Homeخبرونهپه یوه میاشت کې ایران ته د څه باندې یو نیم سل...

په یوه میاشت کې ایران ته د څه باندې یو نیم سل ټانکره بې کیفیته تېرو بیرته ستنول

تاند(دوشنبه، د قوس ۶ مه) د نورم او سټنډرد ملي ادارې لپاره د طالبانو چارواکو ویلي چې په تېره یوه میاشت کې یې ۱۶۰ ټانکره بې کیفیته تېل چې له ایرانه د افغانستان خاورې ته لېږدول کیدل، پر ګډه پوله بیرته دغه هېواد ته ستانه کړي.

د یادې اداې په یوه اعلامیه کې له سوداګرو غوښتل شوي چې د بې کیفیته تېلو له واردولو ډډه وکړي.

سرچینې زیاته کړې چې تر دې مخکې یې ازبکستان ته هم د بې کیفیته تېلو وارد شوي ټانکرونه بیرته ستانه کړي.

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو واردول له پخوا څخه یوه جدي ستونزه وه چې د نقلیه وسایطو د خرابولو تر څنګ به ډېر ځله د هوا د ککړتیا سبب ګرځیده.

د نورم او سټنډرد ملي اداره چې باید د بې کیفیته تېلو او نورو ناسمو وارداتو مخنیوی یې کړی وای، ډېر ځله په دې کار کې پاتې بلل کیده او ویل کیدل چې په دغه اداره کې د مفسدینو د موجودیت ترڅنګ پر جمهوري نظام د جنګسالارانو او مافیایي ډلو د پراخ اغېز له امله د بې کیفیته وارداتو مخه نه شي نیولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...