جمعه, مې 3, 2024
Home+په افغانستان کي اساسي قانون او قوانین| عبدالباري جهاني

په افغانستان کي اساسي قانون او قوانین| عبدالباري جهاني

 (د منشي سلطان محمد د کتاب تلخیص او ترجمه)

The Constitution and Laws of Afghanistan

Mir Munshi Sultan Mohammad Khan, F.R.G.S

احمدشاه بابا د افغانستان موسس وو او د پښتنو په تاریخ کي لومړنی پاچا وو چي د هغوی په خپله خاوره کي یې سلطنت ورته تأسیس کړ. د هغه د زامنو او وروسته د هغه د لمسیانو د نالایقی، عیاشی او داخلي جنګونو له امله دا نوی تأسیس سوی دولت داسي حال ته ورسېدی چي بالاخره انګلیسیانو د شاه شجاع په نوم پاچا ورته راووړ او د کابل پر تخت یې کښېناوه. له هغه څخه وروسته، پرله پسې داخلي جنګونو او د ګاونډیو دسیسو افغانستان داسي حال ته ورساوه چي، د یوه دولت په حیث یې، هیڅ اداره او نظم پر لار نه وو.

امیرعبدالرحمن خان په داسي حالت کي، چي انګلیسیانو تازه پر افغانستان باندي د دوهم ځل یرغل په نتیجه کی ماته خوړلې وه، قدرت ته ورسېدی. دا وخت نه یوازي د هیواد په هره سیمه کي هرچا ځان پاچا او مستقل باله بلکه قانون اصلاً وجود نه درلود. مُلا قانون وو، خان قانون وو، سردار قانون وو او بالاخره زور قانون وو. په عمومی صورت ویلای سو چي افغانستان تر دغه وخته پوري اصلاً لیکلی قانون نه درلود.

امیر عبدالرحمن خان مجبور وو چي د زورواکانو، خپلو تربرونو، په شمال، ختیځ، جنوب او مرکزي سیمو کي د یاغي قبایلو او قومي خانانو پر ضد وجنګیږي تر څو داسي مرکزي دولت جوړ کړي چي ټول زور او د قوانینو عملي کېدل په یوه مرکز او یوه اداره او اراده پوري اړه ولري. د هغي سیاسي مقولې په اساس چي وايی هر ډول سخت استبداد تر بې قانونی بهتر دی، عبدالرحمن خان هم، په داسي هیواد او قبایلو کي چي تر دغه وخته پوري یې قانون لیدلی نه وو، د یوه عصري قانون د طرح کولو او تطبیقولو لپاره استبداد ته مخه کړه. داسی استبداد چي افغانستان یې تر هغه وخته پوري ساری نه وو لیدلی.

منشي سلطان محمد، چي تقریباً دوولس کاله یې د امیر عبدالرحمن خان په دربار کي د میرمنشي لقب درلود، د امیر عبدالرحمن خان په خپل قلم لیکلې سوانح یا تاج التواریخ په انګلیسي ژبه ترجمه کړی او په مقدمه کی یې د خلکو دا شکونه هم لیري کړي دي چي وايي دا کتاب، د امیر په امر، کوم بل چا لیکلی او د امیر په نوم یې چاپ کړی دی. منشي د خپلي ترجمې په مقدمه کي لیکي دي: « امیر پخپله د خپلو تجربو ارزښت ته متوجه دی او دا یې لازمه بللې ده چي خپلو زامنوو اخلافو او خپلو هیواد والو ته خپل هدایتونه پرېږدي څو هغوی له دغو هدایتونو څخه ګټه واخلي؛ او ماته دا افتخار را په برخه دی چي، د خلکو د ګټي لپاره، هغه په انګلیسي ژبه ترجمه کړم.

