Homeخبرونهعراق کې د کورونا ناروغانو روغتون اور اخیستی

عراق کې د کورونا ناروغانو روغتون اور اخیستی

تاند (یکشنبه، ثور ۵مه) راپورنه وايي، د عراق په پلازمېنه بغداد کې تېره شپه سهار ناوخته په هغه روغتون کې اور لګېدنه رامنځته شوه، چې د کورونا د ناروغانو لپاره ځانګړی شوی و.

د لومړنیو مالوماتو له مخې، اورلګېدنه په روغتون کې د اکسیجن د ډبو د چاودلو له امله رامنځته شوې ده.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ويډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د اور وژنې ډله د اور وژلو هڅه کوي او خلک له روغتون څخه د تېښتې په حال کې دي.

په بغداد کې د ملکي دفاع برخې مشر ډګروال کاظم بوهان حکومتي رسنیو ته ویلي، له ۱۲۰ کسانو ۹۰ ناروغان او د هغوی پایوازنان ژغورل شوي دي.

د کاظم بوهان په خبره، د اور وژنې ډله نن سهار مهال وتوانېده، چې اور کابو کړي، خو لا تر اوسه روغتیا وزارت د وژل شویو او ټپیانو دقیقه شمېره نه ده اعلان کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...