Home+آی پي اېل: نن چینای له بنګلور او حیدراباد له ډیلي سره...

آی پي اېل: نن چینای له بنګلور او حیدراباد له ډیلي سره لوبېږي

تاند ( یک شنبه، د ثور ۵مه) د هند په سوداګریز لیګ کې نن د اپرېل په ۲۵ مه دوه لوبې ترسره کېږي.

په ۱۹مه لوبه کې چینای سوپر کېنګز  له رایل چلېنجرز بنګلور سره او دغه راز په ۲۰مه لوبه کې سنرایزر حیدراباد لوبډله له ډیلي کاپیټلز سره لوبېږي.

د یاد لیګ په ۱۸مه لوبه کې راجستان رایلز لوبډلې کلکتې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې راجستان د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې وکړې.

راجستان رایلز لوبډلې په نولسم اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.

لوبډلمشر سنجو سمسون ۴۲ ناسوځېدلې، جېسوال ۲۲ او شیوام ډوبی هم ۲۲ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...