سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهتاجکستان د هرات امنیتي کتفرانس په نوم د طالب ضد عناصرو کوربه...

تاجکستان د هرات امنیتي کتفرانس په نوم د طالب ضد عناصرو کوربه دی

تاند(دوشنبه، د قوس ۶ مه) ټاکل شوې ده چې نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د افغانستان په اړه دوه ورځینی کنفرانس جوړ شي.

که څه هم د دې کنفرانس ترتیبوونکي وايي چې طالبانو ته یې هم د ګډون بلنه ورکړې خو عملاً دا ناسته د طالبانو د مخالفانو لپاره د یوه پلېټفارم د برابرولو لپاره جوړیږي.

«د هرات امنیتي خبرې» په نوم په دې کنفرانس کې د طالبانو د نورو وسله والو مخالفانو ترڅنګ د هرات پخوانی والي محمد اسماعیل خان ګډون کوي.

که څه هم د هرات امنیتي خبرې په نوم کنفرانسونه په ۲۰۱۲ کې پیل شوي خو په تېرو دوو کلونو کې په متفاوت هدف جوړیږي.

د غونډې ترتیبوونکو رسنیو ته ویلي چې د یو شمېر افغان سیاسي څېرو په شمول ۱۵۰ تنه دې غونډې ته بلل شوي دي.

دوی همداراز وايي چې طالبانو ته یې د حکومت په حیث نه بلکې د یوه غورځنګ یا تحریک په توګه په غونډه کې د برخې اخیستو بلنه ورکړې خو هغوی هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

 تېر کال د طالبانو د یوې وسله والې مخالفې ډلې، د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په دوشنبې کې د هرات په امنیتي خبرو کې ګډون کړی و او نن او سبا به هم غالباً نوموړی په دې ناسته کې وي ځکه چې تازه د تاجکستان متحد روسیې ته بلل شوی و.

د هرات د امنیتي خبرو ترتیبوونکي وايي چې په کوم سیاسي ګوند پورې تړاو نه لري خو په دې اړه څه نه وايي چې د کنفرانس لګښت او نور امکانات څوک ورته برابروي.

دا کنفرانس وروسته له دې جوړېږي چې تېره اوونۍ د ملي مقاومت جبهې د مشر او د هغه د پلویانو په ګډون د روسیې د عدالت ګوند په بلنه په مسکو کې یوه غونډه جوړه شوه.

1 COMMENT

  1. تیره اونۍ ځینو خرو مسکو ولید، او نن به د اسیا د فاحشه خانی مرکز دوشنبه ښار وویني. ارمان چې له کابل نه هم دا پنجابی خره ورغلي وائ . وایې خره چې نورو خرو ته وګورئ نو یو او بل نه رنګ اخلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب