استادشهسوار سنګروال
د مادیانو په پېر کې د اریایي وګړو او خلکو یو ټبر «پارسوا» وو، دوئ هم لکه د اریایانو د نورو څانګو په څېر په څو قبیلو وېشل شوي ول. مادیان په شپږو قبیلو او د هېرودوت په اند «پارسوا» په لسو څانګو ویشل شوي ول، چې له هغو څخه شپږ (۶) قبیلې په کرهڼه بوختې وې. او هم یې ښاری ژوند درلود ،څلورو نورو یې د څاروېیو روزنه په غاړه درلوده او کوچیان ول.
هغوئ چې په کرهڼه بوخت وه، دایمي او ښاري استوګنه یې غوره کړې وه، د پارساه ګاد – مرفیان – ماسپیان – بانتالیان-وروسیان – ګرمانیان پنومونو نامتو ول او هغه قبیلې چې د موسم په بدلون له یوې سیمې نه بلې سیمې ته کوچېدل، د دانیانو dans، مردیانو mordian، دروپیکانو dropicans، او د ساګارتیانو sagartians په نومونو یادېدل.
«هېرودوت نه پرته نورو څېړونکو هم ، پدغه ترڅ کې «اګزنفون Xenophon» یادولی شو، ده د دغو خلکو د قبیلو شمېر ۱۲ دولس په ګوته کړیدی.
له اثوري (اشوری=اسوري) ډبر لیکونو نه څرګندېږي چې له (۷۰۰-۶۰۰ م ز) پورې د پارسوا قومي مشران د اشوریانو ملاتړي ول. ولې د مادیانو دویم پاچا فرورتیش (۶۰۰-۶۳۳ م ز) د ځان تابع کړل.
د پارساګاد قبیلې مشري د هخامنش پلاس کې وه، نو ځکه خو یې پاچایان د هخامنشیانو په نامه یاد شول.
ومووېل، چې د پارسوا قبایل لومړی د اثوریانواو وروسته د مادیانوتر واک لا ندې راغلل خو مخکې له دې چې پار سوا قبایل او هخا منشیان دواک او ځواک څښتن شي دوۍ خپلې ټولنیز پرېکړې دقومې جرګو له لارې کولې … په سرکې دوۍ دقومي مشرانویوه پیاوړې قو مي شورا در لوده ، هخامنش دپارساګاد رییس ټا کل شوی و .
ده په ډېرې هوښیارۍ دپا رسا بیلا بېل قبایل راټول کړل ، لومړی له خپلو تربورانومادیانوسره اړیکې خوږې کړې او بیا یې دېته زمینه برا بره کړه ،چې دسلطنت چا رې سېروس ته ورسېږي …
دهېرودوت دکیسې پر بنسټ ( هېرو دوت ،وګورۍ ،۸۶ …مخ ) چې کله په ۵۵۳ م ز کال سېروس ، چې « استیاک » تسلیم کړ، د هخا منشیا نو تا ریخي پېرشروع شو … د« نابونید » د ډبر لیک له مخې ډاګیزه شوېده ،چې هخا منشیا نو سلطنت ، به دغه وخت کې تر ډېره بریده ملي او سیمه ییزه بڼه درلوده … تر ۵۴۹م زکال دده واکمني په یوشمېر سیمو پورې تړلې وه او دی د« انشان » یا سوزیان پا چا پنوم یا دېده ،چې دغه ټوله سیمه د« شوش » څخه عبارت وه. هغه وخت چې همدان یې ونیو (۵۵۰ م ز ) ورورو یې واک او ځواک پراخ شو او په ۵۴۶م ز دپارس دباچاهۍ تاج په سر کړ …
هخا منشیان له یوې خوا دمادیانو دواک پر وړاندې ، که څه هم چې دوۍ په سرکې دهغوۍ امیران وو،ودرېدل او له بلې خوا یې لو دیځ لورته او هم یې دختیځوار یا یا نويا نې د اوسني افغا نستان پرضد بریدونه شروع کړل، چې په پای کې همدلته ووژل شو، دا چې څرنګه ووژل شو، لنډه یادونه کوو
د سیروس (کوروش) واک او د هغه وژنه
د هخامنشیانو ستر واکمن سیروس (کوروش) ګڼل کېږي او دی ددې سلطنتي کورنۍ اووم پاچا بلل شویدی. ده په لږ وخت کې ډېرې بریاوې تر لاسه کړې او ډېر فتوحات یې وکړل، چې موږ په سرکې همدغه د ماد سلطنتي کورنۍ یادولی شو، چې پارسیانو د دوی واک ته د پاې ټکی کېښود او دوئ هغه هخامنشي پاچایان وه (۷۰۰ م ز) چې د ایالتی سردارانو او امیرانو په توګه د مادیانو سره کار کاوه.
ورپسی په کوچنۍ اسیا یانې اشیایې صغیر کې د «لیدیانو» دولت وه، چې د دوه پېړېیو په شاوخوا کې حکومت کړی وه هم نسکور کړ او همدا راز یې یونانیان هم په شا وتمبول ، چې په یادو سیمو کې ځنې سیمې تر ولکې لاندې وې.
کلده او بین النهرین یې هم د پارس ټولواکمنۍ پورې وتړل، تر مدیترانی پورې او د پارس ختیځې سیمې یانې د اوسني افغانستان خاوره یې تر ګواښ لاندې راوسته ، اریا (هریو-هرات)، ورنه کانه (ګرګان)، پرثوه (پارت)، زرنکه (درنګه، درنګیانه اوسنی سیستان)، هیتومنت (هلمند)، هرووتي (اراکوزي، ارغنداو)، کوفن (کوبها، کابل)، پارو پامیزاد (د هندوکش شاوخوا سیمې)، دوګزکه (غزنه، ګزنه)، ګندهارا (ننګرهار، د سیند تر غاړو…)، باخترش (بکتریا، بلخ)، سکاهومه ورګا (پامیر)، همدا ډول د امو پورې غاړې سوګودو (سغد)، اورکسارتس، سردریا، خیوه، مرګیانا (مرو)، هوا رزمه (خوارزم) او یو شمېر نورې سیمې، چې په ټوله کې ستاګیدیا، پارتیا، کرمان او بلوچستان سیمی د ساري په توګه یادولی شو، د هخامنشیانو تر ولکې لاندې راغلې.
که څه هم په افغانستان کې یوه با ثباته مرکزي حکومت شتون نه درلود او کوروش له مخزیږدي ۵۴۵ نه تر ۵۳۹ پورې په افغانستان پر لپسې بریدونه و کړل او ډېرې وینې توې کړې.
په پای کې دی هم په ۵۲۹ مخزیږ کال ووژل شو او یو شمېر پدې اند دي، چې ښایې پخپل مرګ وژل شوې وي…!؟ «ستزیاس cetesias» په دې تړاو کښلي دي، چې سیروس «دربیکانو» سره په جګړه کی چې پاچایې «امو رایوس» وه ووژل شو…«رپسن rapson» د «دربیکانو» په اړه په دې اند دی، چې ګنې دغه ټبر د افغانستان او د هند تر منیځ سیمو او سرحدونو کې ودان وو.
ولې نامتو تاریخپوه هېرودوت انګېري، چې سیروس د «مساجتیانو» له خوا د اکسوس په شمال کې وژل شویدی.
له دې ټولو څرګندونو څخه بریښي، چې ښایې دی په کومې اریایي ډلې سره په جګړه کې له مینځه تللی وي…پدې تړاو یو شمېر روایتونه داسې دي، چې دی له ساکانو سره په جګړه کې ومړ… !؟ دسا کانو په اړه دتاریخ پلا رهېرودت دخپل کتاب پنځه څپرکي سا کانو ته ځا نګړي کړیدي او له ۲۶۶ مخ نه تر۲۹۵ مخ پورې د سا کا نانوپه کلتوري، اقتصادي اوسیا سي اړخونو یې اوږدې خبر ې کړې دي .
ساکا (ساکان) د سپین پوټکو اریایانو یو پیاوړی او ځواکمن ټبر وو په لومړي سر کې دوی هم لکه د اریایانو د نورو څانګواوقبایلو په څېر د کسپین، یورال غرونو اوسیندونو اوهمدا ډول د روسې جنوب پلوته ودان ول.
دوئ د یو شمېر نورو اریایایي ټبرونو غوندې د څاروېیو په روزلو او پالنه بوخت ول او د اتمې (۸ مې) مخزیږدی پېړۍ نه راواخله تر درېیمې پېړۍ له یورال نه راواخله، تر سغدیانه، فرغانه، د مینځنۍ اسیا په یو شمېر سیمو، د تیان شان tien shan د غرونو په لمنو، دالتای په درو او پراخو ورشو، ان تر کانسو kandu پورې کوچیانی ژوند درلود.
وروستیو کندنو او څېړنو ښودلې، چې د دوئ یو شمېر لرغوني استوګنځي په ځنو ځایونو کې په ګوته شویدي او د نښو نښانو له مخې ډاګیزه شوې، چې د ساکي ټبر د استوګنو ځایونه له لویديځ کاسغرنیولې ختیځ کسپین او د سر دریا، یا جیحون تر مینځ سیمو کې تر سترګو شویدي …
کله چې هخامنشي ټولواکمنۍ رامنیځته شوه سیروس (کوروش) وپتیله چې د واک او ځواک لمنه سر دریا (اراکس Araxes) لور ته وغوځوي او دایې د امپراتورۍ ختیځه پوله شي.
ولې پدغه وخت کې د لرغونپوه « رنه ګروسې rene grousset» په اند ساکان په فرغانه، کاسغر (کاشغر) ته نږدې د تیان شان د غرو دواړو غاړو کې اوسېدل … او تر، تارم tarim پورې د هندو اروپایي ژبو سیمې وې … په یادو سیمو کې او له دې سربېره ان تر مینځنۍ اسیا پورې ګڼ شمېر قومونه مېشت او ودان ول.
مخکی له دې چې سیروس د ساکانو په سیمو برید وکړي. د «مساګیت ساکا» واکمنې «تومیریس tomyris» ورته ځواب ولېږه، چې د دوئ په هېواد برید ونکړي.
سیروس مخکې له دې، چې د دې پیاوړې میرمنې وړاندیز ته غاړه کېږدي، یا له خپل تکل نه پر شا شي او یا هم له دې سره د دوستۍ یوه ګډه ژبه پیدا کړي، نو د هېرودوت د وینا له مخې، کروش هغې نه وغوښتل، چې واده ورسره وکړي.
د ساکانو د ټبر دغې ساکي میرمنې، چې د خپل ولس سرداره او مشره وه هغه یې په ملنډو بدرګه کړ او ورته ځواب یې واستوو، چې پدې ډول خبرو نشي کولی، دغه هېواد لاندې کړې!؟
کله چې د دواړو پوځونو او جنګیالېیو تر مینځ دامو رود په غاړه جګړه پېښه شوه، سیروس ته یې دسراومال درانه زیانونه واړول، ولې ساکي مساګیتانو د خپل بري جشن ونیو او ټول د نېشې په حالت کې ډوب وه، چې د شپې ناوخته د هخامنشیانو لښکر پرې برید وکړ،ډېر یې ووژل او ګڼ شمېر یې یر غمل او اسیر کړل.
داسې ویل کېږي ،ان دا چې پدغو اسیرانو کې د واکمنې تومیریس زوی د مساګیتانو قومندان «سپاراګا پایس sparaga pises» هم شامل وو.
تو میریس، له سیروس نه په کلکه وغوښتل، چې په لومړي سر کې د جګړې بندیان او پدې لړ کې د دې زوې راخوشې کړي او دویم ډېر زر له دې هېواده ووځئ.
سیروس نه یوازې د جګړې اسیران خوشې نکړل بلکې د دې زوی په شمول یې ټول وواژل .
ملکې تومیریس خپل ټول جنګیالي راټول کړل او په خپل خدایګوتی لمر یې قسم یاد کړ، چې زه به سیروس په وینو موړ کړم.
د هېرودوت د څرګندونو له مخې دغه جګړه دومره خونړی وه، چې د سیروس په شمول د هخامنشیانو ټول ځواکونه تبا شول او (۵۳۰ م ز کال) سیروس ووژل شو. تومیریس بیا د هغه یانی سیروس مړي ته ووېل: «زه چې ژوندۍ او سو بمنه یم، خو تاسوبیا سره له دې هم په چل ول سره له خپل زوی نه په محرومولو سره بر باده کړي یم … »[1]
د یو بل افسا نوي روایت له مخې ویل کېږي چې د تومیريس جنګیالېیو سیروس مړژوانده وینوه او ملکې ورته خټین خنکی له وینو ډک کړ او بیا یې د هغه سر پکې غوټه کړ، چې څومره وینې غواړې وڅښه، ځکه ما قسم کړی وو،چې زه به تا په وینو مړومه…!؟
ولې یو شمېر څېړونکي د سیروس د مرګ او ژوند په اړه بېلابیل اندونه لري، یو شمېر لرغونپوهان انګېري، چې کوروش (سیروس) پداسې مهال واک ته ورسېد، چې په مینځنۍ اسیا، افغانستان او د هند په نېمه وچه کې سیمه ییزه حکومتونو واک چلووه.
د ساري په توګه په هندوستان کې د پنچالا او کوروس سیمه ییزې واکمنۍ چې په جمنا او ګنګا کې یې واک درلود، همدغسې په بنارس، بهار، مهابهاراتا، «وامسا» او کوسامبلي سیمه ییزی واکمنۍ یادولی شو.
ښایسته موده ټول هندوستان د «مکدهه» تر واکمنۍ پورې په وړو او کوچنیو حکومتونو وېشل شوی وو. ولې «مکدهه» د دې ټولو ځای وینو او یو با ثباته مرکزي حکومت یې ټینګ کړ، چې تر څلورمې مخزیږدي (۴ م ز پېړۍ) پېړۍ پورې دوام وکړ.
همدارنګه په افغانستان کې هم د یوه باثباته مرکزي حکومت نه شتون وه چې سیروس ته یې د بریدونو زمینه برابره کړه، ولې سره د هغې هم له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان شو.
داسې روایتونه اورېدل کېږي، چې هخامنشي سیروس په کاپیسا کې له سخت غبرګون سره لاس او ګرېوان شو، ښایي همدلته وژل شوی وي.
پدې تړاو داسې انګېرنی هم شته چې، کله سیروس په افغانستان برید وکړ، لومړی د هېواد پلازمینې بلخ ته، چې د ډېرو شتو ټاټوبی وو متوجی شو. ده له مخزیږدي ۵۴۵ نه تر ۵۳۹ م ز پورې په افغانستان پداسې حال کې برید وکړ، چې مرکزي حکومت یې نه درلود ولې بیا هم بیلابیلو ولسونو شپږ (۶) کاله د هغوئ د بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړ.
د کوروش ځواکونو بیا هم له مقاومت او غبرګون سره سره خپل هېواد ته پرتې ختیځې سیمی پارتیا، باختریا، ستاګیدیا، سیستان، ګندهارا… سیمې ونیولې، خو د ګندهارا په یوه ولایت کاپیسا کې ماته وخوړه او ووژل شو.
داسی روایتونو هم شتون لري، چې داریوش د یو تن یوناني سیلاکس sylax چی ځنو سکیلا skylox بللی دی، په مشرۍ یو پلاوی دېته وګماره، چې د کابل د رود له لارې له سیند سره وصل شي او څرګنده کړي، چې اباسین چېرته په سمندر ګډيږي؟ دا چې کوروش څرنګه او چېرته ووژل شو، پدې تړاو څېړونکي وېشلي اندونه او نظرونه لري، ولې د ده د مړینې په اړه ډېری پدې ټینګار کوي، چې دی په ۵۲۹ مخزیږدي کال په یوې جګړه کې ووژل شو.
له سیروس (کوروش) نه وروسته:
د کوروش له وژل کېدو وروسته د ده زوی دریم کمبوجیه د ده ځای ناستی وټاکل شو او د پلار فتوحات او بریدونه یې وڅارل. ده ډېر زر خپل جنګیالي منظم کړل او په ۵۲۵ مخزیږدي کال يې مصر لاندې کړ او د هغه هېواد وروستني فرعون ته یې ماته ورکړه.
له دغه ځواکمن واکمن نه وروسته ددې کورنۍ نهم پاچا لومړی داریوش په مخزیږدی ۵۲۲ کال پاچا شو. ده هم د خپلو تېر سوو مشرانو فتوحاتو ته پراختیا او پرمختیا وبښله، له مصر سر بېره له یونان نه راواخله تر هنده پورې يو لویه ټولواکمني خپلو راتلونکو نسلونو ته په میراث پریښوده او په مخزیږدی ۴۸۶ کال ومړ.
لومړي داریوش د لومړي ځل لپاره په ایران کی سکه ووهله او کله چې افغانستان ته متوجی شو تر سینده پورې پرمختګ وکړ.
افغانستان دغه مهال په هغه دریځ او موقف کې نه وه، لکه څرنګه چې له مخزیږدي اومې او اتمې پېړۍ دمخه یو ځواکمن هېواد وه او ان تر دې یو پیاوړی هېواد وه چې په اتمې مخزیږدي پېړۍ کې زرتشتي دین پارس ته ولېږدېد.
د «پارس وا» واکمن، چې کله له ختیځ نه لویدیځ ته متوجې شول او د نیکونو ټولواکمنۍ ته یې نه یوازې پراختیا ورکړه، بلکې پرمختیایې هم وروبښله او تر هغې چې دغه ستره امپراتورۍ د سکندر له خوا (۳۳۱ م ز) ړنګه شوه.
دریم داریوش (۳۳۸-۳۳۳ م ز) چې د دې وس نه درلود له خپل هېواده ساتنه وکړي، د افغانستان لورته یې مخه وکړه، ولې د خلکو له غبرګون او پاڅون سره مخ شو او د بلخ والي «بسوس» د خپلواکۍ اعلان وکړ.
له اوستایي پېر نه تر هخامنشیانو، ژبې او ټولنیز پرمختګونه
ویدي او اوستایي سرودونو او په دې ترڅ کې اوستا د یوې ځانګړې مفکوري او د خپلو ځانګړو اندونو له مخې هغه کتاب دی چې د خپل کلتور او فرهنګ دیني ارزښتونه بیانوي.
اوستایي کلتور له خپل پيدایښت (۱۰۰۰ م ز کال) نه، د هخامنشیانو تر واک پورې ۵۰۰ کاله د پارس او د اوستا په فرهنګي قلمرو یانې د اریا په خاوره کې، خپله معنوي شتمنۍ او دیني دب دبه خوندي کړې وه.
ولې د اشوریانو او هخامنشیانو د واک په مهال، د سامي عقایدو توکو، هغو اوستایي ارزښتونو ته لاره ومونده، کوم چې د اسپه کورنۍ د واک په مهال د اریانا لویدیز ته رسیدلي وو.
استورو لمانځنې او د سامي مفکورې نورو توکو، اوستایي ارزښتونو ته مخه کړه، چې د سکندر تر مهاله یې څارنه او پالنه کېده.
که څه هم د سکندر بریدونو اوستا ته ډېر زیان ورسوه، ولې د خلکو له زړونو او عقیدويې ورک نکړ، ان د موریا هندي کورنۍ، ستر ټولواک اشوکا هم اوستايي ارزښتونه پو پنا نشو کړی.
لکه څرنګه چې د اشوریانو او سامي ټبرونو د واک په مهال چې د نورو توکو د ستورو لمانځنه یې کوله، په بشپړه توګه یې کوم غوښن اغیز په اوستا ونکړ. همدغسې د موریایانو بریدونو هم، چې د بودایي مذهب خپرونو ته ژمن ول هم د دې وس ونه موند، چې اوستایي دین په بشپړه توګه له مینځه یوسي.
بودایي دین لومړی په هند کې وزېږید، وغوړېد او د اریانا په ختیځو سمیو کې خپور شو او د هندوکش تر جنوب پورې راورسېد.
بغلان، سمنګان او د بلخ تر پولو پورې بودایي کلتور وده او پرمختګ وکړ… اوستایي دین یې تر یوه بریده کمزوری کړ ولې له مینځه یې یو نه ووړ، خو بیا هم د اوستا پېر د ځنو لاملونو له مخی په بیلابیلو بهیرونو وېشلی شو.
لومړی د «ګاتونو» عصر چې د باختر او د یشتاسپه پېر او په ځانګړي ډول پخپله د زرتشتر سپنتمان دوره، چې تقریباً ۵۰۰ کاله نیسي.
دویم د هخامنشیانو پېر، چې اوستایي دین په پارس کې خپور شو اوله سامي عقایدو سره ګډ شو.
دریم «سکندر بریدونه ول، چې اوستا ته یې ډېر زیان ورساوه.
څلورم د پارتیانو پېر، چې د خپل وخت یو تیاره بهیر ګڼل کېږي، د خپل واک په پای او ورستیو شېبو کې یو شمېر پارتي واکمنو د لرغونو خاطرو په راټولولو پيل وکړ.
پنځم په ساساني پېر کې چې اوستایي دین له سره ورغاول شو.
شپږم اوسنې پېر او د مسلمانانو بری.
په اوستایي پېر کې هم لکه د ویدي دورې په څېر په یو ډول جوړو شوو عرادو جنګ کېده او د جګړې په مهال به یې باختري بیرغ له ځان سره لېږدوه. د «کایګر» په اند په اوستا کې د بخدي اریایانو د بیرغ یادونه شویده، چې دا د دوئ زړورتیا په ګوته کوی. له دې سربېره د اریایانو د ژبو په تړاو هم څرګندونې شویدي او د لرغونو اریایانو ژبه یې «اریک» بللې ده…
د ویدي ژبې یادونه هم له پامه نده غورځول شوې، انګېرل کېږي، چې باختري اریایانو د هندو اروپایي، په کومې ژبې خبرې کولې، چې څېړونکو، باختري ژبه او وروسته بیا په «اریا» او یا «هندو ایراني» ژبو یادوله.
له باختري ویدي ژبې سره نورې موازی اریایي ژبو هم شتون درلود ، چې د دغو ژبو په لړ کې یوه هم د اوستایي ګاټونو ژبه وه، چې «زند» یې بولي او یو شمېر ژبپوهان «زند» د اوستا یوه لهجه ګڼي، خو داسې څېړونکي هم تر سترګو کېږي، چې اوستا یوه باختری ژبه ګڼي او «اوستا» یې بولي.
یوه ستونزه چې د پام وړ ده، هغه دا چې د اوستا کتاب په یوې ژبې ندی نوشته شوی، یوازې ګاټونه یې له لرغونو بېلګو څخه ګڼلی شو، چې پخپله د زرتشتر سپنتمان او ویشاسپه په ژوند او پېر کې ویل شویدي.
له ویدي ژبې وروسته یو بله ژبه، چې په هند کې موجوده وه، هغه د سنسګرت ژبه او نور پرا کریتونه دي، چې د اریانا په ختیځ کې ویل شویدي، داسې هم ویل کیږي چې د هېواد په شمال، ختیځ ته څېرمه د زند (چې څوک یې د اوستا لهجه بولي) ژبه ده، چې د تخارستان په شمول د هېواد شمال کې ویل کېده بیا په لرغوني پارس کې پيدا شوه…چې ډېر وروسته په پهلوي او نوی پارسي واووښته.
پدغه ترڅ کې له لرغونو اریایانو راواخله تر ویدي او اوستایي پېرونو پورې او په ټوله کې یو شمېر ژبې او لهجې یو دبل پسې مینځته راغلي دي.
موږ چې د پارسي ژبې یادونه وکړه، دارنګه مولر «muller» او ډارمستتر هم د پښتو ژبې په اړه انګېري، چې پدغه ژبه یا د زند له ژبې او یا هم له کومې بلې ژبې راوتلې ده، یا دا چې کومه بله باختري ژبه به وي، چې له هغې سره تړاو لري، یا ښایي له یادو ژبو سره موازي وي او یا هم د «ټرمپ» په اند پښتو یوه خپلواکه ژبه ده، چې د هندي او ایراني ژبو په مینځ کې یو مستقل هویت لري، ځنې بیا پښتو د افغانستان شمال ختیځه څانګه بولي.
له لرغونې زماني راپاتې دوه لیکل شوي اثار ویدي او اوستا، د تاریخي، تشریحي او مقایسوي ژبپوهنې له مخې د هېواد په نورو ژبو، چې پخپلو کې تاریخي دوستي لري اغیزه کړيده.
ژبپوهانو د پرتلیزې ژبپوهنې له مخې چې کله یو شمېر لغتونه او وېیونه پرتله کړیدي، دې پایلې ته رسیدلي،چې پښتو ژبه د اوستا او سنسګرت خور ده او په لویه پښه کې یوې کورنۍ ته رسیږي، ځکه چې د غږنو غړو غږیز جوړښت یې سره ورته دي.
هغه مهال چې داریوش او په ټوله کې له مخزیږدي ۵۵۰ نه تر ۳۳۱ م ز پورې چې هخامنشی ټولواکمنۍ د سکندر په بریدو له مینځه ځي د افغانستان هېواد د دوی په ولکه کې وو. پدغه پير کې هندي او هخامنشي کلتورونه او مدنیتونه تر یوه بریده سره ځکه ګډ شول، چې د افغانستان په ختیځ د پنجاب ځنې سیمې هم هخامنشي لښکرو لاندې کړي، د هخامنشیانو له رسمي ارامي لیک څخه، خروشتي لیکدود مینځته راغی. د داریوش د زمانې یو شمېر ډبر لیکونه، چې په پارس، شوش، مصر او «الوند» په غره کې پاتې دي، په میخي لیکدود، چې په بابلي، مصري، اسلامي، آسوري او نورو ژبو کښل شویدي اوس هم تر سترګو کېږي. له یادو لیکنو سره بېره، چې له داریوش نه پاتې دي، هغه هم د پارس په نقش رستم او بیستون کې دي، چې تر اوسه هم د پام وړ دی.
هخامنشیانو د خپلې ټولواکمنۍ تشکیل په لسګونو ولایتونو ویشلی وو او پدې کې د لرغونی او اوسنی افغانستان سیمی هم شاملی وې، چې موږ هره یوه (هرات)، اراکوزي، زرنګه (زرنج-سیستان)، هندوش (سیند)، خوارزم، ګداره (کابل، پيښور…(ګداره ښایی دګنداره له ریښې سره تړاو ولري . سنګروال) باختریش (بلخ، مرو)، ګدرزیا، پریوه (خراسان)، کرمانیه (د ګدزیا او پرشوه تر مینځ) سته ګید (شیتک)، سکه هومه ورکه (ساکه یان) او سوغو ده (سغدیه) د ساري په توګه یادولی شو.
د هخامنشیانو دغه ولایتی تشکیل، د افغانستان له ویدي پېر سره، یانی هلته چې کوم ټبرونه په کومو سیمو کې ودان وو توپير درلود!؟ لکه الینایان alinas، پکتیان paktians، بهالانیان bahalanias، شیوایان shivaians، ویشسانیان vishaninians، انویان anuians، دریوهویان druhyvians، تورواشیان turvasaiahs، یادویان (yaduians)، اوپورویان ) puruians) او بیا وروسته، چې هېرودوت سیمې ته تللی دی، د یو شمېر سیمو او قومونو یادونه هم کړېده، چې موږ ګندهاري، اپریتي، ستاګېدي، دادیکي،پکتیک او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.
هېرودوت چې د تاریخ پلار یې بولي ،چې د « راو لین سن » په اند نوموړی په ۴۸۴ م ز کال په کاریه «caria» کې زیږیدلی وه (اناتولیي، ننۍ ترکیه، چې د یونانیانو سیمه وه) او د یوناني ټولواکمنۍ ډیري سیمی یې له نږدې لیدلې وي او دی د هخامنشیانو معاصر هم وو، چې د ځنو نومونه یې دا دي:
۱ـ لومړی چيش پش teispes (۶۷۵-۶۴۰ ز کال)
۲- لومړی کمبوجیه cambyses
۳- لومړی کوروش cyrus
۴- دویم چیش پس.
۵- دویم کوروش
۶- دویم کمبوجیه
۷- دریم کوروش (۵۵۰-۵۲۹ ز کال)
۸- درېیم کمبوجیه (د مصر فاتح ۵۲۹-۵۲۳ م ز)
۹- لومړی داریوش (darius، ۵۲۲-۴۸۶ م ز)
۱۰- خشیار شا xerxes ۴۸۶-۴۶۵ م ز)
۱۱- لومړی اردشیر artaxerxes ۴۶۵-۴۲۴ م ز)
۱۲- دویم داریوش (۴۲۴-۴۰۴ م ز)
۱۳- دویم ارد شېر (۴۰۴-۳۵۸ م ز)
۱۴- درېیم اردشېر (۳۵۸-۳۳۸ م ز)
۱۵- ارشک (arses – ۳۳۸-۳۳۶ م ز)
۱۶- درېیم داریوش، کدمان (۳۳۶-۳۳۰ م ز)
په پای کې د ژبو او ټولنیزو ارزښتونو له مخې، چې د هخامنشیان دواک او ځواک څښتن وو یوه خبره هم د ژبو او د کلتور د ليږد مساله وه.
په مخزیږدي شپږمه پېړۍ کې خروشتي لیکدود، چې د الفبا سرچینه یې «ارامي« وه د ایران له لارې خپور شو، دا ځکه چې ارامي الفبا مخکې هندوستان او ایران ته رسېدلی وه.
خروشتي لیکدود له ښي نه کین لور ته لیکل کېده چې کله دغه لیک افغانستان ته ورسېد ان تر پنځمې میلادي پېړۍ یې دوام وکړ، چې دفترونو کې ترې استفاده کېده او ډبر لیکونو کې هم کارول کېده، لکه د وردګو د خوات کتیبه، د درونټې، د جلال اباد د هډې، بګراما او نورې، چې لومړئ او دویمې میلادي پېړیو پورې اړه لري.
د مادیانو او هخامنشیانو د مهال میخي لیک، چې تر اوسه يې لا نښې نښانی په افغانستان کې ندي موندل شوي، خو یو شمېر کتیبې تر سترګو شویدي، چې د لوستلو وړتیا نلر… !؟
له اسلام نه دمخه د ګندهارا پراکریته ژبه د هېواد ولایتونو او جنوبی هندوکش کې په سانسګرت او برهمي لیکدودونو نوشته کیږي .
هخامنشیانو چې افغانستان ولکه کړ نو بیا یې ارامي لیکدود افغانستان ته راووړ او په هندوستان کې هم د دوئ د واک په مهال ارامي خط دود شو، چې د برهمني او خروشتي لیکدودونو د پیدا کېدو مبدا وګرزېد.
په ټوله کې د افغانستان او ایران، د دغو د دواړو هېوادونو کلتوري وده، په دغه وخت کې بیا هم د پام وړ وه، د ځنو کندنو له مخې د کابل په حضورې چمن کې، چې په ۱۹۳۲ م کال وشوې، داسې توکي او سیکې وموندل شوې ،چې د هخامنشیانو پېر سره یې تړاو درلود.
همدا راز په «سرخ کوتل» کې موندل شوی «معبد» یادولی شو، چې پدې کې د باختري هنر، هخامنشي هنر، هلنستیک او د کوشاني پير هنري توکي یو له بل سره ګډ شویدي.
هخامنشیانو لا د افغانستان په شمول په ډېرو سیمو واکمن ول، چې یوناني سکندر د نړۍ د نیولو نیت وکړ، له نا اریايي نړۍ را واووښت او هخامنشیان یې په ګونډو کړل، افغانستان ته راورسید، سکندر په ګونډو نشو، خو له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان شو.
) هيرودت تاریخ، ژباړونکی د ګرین، شیکاګو پوهنتون ۱۹۸۷، ۱۲۹-۱۳۰[1] ۲
د تل په شان ښکلې څېړنه او زمونږ د هېواد اوسیمې مفصل او روښانه تاریخ دی.