلیمي نصاب او سیستم کې ده. که ماشوم د تمرکز له نه شتون، سترس او خرابو نمبرو کړیږي، ښه به دا وي چې د ښوونې او روزنې پرمختللی او پیچلی سیستم، له زده کوونکو ډک ټولګي او د ژوند عجیب او غریب هیجان او سترس بدل او کم کړو. ښه به نه وي چې د ماشومانو د بدلولو په ځاي ښوونځي بدل کړو؟ وبه ګورو چې دغه په زړه پورې بحث چېرته رسېږي. انسانانو د تعلیمي سیستم په هکله له زرګونو کلونو راهیسې جنجالونه کړي. په پخواني چین او د ملکې ویکټوریا د زمانې په بریټانیا کې هر چا خپل ځانګړی تعلیمي سیستم درلود او پر نورو تعلیمي نظامونو ېې نیوکې کولې خو تر نن پورې ټول په یوه شي یوه خوله وو: موږ باید ښوونځي بدل کړو ترڅو سم تعلیمي سیستم رامنځته کړو، خو نن سبا د بشریت په تاریخ کې داسې کسان ډیر دي چې باوري دي که د زده کوونکو بیوکیمیکل او بیولوجیکي حالت بدل شي تر ټولو غوره اغیز به ولري.۴۱

په پوځي برخه کې هم کیسه همداسې ده: په عراق کې ۱۲ په سلو کې او په افغانستان کې ۱۷ په سلو کې امریکايي عسکرو د خوب یا ډپرشن ضد درمل خوړلي چې د جنګ فشارسټرس او کړاوونه کم کړي. ډار، ډپرشن او روحي صدمه یا ټروما د لاسي بمونو، مینونو او موټربمونو له امله نه وي بلکه دا د هورموني، عصبي ترانسمیټرونو او عصبي شبکو له امله رامنځته کیږي. ممکن دوه عسکر اوږه په اوږه په یوه سنګر کې ولاړ وي خو په دوي کې ممکن یو په جنګ کې له ویرې ریږدي او له جنګه کلونه وروسته هم د ډار احساس لري، خپل کنټرول له لاسه ورکوي او د شپې له خپسې را ویښېږي، خو دا بل ممکن هیڅ ډار نه لري او د مېړانې مډال هم ګټي. د دغو دوعسکرو توپیر په بیوکمیکل یا د بدن بیو کیمیاوي جوړښت کې دی. که انسان داسې یو میتود او روده پیدا کړي چې دغه کیمیاوي جوړښت کنټرول کړي نو خوشاله او ډیر فعاله عسکر به تولید کړي او پوځي سیستم به ېې اغیزمن وي. ۴۲

دغه بیو کیمیکل فکتور په ټوله نړۍ کې په جنايي جرمونو کې اغیزمن عامل ګڼل شوی دی. په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا په ټولو فیډرالي جیلونو کې  له موجودو بندیانو نیمايي د مخدرو توکو په وجه بندیان شوي وو، په ایټالیا کې ۳۸ په سلو کې مجرمان له مخدره توکو سره د اړوندو جرمونو په خاطر بندیان شوي، او د بریټانیا په سلو کې ۵۵ بندیانو داسې جرمونه کړي چې د نشه ییزو توکو له پیر، پلور او استفادې سره په یو ډول تړاو لري. په ۲۰۰۱ کال کې یوه ترسره شوې څېړنه وايي چې د استرالیا په محکمو کې له ثبت شویو جرمونو دوه شپېته سلنه هغه وخت ترسره شوي چې مجرم د نشه اي توکو تر اغېز لاندې و. ۴۳

خلک الکول څښي چې هر څه هېر کړي، چرس د ارامتیا لپاره، میټامفیټامین او کوکاین د تمرکز او پر ځان د باور د زیاتولو لپاره کاروي. په داسې حال کې چې اکستازی هیجان رامنځته کوي او ایل ایس ډي  تاسو د (Lucyin the Sky With Diamonds) سندرې ته بیايي.« دا د بیټل د ډلې یوه سندره ده چې جان لنن جوړه کړې وه اوله جوړیدا وروسته اوازه وه چې د سندرې عنوان د LSD  مخفف دی او په یو ډول دغو مخدرو توکو ته سړی هڅوي او یا دې ته ورته خیالونه یا هلوسینیشن  رامنځته کوي: ژباړن ». ځینې کسان هڅه کوي خوښي او نیکمرغۍ ته رسېدل  په لنډه لاره او د کیمیاوي موادو په وسیله ېې تر لاسه کړي په داسې حال کې چې نور د خوشالۍ متعادل دوز ته د رسېدا لپاره تعلیم کوي، کار پیدا کوي او کورنۍ جوړوي. دغه حالت زموږ ټولنیز او اقتصادي نظم ته یو ستر ګواښ دی له همدې امله حکومتونه د دغو کمیاوي توکو او مالیکولونو په وړاندې مرګونې خو بې نتیجې مبارزه کوي.

 حکومتونه د خوښۍ لپاره د دې بیوکمیکل لټون انډول غواړي ځکه خو په بېلا بیېلو چلولونو او ادلون بدلون سره دغه شیان په دو «ښو» او «بدو» ویشي. د ښو او بدو دغه کرښې ډیرې روښانه دي: هغه بیوکمیکل مواد چې سیاسي ثبات، ټولنیز نظم او اقتصادي وده له ځان سره لري ښه دي اواجازه ېې شته او په لږ تغییر او بدلون سره ترې کار اخیستل کیږي لکه د ADHD یا له حده زیات فعاله ماشومان پرې اراموي او یا دا چې په عسکرو کې ویره پرې کموي. که د دغو مخدره توکو په بدلون سره داسې توکي ترلاسه شي چې ثبات او وده ګواښي پر هغو بندیز وي. خو هر کال، څېړنیزو مرکزونو، لابراتوارانو، د فارمسي کمپنیو ته نوي مواد راځي نو د حکومتونو او بازار اړتیاوې تل بدلېږي. کله چې د خوښۍ او نیکمرغۍ دغه لټون پراخ او چټک شي نو سیاست، ټولنه او اقتصاد به ورسره بدل شي او بیا به ېې کنټرول سخت وي. دغه راز دغه نشه ییز توکي یوازې یو پیل دی په لویو څېړنیزو لابراتوارونو او مرکزونو کې له وړاندې څیړاند په داسې څېړنو او پلټونو لګیا دي چې د انسان بیوکمیکل جوړښت بدلوي. د مثال په توګه په ماغزو کې  خاصې برخې ته برقي محرک لېږي او یا په جېنیتیکي بدلونونو سره د بدن بیوکيمیکل او بیولوجیکي جوړښت په خپله خوښه بدلوي. دا چې په کوم ډول او روده دغه کار کیږي خو په ټول کې د خوښۍ او نیکمرغۍ لپاره هلې ځلې پیل شوي دي خو دغه کار به په بیوکمیکل رودو سره اسانه هم نه وي ځکه چې د ژوند اساسي جوړښت بدلون ته اړتیا لري. خو کلونه وړاندې همدغسې له لوږې، وبا او جنګ سره مبارزه او د دغو ښکارندو ختمول هم نا شونې ؤ. لا به ډیر وخت ته اړتیا ولرو چې انسان نیکمرغۍ ته د رسیدا په دغو بیوکمیکل رودو پانګوونه وکړي. ځینې ادعا کوي چې نیکمرغۍ ته رسیدل دومره مهم هم نه دي او دا به سمه هم نه وي چې دا د بشریت اصلي هدف وي. ځینې نور ممکن په دې خبره قانع وي چې نیکمرغي اساسي هدف کیداي شي خو دغه بیوکمیکل تعریف نه مني چې خوښي او نیکمرغي د یو ډول کمیاوي تغییراتو په نتیجه کې د ارامښت احساس دی.

کابو۲۳۰۰ کاله مخکې ایپيیکور په خپلو نظریو کې خبرداری ورکړی ؤ چې که څوک د خوښۍ په لټون کې افراط وکړي نو ډیر امکان شته چې د نیکمرغۍ په ځاي بدمرغۍ ته ورسیږي. څو سوه کاله مخکې بودا تر دې هم  په افراطي نظر سره ډګر ته راودانګل. هغه ادعا وکړه چې د خوښۍ د احساس لټون په حقیقت کې د کړاو سرچینه ده. دغسې احساسات یوازې بې معني څپې دي. کله چې موږ دغه احساس ته رسېږو لا مو ترې خوند نه وي اخیستی چې نور غواړو. دا مهمه نه ده چې د خوښۍ او نیکمرغۍ څومره احساسات ما درلودلي دي هیڅ یو ما نه شي قانع کولی. که نیکمرغي د خوشالۍ تیریدونکی احساس او تجربه وبولو، نو موږ تل په یو پسې بل او په بل پسې بل غواړو، نو د دغه احساس له دوامداره لټون پرته بله چاره لرم؟ کله چې ور رسېږم دغه احساس بېرته  ډیر ژر له منځه ځي، له دې چې د پخوانۍ خوښۍ د احساس یادونه ما ته کافي نه وي، نو مجبوره یم بیا او بیا هلې ځلې وکړم. له دې سره سره چې څو لسیزې پر له پسې ما دغه هڅه کړې خو هیڅکله دایمي نیکمرغۍ ته نه یم رسیدلی. بر عکس چې څومره د دغه احساس او خوند لپاره هلې ځلې کوم هومره سټرس پیدا کوم او ناراضي کیږم. که انسان غواړي دایمي نیمکرغۍ او خوشالۍ ته ورسیږي باید د خوښۍ او نیکمرغۍ لټون کم کړي. ځکه چې څومره هڅه کوې چې خوشاله شې هومره ناارامه کیږې. د نیکمرغۍ په هکله د بودایانو دغه نظریه  د خوشالۍ له بیوکمیکل نظریې سره ډیر ورته والی لري. دواړه دا خبره کوي چې نیکمرغي او خوشالي چې څومره په منډه راځي هومره په منډه بیرته له لاسه ووّځي. او انسان چې هرڅومره د نیکمرغۍ د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي بیا به هم دایمي خوشالي ترلاسه نه کړي او په دغې سیالۍ کې به ناراضه وي. د دغو دو نظریو په اساس دغه ستونزه په حقیقت کې دوه بیخي بېلابېلې حل لارې لري. بیو کیمیکل حل لاره ېې دا ده چې په کیمیاوي درملنې او محصولاتو سره د خوښۍ احساس زیات کړو او په دې حد کې ېې وساتو چې ورسره ژوند وکړای شو او ټول عمر دغه مواد له جانبي عوارضو پرته راسره وي. خو بودا وړاندیز کوي چې حرص او د خوښۍ لپاره هلې ځلې کمې کړئ او اجازه مه ورکوئ دغه احساس ستاسو ژوند کنټرول کړي. بودا سپارښتنه کوي چې خپل مازغه داسې وروزئ چې تل څارنه وکړي چې کله دغه احساس اوج ته رسیږي او کله بېرته راټیټېږي. کله چې ماغزه زده کړي چې دغه احساسات څنګه د بې معني څپو په شان لوړې او بېرته ټیټې شي نو له دې وروسته به ډیرې هلې ځلې نه کوي او علایق به مو ورسره کم شي. دا څه معني لري چې په داسې شي پسې لالهانده ېې چې په منډه راڅرګند شي او بېرته په یوه شېبه کې له منځه لاړ شي؟ حاضر دمه انسان د خوښۍ له بیوکیمیکل حل  سره علاقه لري. دا ورته ارزښت نه لري چې د هیمالیا په  سمڅو کې راهبان، او یا په  The Ivory Tower ( یو میتافوردی اوهغه ځاي ته ویل کیږي چې هلته فیلسوفان له دنیايي اندیښنو لرې پر مسلو بحث کوي. ژباړن) کې فیلسفوان څه وايي. ځکه چې زیاتېدونکي کپیټلیستي زبر ځواک ته نیکمرغي او خوشالي خوندوره ده او بس. ځکه د هر کال په تېریدا سره د ناخوالو او بدو احساساتو په وړاندې زموږ زغم په کمیدا دی، او د ښه احساس او خوښۍ لپاره مو تلوسه او هیله په ډېرېدا ده. ساینسي څېړنې او اقتصادي فعالیتونه همدې ته متوجه دي او دا ېې اصلي موخه ده. د هر کال په تېریدا سره نوي او ښه درد ضد درمل جوړیږي، د ایس کریم خوندونه ورځ تر بلې نوې کیږي او بدلیږي، د ارامه توشکو په تولید کې هم سیالي سخته ده او هره ورځ هوسا توشکې او دغه راز د سمارټ تیلفونونو داسې  لوبې جوړیږي چې  تر پخوا ژر سړی پرې روږدی کیږي او یوه شیبه هم انسان خلق تنګۍ ته نه پریږدي حتي کله چې څو شیبې د بس تمځي کې بس ته په تمه ېې هم له موبایله خوند اخیستیلی شې. له دې ټولو سره سره طبعن دا ټول شیان هم کفایت نه کوي. له دې چې د تکامل او د بقا د راز له امله د انسان جوړښت دا سې نه دی جوړ شوی چې له یو شي دایمی خوند او خوښي تر لاسه کړي او کله چې انسان ورځ تر بلې ورته تږی کیږي نو دغه تنده د ایس کریم په ډول ډول والي او پرمختللو کمپیوټري لوبو سره نه ماتیږي. ځکه خو دا اړتیا پیښیږي چې خپله بیوکیمیکل سیستم ورته بدل کړو او خپل بدن او ذهن ورته له سره برابر کړو. دا هغه څه دي چې کار پرې روان دی. ته دا حق لرې چې دغه کار سم یا ناسم وبولې. خو دا خبره یقیني ده چې په یو ویشتمه پیړۍ کې به ترټولو ستره پروژه د ځمکې پر کُره د تلپاتې نیکمرغۍ راوستل وي او د دې کار لپاره به د هومیو ساپینس یا نني عاقل انسان په جوړښت کې په  انجنیرینګ یا مهندسي کول سره ځان ابدي خوشالۍ او نیکمرغۍ ته ورسوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب