سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد هلمند سېند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران د...

د هلمند سېند د اوبو په اړه د افغانستان او ایران د کاري کمېټې جوړیدو اعلان

تاند(یکشنبه، د قوس ۵ مه) د ایران خبري اژانس ایرنا ویلي چې د طالبانو رژیم سره یې هېواد د هلمند سېند د اوبو په اړه ګډه کاري کمېټه جوړه کړې ده.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د رژیم چارواکو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور څه موده مخکې ایران ته په سفر ورغلی و.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند هم ایران ته د سفر پر مهال ویلي وو چې ایران سره د اوبو په اړه خبرې دوام لري.

ایران د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې ادعا کوي چې د هلمند سېند اوبو نه کافي برخه نه ورکول کیږي، خو طالب چارواکو د دې کار دلیل د سېند د اوبو کمیدل ښودلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب