پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د بدن د بد بوی د مخنیوي لارې چارې

د بدن د بد بوی د مخنیوي لارې چارې

تاند ( یکشنبه، د غویی ۵)  ځینې خلک د بدن بد بویي لري او په خاص ډول یې د ګرمي په موسم کې د وجود له خوله کېدو سربېره د بدن بد بوی ځوروي.

د بدن بد بویي یا خوله کېدل هم یوه سخت تکلیف دی چې ډېری خلک ترې ځوریږي؛ خو روغتیا پوهانو یې د مخنیوي لپاره ځېنې لارې چارې په ګوته کړي چې په وینا یې د بدن د بد بوی مخه نیسي.

دوی وایي، کېدای شي کله کله د بدن پاکۍ ته د بشپړې پاملرنې سره سره بیا هم ستاسو د بدن بد بوی تاسو وځوروي خو وایي، کېدای شي لامل یې هغه خواړه وي چې تاسو یې خورئ.

پوهان د چارلز پراګ پوهنتون د څېړونکو د یوې تازه څېړنې له مخې وایي، هر هغه څوک چې ډېره اندازه سره غوښه خوري بدن یې ډېره خوله او ډېر بوی کوي.

خو دوی وایي، دې څېړنه کې موندل شوې چې هغه کسان چې له شنو سبو ډېره ګټه اخلي نو د بدن خوله او بوی یې د هغوی په پرتله خورا کم او ان بیخي له منځه ځي.

دوی زیاتوي چې د غوښې ترڅنګ د يو شمېر نورو خوړو خوړل هم د خولې او بدن بد بوی لامل کېږي.

دوی د بدن د خوله کېدو او بد بوی د لاندې خوړو ډېر استعمال په ګوته کوي.

۱ – قهوه
ایا د هغو کسانو له ډلې ياست چې ورځ د قهوې په څښلو پیلوئ؟ يا د هغو کسانو له ډلې ياست چې د ورځې په اوږدو کې څو څو ځلې قهوه څښئ؟ که دا ځانګړنه لرئ نو پوه شئ چې ستاسو د بدن د بد بوی لامل د قهوې ډېر څښل دي. قهوه د کافیين يو لويه سرچینه ده نو له همدې امله څښل یې د خولو لامل کېږي.

۲- هوږه
اوږه د خولې د بد بوی لامل کېږي. له دې سره د اوږې خوړل د بدن د بد بوی لامل هم کېږي.

۳- پياز
پياز هم د هوږې په څېر د هغو خوړو له ډلې دی چې روغتیا ته ډېره ګټه لري او همدارنګه ډېری خلک په خپلو خوړو کې ورڅخه ګټه اخلي. خو د پیاز خوړل د پوستکي او ساه د بد بوی لامل کېږي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې په خام بڼه وخوړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب