دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeدا هم ولولئحیوانات رېښتیا د زلزلې وړاندوینه کولی شي؟

حیوانات رېښتیا د زلزلې وړاندوینه کولی شي؟

دې ته په کتو سره چې ځینې څاروی له زلزلې دمخه غیر معمولی چلند ښیې ، ادعا کیږی چې څاروی کولی شی د زلزلې وړاندوینه وکړی.

له هغو غیر معمولي چلندونو څخه ځینې یې داسې دي:

سپی له زلزلې مخکې ډیرې کوکارې وهي ، په یوه ګوښه ځای کې پټیږي او بهر ته له تلوډډه کوي.

پیشوګانې نا ارامه کیږی ، ډیر میو۰ میو کوي، یا په غیر معمولی ځایونو کې پټیږي.

مرغان سندرې ویل بندوي ، په غیر معموله بڼه الوزي ، یا د معمول خلاف ډېر او په لوی شمېر سره یوځای کیږي.

کبان له اوبو څخه ټوپونه وهي، یا په عجیب ډول په سېندونو او جهیلونو کې لامبي.

.فیل بې هوښه کیږي او ژاړي

ساینس پوهان دغو نښو نښانو ته په کتو سره، په دې باور دي چې څاروي کولی شي له زلزلې مخکې چاپېریالي بدلونونه احساس کړي.

د پوهانو په باور، حیوانات دا بدلونه د مقناطیس په ساحه، د ځمکې په خوځښتونو او له ځمکې څخه په وتونکو ګازو کې محسوسوي.

ځینې څاروي؛ په ځانګړې توګه الوتونکي ، د دوی په بدن کې مقناطیسي ذرات لري چې له دوی سره د نیویګیټ کولو کې مرسته کوي.

دا ذرات ممکن له زلزلې سره تړلي مقناطیسي بدلونونو په اړه د څارویو پوهه فکتور کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب