جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد عامر خان د لور بې باکه عکسونو خپرولو هندي مسلمانان غوصه...

د عامر خان د لور بې باکه عکسونو خپرولو هندي مسلمانان غوصه کړي

تاند ( یکشنبه، د غویی ۵)  د بالیووډ فلمونو مشهور او مسلمان اداکار عامر خان لور په خپل انستاګرام داسې بې باکه عکسونه خپاره کړي چې هندي مسلمانان یې غوصه کړي دي.

د عامر خان د لور ایرا خان دا عکسونه دومره بې باکه دي چې حتا ټول وجود یې ترې ښکاري؛ ځکه خو یې د مسلمانو مینووالو غبرګونونه هم پارولي دي.

ایرا خان که څه هم په فلمونو کې کار نه کوي، خو وخت ناوخت په انسټاګرام پاڼه عکسونه خپروي.

هغه چې خپله ورزشکاره ده د خپل ورزش د فعالیتونو عکسونه او دغه راز لنډې ویډیوګانې یې په انستاګرام خپریږي.

د دې تر څنګ د مسلمان اداکار عامر خان لور ایرا خان د خپل ملګري (انډیوال) سره ګډ عکسونه هم خپروي.

ایرا خان تازه دوه داسې عکسونه خپاره کړي چې تنا یې یو جالي کمیس اغوستی؛ خو هغه هم تش په نوم دی او د هغې بدن يې نه دی پټ کړی.

عامر خان چې یو مسلمان اداکار دی او تر ډېره د نورو مسلمانو لوبغاړو په پرتله ځان ډېر دین دار ښیي د لور دې کار يې سخت خلک غوصه کړي دي.

د دوی مسلمانو مینووالو په خپلو ټولنیزو پاڼو د دوی دا چاره غندلې او زیاته کړې یې ده چې د یو مسلمان لور ته دا ډول عکسونه په خاص ډول د روژې په میاشت کې خپرول نه وو په کار.

د یادولو وړ ده چې ایرا خان له څو کلونو راهیسې د ډپریشن ښکار وه، چې د هغې په اړه یې هم څو ویډیوګانې خپرې کړې وې، خو اوس هغه له ډپریشن رغېدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب