Homeخبرونهد هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي...

د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول

تاند(یکشنبه، د قوس ۵ مه) د نواب خان په نوم یوه افغان فلمي لوبغاړي د هندوستان په یوه تازه فلم کې مرکزي رول لوبولی.

هغه د اناري از بک (Anari is Backk) په نوم دغه فلم کې چې د نومبر به ۲۴ مه خپور شوی، خپل رول لوبول یو له توقع لیرې کار بللی او ټینګار یې کړی چې بهر مېشتي افغان سینماوال باید د افغاني فلمونو د جوړولو لپاره سره لاسونه ورکړي.

پر یاد شوي فلم تر۱۲۰ میلیونه هندي روپیو لګښت شوی او خلکو یې هرکلی کړی.

د افغانستان یو شمېر نورو فلمي څېرو هم په هندي سینما کې رول لوبولی، خو دا لومړی ځل دی چې یو افغان ځوان د یوه هندي فلم د مرکزي کرکټر په بڼه را څرګندیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالبانو د سینما په ګډون ټول هنرونه منع کړي او سلګونه فعالان یې هېواد پرېښودو ته اړ وېستي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغان فلم اداره اوس تر ډېره د طالبانو لپاره تبلیغاتي ویډیوګانې جوړوي چې د دوی مخکیني ځانمرګي او نور بریدونه او اوسني توندلاري افکار پکې مثبت ښودل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...