د دې کتاب یوه برخه امیر پخپله لیکلې او زه یې هغه اصلي نسخه د برټانیې د میوزیم د شرقي مطالعاتو په خونه کي خوندي کوم. باقي پاته برخه یې ما د امیر له قوله چي هغه راته ویلي دي په خپل قلم هغه وخت لیکلې ده چي د امیر په دربار کي مي د میرمنشي وظیفه درلوده» Preface viii

د مقدمې په همدغه او ورپسې مخ کي لیکي:« ما د امیر له خپله قوله، د هغه د ژوند د لومړیو کلونو، ټول نکل ترجمه کړی دی؛ ځکه ځیني لیکوالان په دې عقیده دي چي ګویا د هغه د ژوند لومړنۍ برخه په تیاره کي ده او څوک په خبر نه دي.

په دې لیکنه کي ډېر عربي او فارسي متلونه دي چي په انګلیسي ژبه کي هم، په هماغه شکل، موجود دي او حتی یو شان الفاظ او کلمات پکښي استعمال سوي دي. په دې کتاب کي ډېر متلونه دي خو د دې لپاره چي دا وښیم چي دا متلونه له انګلیسي ژبي له کتابونو څخه نه دي اخیستل سوي نو مي په اکثرو ځایونو کي د کتاب په حاشیه کي د هغو عربي او فارسي کتابونو نومونه ذکر کړي دي چي دا متلونه ورڅخه اخیستل سوي دي» Ibid

سلطان محمدخان منشي یوازینی سړی دی چي د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کي یې د قانون او مقرراتو د تشرېح کولو او معرفي کولو موضوع ته توجه کړې ده او د افغانستان د اساسي قانون او قوانینو The Constitution and laws of Afghanistan په نوم یو بشپړ کتاب یې ورباندي لیکلی دی. منشي سلطان محمد د خپل کتاب په ۲۹ مخ کي لیکي « زه به دا تشرېح کړم چي دې قدرتونو څرنګه تغییر کړی دی او اوسني امیر عبدالرحمن خان، چی د فوق العاده لیاقت څښتن دی، څرنګه هغوی ته انکشاف ورکړ. دی کوښښ کوي چي په خپل قلمرو کي په کراره کراره د متمدنو هیوادونو ټول عصري اصلاحات عملي کړي او په دې برخه کي د خپلو وګړو د پرمختګ په نظر کي نیولو سره ګامونه پورته کوي»

سلطان محمد منشي لیکي چي اوسنی امیر د خپلو اسلافو کارونه غیر قانوني نه بولي مګر هغه امتیازات چي مخکنیو پاچاهانو خلکو ته ورکول او دی یې لازم نه بولي هغه یې ټول اخیستي دي. د مثال په توګه پخوا به د هیواد د عایداتو دریمه برخه ملایانو ته ورکوله کېدله په داسي حال کی چی هغوی هیڅ کار نه کاوه بلکه یوازي یې پاچاته دعاوي کولې. امیر د ملایانو دا امتیاز لغو کړ او یوازی هغو ملایانو ته تنخوا ورکوی چي امیر په عامه خدماتو کي استخدام کړي وي.

منشي سلطان محمدلیکي چي د ګمرک د محصول اخیستلو په برخه کي هیڅ وخت تغییر نه وو راغلی مګر اوسني امیر تغییر را ووست او داسي قوت نسته چي د امیر پر دې فیصله باندي د اعتراض کولو توان ولري. امیر د ګمرک د محصول په اندازه کي د تغییر راوستلو صلاحیت لري او ده له خپل صلاحیت څخه بشپړ کار اخیستی دی. P31

منشي سلطان محمدلیکي چي په پخوا کي به د قضا یوه برخه د قبایلو خپل منځي فیصلې ته پرېښودله کېدله مګر اوسني امیر د قبایلو قدرت ختم کړی او ټول قدرت یې مرکزي حکومت ته انتقال کړی دی. دغه راز د حکومتي اداری ټولي څانګي په پاچا اړه لري. دی قاضیان پخپله ټاکي او د جنایاتو په برخه کي د هغنوی پر فیصلو باندي هم پخپله غور کوي. که چیري څوک  د دولت پر ضد په عمل کولو محکومیږي؛ په هغه برخه کي امیر پخپله تصمیم نیسي. P32

منشي لیکي چي امیرعبدالرحمن له لومړي سره تصمیم نیولی دی چي د ده فیصله باید په ټول افغانستان کي ومنل سي  او په هیواد کي باید تر ده لوړ قدرت نه وي. ټول د نفوذ خاوندان باید د ده ارادې ته تسلیم وي او که نه نو سزا به ورکوله کیږي. ټول یاغي او سرکښ قبایل باید د ده د حکومت تر اثر لاندی وي. هغه په ډیر لږ وخت کي داسی هیواد جوړ کړ چي په ټول قلمرو کي یې داسي څوک پرې نه ښود چي ځان دی مستقل او یا تر ده غټ وبولي. منشي لیکي چي امیر عبدالرحمن ډېر لوی کارونه کړي دي. هغه خپلو دوستانو ته وفادار او له دښمنانو سره یې سخت سلوک کړی دی. هغه پر افغانستان باندي شل کاله حکومت کړی دی او که یې د قدرت زمانه اوږده سی نو دا به د هغه هیواد په ګټه وي. P34

دا سي ښکاري چي د امیر عبدالرحمن خان څخه مخکي په افغانستان کي د مکتوبونو د ساتلو او اوامرو د خوندي کولو لپاره کوم خاص نظم موجود نه وو. د امیر عبدالرحمن خان په وخت کي د مکاتیبو د خوندي کولو لپاره منظمي دوسیې منځته راغلې او دې سسټم تر اوسه پوری دوام کړی دی. منشي سلطان محمد لیکي: « د اوسني امیر په وخت کي د مکاتیبو او اسنادو د مهر کولو په برخه کي لوی تغییر منځته راغلی دی. د مثال په توګه، د پخوانیو پاچاهانو په وخت کي د اسنادو لپاره یوازي د پاچا مهر کفایت کاوه او لازمه نه وه چي بل مسوول سړي هم هغه مهر کړي وای. د دې کار نقص په دې کي وو چی که یوه مامور کوم سند په ظالمانه توګه مهر کړی او د پاچا مهر یې جعل کړی وای نو بیا، یو څه وخت وروسته، د مسوول سړي پیدا کول ګران کار وو. اوسني امیر یو قانون جاري کړی دی چی هر مامور چي کوم مکتوب مهر کوي او یا د هغه په غوښتنه د امیر له خوا مهر ورباندي لګول کیږي باید چي پخپله هغه مامور یې هم مهر کړي. په دې توګه نو هغه مامور چي پر سند باندي یې مهر لګولی وي او یا یې د مهر لګولو صلاحیت نه وي درلودلی پیدا کیږي او بازخواست ورڅخه کیږي. همدغه سسټم په انګلستان کي هم رواج درلود چي هرکله به صدراعظم یو مکتوب مهر کاوه نو لومړی به یې خپل مهر ورباندي ولګاوه او بیا به یې د پاچا مهر ورباندي اضافه کړ.

ټول هغه اسناد چي د امیر له خوا خارجي حکومتونو ته استول کیږي او ټول تړونونه او موافقتنامې او مهم حکومتي اسناد باید هم د امیر مهر او هم د هغه لاسلیک ولري؛ ځکه چي د امیر مهر جعل کېدلای سي او که د هغه لاسلیک ولري نو بیا د جعل کېدلو امکانات نه وي. امیر ځکه ټول اسناد له مهر کېدلو څخه وروسته لاسلیکوي » P40-41

امیر عبدالرحمن خان دغه راز خپلو ټولو مامورینو ته هدایت کړی دی چي د ده هر شفاهي هدایت سمدستي ولیکي او د ده مهر ورباندي واخلي؛ ځکه چي هغه نه سي کولای خپل ټول اوامر او هدایتونه په حافظه کي وساتي. د مثال په توګه که هغه د کوم سړي د اعدامولو حکم کوي نو د ده مهر او لاسلیک باید واخیستل سي او که چیري څوک له زندان څخه خوشي کوي باید چي پر امر باندي د ده لاسلیک او مهر موجود وی. P44

امیر کله کله ځیني مکتوبونه د مهر تر څنګ لاسلیکوي او کله یې پرته له مهر کولو څخه لاسلیکوي او د خپل لاسلیک سره لیکي چي زه امیرعبدالرحمن یم او دا لاسلیک زما دی. امیر له مهر څخه د وخت د سپما لپاره کار اخلي ځکه چي د هر مکتوب او فرمان لاسلیکول او د هغه تصدیقول ډېر وخت نیسي. وروسته نو عالي رتبه او مسوول مامورین ، د امیر د مهر او لالسیک پر اساس، اجرآت کوي او خپل اوامر پخپله مهر کوي او مهر باشي هم، د پاچا څخه له پوښتني پرته، د باچا تر دغه راز فرمانونو لاندي خپل مهر لګوي. P45

د امیر عبدالرحمن خان تر زمانې پوري د افغانستان هیڅ پاچا د پښتني قبایلو ترمنځ د وسله والو جګړو او د یوه بل د وژلو په مخنیوي بریالی سوی نه وو. منشي سلطان محمدلیکي چي اوس حاضر د قبایلو ترمنځ هیڅ ډول جنګ جګړې نسته. د امیر د قلمرو عمومي قانون اسلام دی او د هغه په اساس فیصلې کیږي. امیر د پښتونولی په اساس د دعوو او دښمنیو د فیصله کېدلو عملیې ته خاتمه ورکړه او پر ځای باندي یې په خپل ټول قلمرو کي یو قانون جاري کړ چي د ټولو لپاره مساوي احکام لري. البته په عین وخت کي د ځینو معقولو عاداتو او رواجونو مراعات هم کیږي.

منشي لیکي چي اوس هم په ځینو ځایونو کي خلک په شخصي توګه انتقام اخلي خو دا هغه سیمي دي چي هلته د امیر واک چنداني کار نه کوي خو اوسني امیر په عمومي توګه دا سسټم له منځه وړی دی. منشي لیکي چي د ټول هیواد قدرت د امیر په لاس کي متمرکز دی؛ که څه هم چي دی باید له خانانو سره، چي د مختلفو قبایلو استازي دي، له سردارانو سره چي د شاهي قبیلې نمایندګي کوي او له ملایانو سره چي د اسلام د دین نمایندګي کوي مصلحت او مشوره وکړي. PP51-52

منشي لیکي چي که موږ هغه انارشی او ګډوډیو او هغو ظلمونو ته وګورو چي د قبیلوي نظام څخه نشأت کوي نو دا څرګنده ده چي هغه مطلقه شاهي چي اوسني امیر حاکمه کړې ده په ټول هیواد کي د سولي باعث دی او د تل لپاره یې د قبایلو تر منځ پرله پسې جنګونو ته خاتمه ورکړې ده. مګر امیر د قبیلوي نظام په ختمولو سره یوازي داخلي ښورښونو او بغاوتونو ته خاتمه ورنه کړه بلکه په ټول افغانستان کي یې، د قانون په حیث، د خپلي ارادې په جاري کولو سره، خپلو رعایاو ته په حکومت کي او د پاچهی په ښېګڼو کي واک اختیار ورکړی دی. منشي لیکي چي مخکي د حاکمي دراني قبیلې ټول غړي سرداران بلل کېدل او له دغه نامه یې امتیازات ترلاسه کول مګر امیر دا لقب محدود کړ او یوازي د دوست محمدخان او د هغه د وروڼو اولاد د سردار لقب لري. امیر دغه راز د نورو قبایلو مشرانو ته د سرداری د لقب د ورکولو اختیار هم په خپل لاس کي اخیستی دی. مثلاً د توخو د قبیلې یوه مشر عبدالله خان ته یې د سردار لقب ورکړی دی.

منشي لیکي چي پخوا نه خانان او قومي مشران او نه پاچا ته قانون معلوم وو او یوازي ملایان ول چي په شریعت خبر ول او په مهمو فیصلو کي به یې قومي مشرانو او پاچاهانو ته مشورې ورکولې. د ملایانو قدرت، په دې برخه کي، دونه زیات وو چي کله کله به یې پاچاهان له قدرته لیري کول. امیر عبدالرحمن خان د ملایانو قدرت محدود کړ او ملایان یې په محاکمو کي مقرر کړل چي د امیر له هدایاتو او وضع کړو قوانینو سره سمی فیصلې وکړي حتی په دغه برخه کي یې هم محدودیتونه وضع کړل او په محاکمو کي یې ملایان د آزمېیني له تېرولو څخه وروسته مقرر کړل. اوس تول علماء په دربار کي چوکۍ نه لري بلکه یوازي هغه ملایان چي دولتي مقامات لري اومشران وي په دربار کي د کښېنستلو او چوکۍ د اشغالولو حق لري. PP 52-55

منشي لیکي دا حقیقت هر چاته معلوم دی چي امیر پخواني او عصري تاریخونه ډېر ښه مطالعه کړي دي او د مختلفو اروپايی هیوادونو قوانین او د هغوی انکشافات یې په بشپړه علاقه کتلي دي. هغه په دربار کي سردارانو، خانانو او ملایانو ته حق ورکوي چي ده ته د هیواد په بېلو بېلو مسایلو کي مشوره ورکړي مګر څرنګه چي هغوی ډېره پوهه نه لري نو امیر هغوی ته ډېر زیات قدرت او صلاحیت نه ورکوي منشي په دې برخه کي د امیر توصیې ټکي په ټکي را اخلي:

«خپل زوی او اخلافو ته توصیه کوم چي پر افغانستان باندي د واک چلولو او اداره کولو په برخه کي دا ټکی په نظر کي وي چي دا هیواد باید په پرله پسې او تدریجي توکه ګامونه پورته کړي تر څو دا پاچهي قوي او پر ځان تکیه سي.

ما د یوه قانوني حکومت اساس درته کښېښود. که څه هم چي د یوه نماینده حکومت کارونه لا تراوسه پوري پیل سوي نه دي. لازمه ده چي د هر هیواد واکمن باید د خپل هیواد له شرایطو سره سم ګامونه واخلي او سمدستي او په تلوار اقدامات ونه کړي بلکه په کراره کراره او د خپل هیواد شرایطو ته په کتلو سره ګام واخلي. زما په عقیده د حکومت کولو بهترین اصول هغه دي چي سترلارښود محمدعلیه السلام یې اساس ایښی دی. هغه د نماینده حکومت سسټم دی چي په هغه کي د هري ډلی حق خوندي وي او د ده په حکومت کي مهاجرینو او انصارو دواړو برخه درلوده. د هغه حکومت د ډیموکراسی په اساس چلېدی. هر غړي حق درلود چي خپله عقیده څرګنده کړي او وروسته نو د اکثریت له خوښی سره سم عمل کېدی. ما په افغانستان کي د قانوني حکومت د جوړولو لپاره دغه اساسات په نظر کي نیولي دي. زما په دربار کي درې ډوله استازي برخه لري او ما ته د جنګي وسایلو او نورو موضوعاتو په باره کي سلا مشورې راکوي. دا درې ډلي یوه سرداران یا د اشرافو استازي دي. خانان او ملکان دي چي د خپلو خلکو نمایندګي کوي او ملایان دي چي د شرعي مسایلو په برخه کي سلامشورې ورسره کیږي.

لومړۍ ډله، په دربار کي، خپلي چوکۍ په میراثي توګه ساتي البته د امیر منظوری ته ضرورت لري. دوهمه ډله د هیواد له مشرانو څخه په داسي ډول انتخابیږي چي د کلي یا ښار خلک یو څوک، د هغه د صلاحیتونو او وړتیا په اساس انتخابوي او زه په دې برخه کي زیات تفصیل ورکولو ته ضرورت نه لرم. هغه د کلي او ښار اوسېدونکي انتخابوي او هغه ملک یا ارباب بلل کیږي. دغه ملکان او اربابان، له خپل منځ څخه، یو بل تن داسي څوک انتخابوي چي هغه په هغه ښار یا حوزه کي د خاص نفوذ او اهمیت خاوند وي او دوی هغه ته د خان یا رییس یا مشر لقب ورکوي. زموږ عمومي دربار یا شورا له دغه ډول خانانو څخه جوړه ده. مګر د دغو خانانو د انتخاب په مسله کي هم وروستی صلاحیت د پاچا سره خوندي دی او هغه د انتخاب سوي خان د لیاقت او وړتیا په باره کي فیصله کوي. پاچا د هغه خان خدمات، د هغه وړتیا، د هغه وفاداري او د هغه د پلار او نیکه خدمات په نظر کي نیسي. دا حقایق په نظر کي نیول کیږي او له دې سره دا خبره هم په نظر کي نیوله کیږی چي هغه د خپلو خلکو له خوا انتخاب سوی دی. دریمه ډله مذهبي اشخاص دي چي په سر کي یې خان علوم، قاضیان، مفتیان او ملایان دي. دا وروستي کسان چي امامان دي او په پارلمان کي د چوکۍ تر نیولو پوري ترفیع کوي؛ په مذهبي زده کړو او په هیواد کي د قوانینو په باب د آزمېیني تر تېرولو او بریالي کېدلو او په مذهبي څانګو کي تر خدمت کولو وروسته انتخابیږي.

دغه قانونګذاره موسسه لا اوس نه دونه وړتیا او نه دونه تعلیم لري چي د لایحو د منظورولو او د حکومت د اعمالو د لارښودني مهم مسوولیت دي ور وسپارل سي. مګر یو وخت ښايي دوی دا وړتیا او صلاحیت پیدا کړي او د افغانستان خلک به وکړای سي چي د خپل حفاظت لپاره د حکومتي چارو رهبري وکړي. زه خپلو زامنو او اخلافو ته په ټینګه توصیه کوم چي هیڅ وخت د قانون په اساس جوړ سوي حکومت استازو د لاسونو ګوډاګیان نه سي او پخپلو اجرآتو کي له خپلو صلاحیتونو څخه کار واخلي. دوی باید هر وخت د پوځ د تنظیمولو او په خپل لاس کي د پوځ د ساتلو حق ځانته خوندي کړي او خپلو قانوني سلاکارانو ته اجازه ورنه کړي چي د دوی په صلاحیتونو کی مداخله وکړي. او د دې ترڅنګ خپلو ځانونو ته د شورا، پارلمان او دربار او یا هر څه نوم چي ورکوي د غړو له خوا د منظور سویو قوانینو د ویټو حق خوندي کړي.

زما زامن او اخلاف باید هیڅ وخت د اصلاحاتو په راوستلو کي د دونه تلوار څخه کار وانه خلي چي خلک ځانونو ته ولمسوي او دا یې باید په یاد وي چي د یوه قانوني حکومت د جوړلو، نرمو قوانینو د منظورولو او پر عصري طریقه د پوهنتونونو د منځته راړولو په برخه کي کرار کرار او په احتیاط ګامونه پورته کړي تر څو خلک د عصري تجدد له مفکورې سره عادت ونیسي او د هغو امتیازاتو څخه چي واکمن یې ورکړي وي بده استفاده ونه کړي» PP56-59

           پاته لري

2 COMMENTS

  1. جهاني صاحب د ژوندی وي ، ډېر په زړه پورې تاریخي او مهم معلومات دي . د نورو برخو د لوستلو په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب