سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهخاور مانیکا: عمران خان زما نکاح کړې ښځه واده کړې، سزا دې...

خاور مانیکا: عمران خان زما نکاح کړې ښځه واده کړې، سزا دې ورکړل شي

تاند(دوشنبه، د قوس ۶ مه) د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانیکا د دغه هېواد محکمې ته شکایت کړی او ادعا لري چې عمران خان یې نکاح کړې ښځه واده کړې او باید سزا ورکړل شي.

هغه په دغه عریضه کې بشرا بي بي ته هم د سزا غوښتنه کړې او ویلي، پرته له دې چې هغه له دې څخه طلاقه شوې وي، عمران خان سره یې واده کړی دی.

خاور مانیکا له بشرا بي بي سره د خپل واده اسناد هم محکمې ته وړاندې کړي او په دې اړه یې خپل شاهدان هم وړاندې کړي.

عمران خان او مېرمنې یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر هغه له دې مخکې هم ورته تورونه لګول شوي چې ځینې یې رد کړي دي.

پر خان تازه عریضه داسې مهال شوې چې پاکستان کې پارلماني ټاکنې په مخکې دي او هڅه کیږي چې خان او ګوند یې څنډې ته وساتل شي او مخالفان یې واک ته ورسېږي.

1 COMMENT

  1. د پنجابي نظاميانو او استخباراتو هر ډول نامشروع دعوې زده دي او د عمران خان د ګوښه ساتلو او منزوي کولو او يا د نواز شريف غوندې له حکومته د ځغلولو او د توبه ګارولو او بالاخره د بوټو په شان د اعدامولو ته ډېرې نخرې يادې دي.
    دا خو همغه عمران خان دی چې پر ولسمشر غني يې خوشالي کوله او ملنډې يې ورپورې وهلې، نو رښتيا چې ((مه کوه پر چا چې وبه شي پر تا)).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب