شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او نړۍ د کیدونکي تعامل پر وړاندې د ملا هبت...

د افغانستان او نړۍ د کیدونکي تعامل پر وړاندې د ملا هبت الله د ډلې د خنډونو دوام

تاند (پنجشنبه، د قوس ۹ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده له تر ټولو نېږدې کسانو ګڼل کیږي، په پارونکو خبرو کې بیا له افغانستان سره د نړیوالو د کېدونکي ملاتړ پر ضد خبرې کړي.

شېخ ندیم په یوه غونډه کې د خبرو پر وخت ویلي چې دوی به نړۍ هغو غوښتنو ته تسلیم نه شي چې د اسلام خلاف وي او دوی ته د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره یې وړاندې کړل شي.

هغه نه ده په ډاګه کړې چې د نړۍ دا غوښتنې به څنګه او څوک معلوموي چې د اسلام ضد دي او کنه دي؟

ندا محمد ندیم له زیاتو جزیاتو پرته وویل: نړۍ غواړي د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې د عنعناتو خلاف غوښتنې پر اسلامي امارت تحمیل کړي؛ خو دغه ډول غوښتنې به هېڅکله هم د اسلامي امارت له لوري ونه منل شي.

دغه افراطي طالب چارواکي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې:«غواړي چې خپل فرمایشات پر موږ عملي کړي خو موږ د چا فرمایشاتو ته په هېڅ صورت کې چمتو نه یو. څه چې د دې مسلمانې طبقې، او د مسلمان غیرتمند قوم د دین او عنعناتو تقاضا ده هغه به په افغانستان کې تطبیق کیږي.»

یو شمېر نور طالب چارواکي بیا له نړیوالې ټولنې سره د تعامل پلوي دي او هڅه کوي چې له دغه تعامل سره هم د دوی رژیم رسمیت پیدا کړي او هم افغانستان له نړیوالې انزوا خوندي او له اوسني بشري او اقتصادي ناورین څخه د وتو لاره پيدا کړي.

د طالبانو یو شمېر منتقدان د دوی افراطي چارواکي او مشران نقدوي چې په وینا یې د ملت د بدې ورځې غم ورسره نشته او د خپل قدرت او ایډیالوژیکو خوبونو په نشه کې یې له برخلیک سره لوبې کوي.

دوی د طالبانو له نورو مشرانو غواړي چې د شېخ ندیم په ګډون د ملا هبت الله محدوده افراطي ډله نوره د خپل رژیم او ملت پر برخلیک د لوبو دوام ته پرې نه ږدي او پرې فشار راوړي چې له داسې څرګندونو او دریځ نیولو لاس واخلي.

3 COMMENTS

  1. دا هم د دې هیواد او ملت د بدمرغۍ نښه ده چې واک یې دغسی کسانو په لاس کې اخستی چې نه د ولس په وړاندې خپل مسئولیت پیژنی او نه ورته له خپل ځان نه پرته بل څوک مسلمان ښکاری او نه د خپل سیاست او موقف لپاره کوم قانع کوونکی دلیل لری.
    په اسلامی شریعت کې اجماع امت یو منل شوی اصل دی خو طالبان ترې کاملا منکر دی.
    د الله تعالی فرمان دا دی : څوک چې د مؤمنانو د اجماع په خلاف دریځ غوره کوی ځای یې دوزخ دی چې د اوسیدو لپاره تر ټولو بد او ناوړه ځای دی.
    طالب جانه نور دې خوښه خپله چې خپلې دکتاتورۍ ته د دین قبا وراغوندې که د کلتور او عنعناتو. خو وروستی ورتګ دې د الله تعالی حضور ته دی. تباه او برباد دې وی هغه مستکبرین چې د الله تعالی دین د خپلو ظالمانه خواهشاتو لپاره استعمالوی. او نړۍ ته یې د یوه منحط او وروسته پاتې دین پحیث معرفی کوی.
    و سبعلم الذین ظلموا ای منقلب ینقلبون. د همدغې ورځې انتظار کوه ملا ندیمه!

  2. د ملا نډیم او ملا رباني او احمدشاه مسعود سیاست یو ډول دی ، دوی د خپل پیر ملا آی اس آی په فرمایش وایی :
    اسلام دین ماست ، افغانستان به غین ماست
    د ملا نډیم کوم کار اسلامي ده ؟
    آیا افغانان د تعلیم او انسانیت مخالف دي ؟
    زمونږ خوږ پیغمبر نه دي ویلي چې علم په نارینه او ښځینه دواړو فرض دی ؟
    آیا نه یې دي فرمایلي چې له زانګو تر ګوره زده کړه وکړئ ؟
    یا علم زده کړئ ولو که په چین کې وي ؟
    آیا خدای تعالی نه دي ویلي چې پوه خلک لکه بینا او ناپوه لکه ړانده داسې نه دي؟
    که دا ملا نډیم او ملا هبټ وي د افغانستان حال خراب وینم.

  3. دغو جاهلانو ته یوازې د دین هغه افراطي اړخ ورښودل شوي. په اصلي او سوچه دین نه پوهیږي او نه یې هم ورسره څه کار شته. خو افسوس په دا ملت چې د دغو جاهلانو په اسارت کې پروت دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب