Homeخبرونهله افغانستان څخه د سرتېرو ویستل پر ځای اقدام دی

له افغانستان څخه د سرتېرو ویستل پر ځای اقدام دی

تاند (یکشنبه د ثور ۵مه) د امریکا پخواني لوړپوړي ديپلومات، له افغانستان څخه د سرتېرو د ویستلو په تړاو د جو بایډن پرېکړه ستایلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني جمهوريپال وزیر جیمز بیکر، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان څخه د سرتېرو د ویستلو پرېکړه یو زړه ور اقدام دی.

د بیکر په خبره افغانستان د ټولو بهرنیو سرتېرو لپاره یو خطرناک هېواد دی او څومره ژر چې له دغه هېواد امریکايي عسکر وځي د امریکا په ګټه دي.

بیکر وایي دغه هېواد په وچه کې حصار دی، پېچلې لارې او درې لري او هوښیاران له دغه هېواد سره کار نه لري.

نوموړي د سرتېرو د ایستلو په اړه د بايډن پرېکړه ستایلې او هغه یې له زړه ورتیا ډک اقدام بللی دی.
بل لور ته بیا امریکايي شنونکي او د افغانستان د مسایلو څارونکي وایي چې د افغانستان پر ګاونډیو باور نه دی په کار.

مایکل روبین چې د افغانستان په اړه لیکنې کوي او دلته وضعیت څاري ویلي یې دي، که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي نو د دغه هېواد ګاونډیان به هلته مداخله وکړي او د جګړو د شدت سبب به شي.

هغه همدا راز ویلي، چې طالبان د سولې په برخه کې رښتیني نه دي، له همدې امله په هره وړه بهانه د مذاکراتو له مېز تښتي او شرایط وړاندې کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن شاوخوا دوه اونۍ وړاندې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه، چې د روان میلادي کال د سپټمبر تر یولسمې نېټې به له افغانستان څخه وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...