Home+د یو ناروغ په خېټه کې ۲۳۰ میخونه او ښېښې

د یو ناروغ په خېټه کې ۲۳۰ میخونه او ښېښې

تاند ( یکشنبه، د غویی ۵)  راپورونه وایي، د سعودي عربستان په جده ښار کې د یو رواني ناروغ له خېټې څخه د بریالي عملیات په ترڅ کې ډاکټرانو ۲۳۰ میخونه او ښېښې ویستي دي.

د راپورونو له مخې، ناروغ جدي و نو ډاکټرانو یې هم سمدستي عملیات کړی چې په ترڅ کې یې د دې ناروغ له خېټې ۲۳۰ میخونه او ښېښو مختلفې ټوټې ویستي دي.

د سعودي عربستان د روغتیا وزارت هم دا پېښه تایید کړې ده.

د دې هېواد د روغتیا وزارت زیاته کړې چې یو رواني ناروغ د درملنې لپاره د جده په نوم روغتون ته وړل شوی و چې اوس په ټپي حالت کې روغتون کې بستر دی.

راپورونه دغه راز وایي، د طبي معاینې وروسته ، ډاکټران هم دې چارې ته حیران شوي چې د نوموړي په معده کې څنګه بې شمیره میخونه او د ښېښو ټوټې پاتې دي.

راپورونه کاږي چې د ناروغ وضعیت په لیدو ، ډاکټرانو پریکړه وکړه چې په سمدستي ډول دې عملیات وکړي.

د معلوماتو له مخې، ډاکټران له یوه اوږده عملیات وروسته په دې توانیدلي چې د هغه له خېټې ۲۳۰ میخونه او د ښېښو ټوټې وباسي.

ډاکټرانو دا هم ویلي چې اوس مهال د ناروغ وضیعت د ډاډ وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...