یکشنبه, مې 5, 2024
Home+آيا هخامنشیان اریایان دي؟

آيا هخامنشیان اریایان دي؟

۱۶مه برخه
استاد شهسوار سنګروال
ګڼ شمېر څېړونکي انګېري، چې اریایان شپږ زره کاله دمخه په یوې ژبې غږېدل او هغه ژبه د «اریک» پنوم یادیده. کله چې اریایان ووېشل شول او د نړۍ په بېلابیلو سیمو کې ودان شول، دارنګه یې ژبې هم ووېشلې شوې،چې اوس یې شمېرلسګونو ژبوته رسېږي.
د نولسمې پېړۍ په شاوخوا کې چې اروپایانو اسیا ته مخه کړه، یو شمېر ژبپوهانو او لرغون پېژندونکو هندي اواریایي (ایریاني ) ژبې وڅېړلې او وې ویل، چې اسیایي او اروپایي ژبې پخپلو کې خویندې دي او له یوې مور زېږیدلی دي، چې ښايي هماغه اریک ژبه وي.
هغه مهال چې اروپایان او اسیایان سره وېشل شوي نه ول او د «یوروشیا Eurasia» پنوم یادېدل اودا هغه سیمه ګڼل کېږي چېرته چې د اریایانو د لېږد نښې نښانې ترې څرګندیږي.
له دغه نوم نه هم، دمخه اریایان په یوې ګډې سیمه کې استوګن ول، چې پدې تړاو څېړونکې په یوه خوله ندي، د دوئ اندونه او نظرونه وېشلي دي. ماکس میولر max muler پدې اند دی، چې اریایان د هندو اروپایانو نیکونه دي، نو ځکه خو ډېری څېړونکي، ژبپوهان او لرغون پېژندونکي د اریایانو اصلي ټاټوبی اسیا ګڼي.
ولې بیا هم یو شمېرڅېړونکي انګېري چې د اریایانو اصلي ټاټوبی د اروپا بېلابیلې سیمې دی لکه د مدیترانې سیمې، جرمني، سکندونیا، جنوبي روسیه، هنګري او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.
اوس راځو دېته چې ډېر څېړونکي پدې ټینګار کوي، هغه هندي او ایراني اریایان چې لا خپلو اوسنیو ټاټوبو ته کډه شوي نه ول، دوی یو ګډ ټاټوبی درلود، چې هغه د سر دریا او د امو سین غاړې وي، چې یو شمېر له جنوبي هندوکش نه واووښتل تر پنجابه ورسیدل او یو شمېر نوریې له باختري اریایانو بیل شول او د لودیځ لورته یې مخه کړه او دا چې له کومې لارې او کله پارس ته ننوتل، پدې تړاو اندونه او نظرونه ویشلی دي.
بیا هم په دغه ډله اریایانو کې یو شمېر قومونو هم شتون درلود، چې نامتو قومونه یې د مادیانو او پارسیانو پنوم یادېدل.
مادیان (ماد) د خزر سمندرګي په سویلي او د پارسوا (پارسیان) ټبر د پارس سمندرګي په شاوخوا سیمو کې خواره واره شول.
مخکی له دې چې مادیان او هخامنشیان واک ته ورسېږي، د دوه پېړېیو په شاوخوا کې بابلیانو، سامیانو او اثوریانو په دوئ باندې حکومت وکړ.
داسې ویل کېږي، (په دغه ترڅ کې احسان طبري یادولی شوچې ددې پخلی یې کړی)ښایي اریایان د یوولسمې مخزیږدي (۱۱ م ز) پېړۍ په شاوخوا کې د اوسني ایران یو شمېر سیمو ته ننوتي وي، چې له دغه لېږد نه څلور پېړۍ وروسته یانې اومې مخزیږدي (۷ م ز) پېړۍ په نیمايي کې «ماد» ټبر او د شپږمې مخزیږدي (۶ م ز) پېړۍ نیمایي کی پارسیانو (پاړسوا) یوه لویه ټولواکمنۍ جوړه کړه او خپله سیمه یې د «پارسا parsa» پنوم یاده کړه، پاچایي ټبر یې پازارګاد Pasargadae او سلطنتي کورنۍ یې د هخامنشي پنوم یادېده.
د افغانستان په لرغوني تاریخ کې باختري اریایانو له، «امادي، اثوري او سامي» دارنګه له نورو ټبرونو سره دایمي اړیکې نه وې، خو پارسي هخامنشیانو چې پنځه کاله د «سیروس» په مشرۍ (۵۴۵-۵۴۹ م ز) له اریایانو سره جګړه وکړه، یو بل یې وپېژندل او یو د بل له کلتور او فرهنګ سره اشنا شول .
په پارس د اویستایانو اغیز
تر اوسه پورې لا په بشپړه توګه سپینه شوې نده چې اریان کله او له کومې لارې اوسني ایران ته راننوتل، خو تر ډېره بریده څېړونکي پدې ټینګار کوي، چې یو شمېر اریایان دهرات له لارې ایران ته لاره پیدا کړه.
ولې د ماد او د هخامنشیانو د بریدونو له امله د پارس او باختر تر مینځ لومړی د جګړې له لارې اړیکه پیدا شوه او له پخوا نه زیات له اوستایي تمدن او فرهنګ سره اشنا شول او وروسته د هېرودوت په وینا مادیان تر باختره او د جیحون تر غاړو ورسېدل.
په اوستایي پېر کې د یو شمېر پهلوانانو کورنۍ، چې په اوسني افغانستان، سیستان او خراسان کې مینځته راغلې، دوئ یو شمېر حماسې اثار، چې تر ډېره بریده یې نیمه تاریخي نیمه افسانوي، داستانی او استوروي بڼه درلوده ټولې سیمی ته په میراث پرېښودلې دي.
له هخامنشیانو دمخه هم د باختري او مادي اریایانو فرهنګي اړیکې تریوه بریده یو څه نږدې وې، ان یو شمېر څېړونکي له کوم لاسوند اولامل نه پرته انګېري چې «زردشت» له ماد څخه باختر ته تللی وو، ولې لاسوندونو ښودلې ده، چې دده اصلي ټا ټوبی باختر و .
فرانسوي لرغونپوه ډارمستر پښتو ژبه مادي ژبې ته نږدې بولې ،هېرودت هم دا ډاګیزه کړېده، چې د «ماد» خلکو سپي ته «سپاکو» ویل، چې دا وېې او لغت په اوسنۍ پښتو کې سپی دی… له دې څخه ښکاري،چې ددغوقومونو ترمینځ دکلتوري اړیکو یوتت انځورتر سترګو کېدی شي .
دا چې هخامنشیانو له مادیانو نه ډېر څه زده کړیدی، نو ښایي لاډېرڅه یې د زرتشت او اوستا له لارښوونوهم تر لا سه کړي وي او دا یو ښه ثبوت دی ،چې وروسته تاریخ وښوده، اوستا دپارتیانواود ایران د ساساني ټبر له خوا له رغاونې وروسته بیا خپور شو.
«ډېر نامتو ، ستراو لوی پهلوانان د سیستان له خاورې پورته شویدي، چې د اوستا له روایتونو او نورو پهلوي کتابونو د دوئ توکم د بخدي «یمه جم» (جمشید) پاچا ته رسیده.
د ه د زابلستان د پاچا «کورنګ» لور ماندینه کړه، له همدې زوزادنه «سام نریمان» پیدا شو،چې زوی یې د سپنو ويښتانو له مخې «زال زر» په نامه یاد شو او د پلار له پلو د سیستان پاچاهي ورکړی شوه، دی د کابل د «مهراب شاه» پر لور «رودابه» چې د ضحاک له نسله وه مین شو او له هغې څخه رستم وزېږيد . . .
«غښتلی پهلوان کک کوهزاد (غرزی یا غلجی) یي چې له زال څخه یې خراج اخسته وواژه … زال سربیره له رستم او شغاد یو بل زوی د «زواره» پنوم هم درلود. د هغه دوه زامن فرهاد او تخار (تخوار) مشهور دی، له رستم څخه فرا مرز ته، سهراب، جهانګیر او ګشسپ بانو او زربانو پیدا شول. له سراب څخه چې د پلار له خوا وژل شوی وه د «برزو» پنوم یو زوی پاتې شو، له ده وروسته شهر یار وزېږید.»[1]
دغه کیسې او دېته ورته یادونې او څرګندونې، چې له اوستا سربېره په نورو ژبو او کتابونو کې هم راغلي دي افغانانو او پارسیانو ته د پام وړ وې، چې موږ شهنامه یې فردوسي، شهریار نامه، فرامرز نامه، برزو نامه، بانو ګشپ نامه، جهانګیر نامه، سام نامه او نور د ساري په توګه یادولی شو.
هخامنشیان څرنګه واک ته ورسېدل؟
مخکې له دې چې د پارس هخامنشیان واک ته ورسېږي، د مخزېږدي اتمې (۸ م ز) پېړۍ تر پایه اثوریانو د پارس شمالي سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې، دوی د نژاد له مخې سامي او ارامي او د مدنیت له مخې کلداني ول.
اثوریان (اشور) له مخزېږدی نه ۲۴ پېړۍ دمخه په هغو سیمو کی استوګن ول، چې د «دجلې» او «زاب» رودونه سره غاړه کېدل او هم د ارمنستان د غرونو په لمنه کې اباد او ودان ول، چېرته چې ددوئ د څاروېیو څړ ځایونه وو.
د هخامنشیانو له ټولواکمنۍ دمخه پدغه لویه او پراخه سیمه کې، یو شمېر نورو قومونو هم خپلې ټولواکمنۍ درلودې، چې لنديز یې داسې دی:
۱ـ سامي وګړي په لومړي سر کې د عربستان په ټاپو او د مدیترانې په ختیځ او یو شمېر نورو سیمو کې ودان وو.
ولې کله چې د یوه مدنیت بنسټ کېښود، دغه خلک بین النهرین، مصر او د افریقا شمال کې خواره واره پراته ول.
داسې انګېرل کېږي،چې د دغو وګړو د مدنیت سرچېنې په کلده، بین النهرین او عیلام کې وې، چې د نیل رود د سامي نژاد د مدنیت یوه ستره بېلګه ده.
 لرغونپوهان پدې ټینګار کوي، چې د نوې ډبرې پېر په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې ۷۵۰۰ کالو ته رسېږي، ولي په مصر او کلده کی، دغه پېر شل ۲۰ زره مخزیږدی کال ته رسېږي.
مسو او فلزاتو ته د لاسرسي نېټه، چې په کلده او عیلام کې ترستر ګو شوه (۵۰۰۰ زره) مخزېږدي ته رسیږي.
له سامیانو سره په ګاونډ کې د سومر وګړو (سومریانو) هم شتون درلود د دوئ په اړه انګېرنی داسې دي، چې ښایي دوی له اکسوس او ترکیستان نه دی سیمې ته رالېږدېدلی وي او د کلدې ځمکې یې له سامي ټبر سره ووېشلې او «میخي» لیکددود یې نورو مېشتو قومونو ته ور زده کړ.
د عیلامیانو او کلدانیانو د جګړو له امله وار په وار سامیانو (kich) کله سومریانو (lagash)، اوروک (ouirouk) او کله هم اګادیانو (agade) واک چلوه… د همدې جګړو له کبله د اشوریانو پنوم یوه ټبر واک تر لاسه کړ.
د اشوریانو (اثور) لومړی پاچا تیګلت پیلسر teglatphalasar وو چې (۱۰۹۰-۱۱۳۰ م ز) د شمالي بین النهرین قومونه یې تر ولکې لاندې راوستل.
خو د «هیتانیانو» د مداخلې له امله اثوریان تریوه بریده ، له یاده ووتل، نور قومونه یهودیان او ارمنیان د واک جوګه شول.
د حکومت او واک دغه شېبې په همدې ځای پايته ونه رسېد، بلکې د بېلابیلو قومونو د جګړو له کبله دغه ټوله سیمه د جګړې په ډګر بدله شوه، چې په پای کې یو د بل پسې یا د قومونه له پښو وغورځيدل…ان خبره دېته ورسېده، چې د سامي، سومري، یهودي، ارمني او د نورو ټبرونو واک نسکور شو او یوه لویه اریايي ټولواکمني رامینځته شوه،چې دغه اریایي سلطنتي کورنۍ د« ماد » پنوم یادېده.
) او د افغانستان لنډ تاریخ حبیبي پوهاند عبد الحی ۲۶-۲۷ مخونه[1] ريګویدا ۴۰۵ مخ ډاکترتارا چند انګلیسي سریزه…

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب