جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeمقالېد افغانستان د منځګریتوب ملي حرکت | محمد آصف احمدزی

د افغانستان د منځګریتوب ملي حرکت | محمد آصف احمدزی

دا چې پخوا د افغانستان په دننه او بهر کې په بېلا بیلو نومونو جلا جلا حرکتونه، ګوندونه او شوراګانې رامنځته شوي وې؛ ډېری یې د نوي نظام په راتګ سره له منځه تللي او یا یې فعالیت نشته. هغه حرکتونه او ګوندونه چې د ملي ګټو خلاف شخصي ګټې یې پاللې، د هغو حرکتونو او ګوندونو څوک نوم هم نه اخلي؛ دا ځکه چې د ولس په منځ کې د یادو حرکتونو څرک او ملاتړ نه، بلکې د څو مفسدو کسانو په واک او ولکه کې یې قرار درلود.
څه کم او زیات دوه کاله وړاندې ګران هېواد کې یو لوی تحول را منځته؛ نوي راغلي نظام د پخواني نظام ځای ونیو او افغانستان د تاریخ یو نوي څپرکي ته داخل شو. دا چې پخوا په افغانستان کې کومې ناخوالې، بدامنۍ، بدبینۍ، فساد، ناامنۍ، چور او داسې نور ولس او قومونو وليدل؛ دا هر څه په ولس تېر شول. رب تعالی دې بیا ځلې داسې ناوړه او کرکجنې پدیدې پر ولس نه ویني.
پورته موضوعاتو باندې نه غواړم زیات تم شم،  راځم اصلي موضوع ته: دا چې اوس پر افغانسان باندې د طالبانو نوی حکومت حاکم دی او د تالبانو په راتګ سره په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلي، د ادارو پراخه فساد تر ډېره حده ختم دی، زورواکي، راه زني، کلیوالي او ښاري وژنې د پخوا په پرتله تقریبا اتیا فیصده کمې شوي.  همدا راز د قدرت جزایر او د افغانستان د تجزیه کېدو مخه ډب شوې؛ خو داسې هم نه ده چې ټول مسایل ښه روان دي. اوسنی نظام هم ډېرې کمي او خامي لري: د ښځو د تعلیم حق، د ښځو د کار کولو حق، کار اهل کار ته سپارل او همداسې نور.
د همدغو خامیو له اړخه نړیواله ټولنه، اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، له افغانستان سره اقتصادي همکاري ته دوام نه ور کوي او همداراز طالب مشران له تور لیست نه،نه باسي. دا هغه موارد دي چې د افغانستان اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ واټن پیدا شوی او لا یې پیدا کوي.
 د یاد واټن ختمېدو لپاره د افغانستان د منځګړتوب ملي حرکت مشرتابه او د حرکت غړو لاسونه سره یو کړي، چې یاد واټن له منځه یوسي. د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ منځګړیتوب وکړي او افغانستان د یو پرمختللي، سمسور، اباد او عمران هېواد په توګه د نړیوالې ټولنې برخه وګرځوي؛ همداسې د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت مشرتابه او غړي یې په پام کې لري، چې نړیواله ټولنه دې ته واداره کړي چې د افغانستان اسلامي حکومت په رسمیت وپېژني، طالب مشران له تور لیست نه بېرون کړي. همدا راز د افغانستان اسلامي امارت دې ته اړ کړي، چې د ښځو زده کړې او د ښځو کار کول ته اجازه ور کړي او داسې نور …
دا چې د افغانستان د منځګړتوب ملي حرکت ولې! څنګه؟ او د څه لپاره را منځته شوی؟ په دې اړه به، په بله لیکنه کې په تفصیل سره وغږېږو؛ ځکه که په دې لیکنه کې پرې لیک وکړو، لیکنه به ډېره وغځيږي، نو نه غواړم چې لیکنه اوږده شي.
په دې لیکنه کې د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت پر جوړښت، ليدنو، موخو، پلانونو او منشور باندې په تفصیل سره غږېږو.
د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت جوړښت
د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت بنسټګر او رئیس انجینیر احمدشاه سادات دی. لومړی معاوین یې عزیز معارج دی. دویم معاوین یې پروفیسور هدایت الله حنیفي شینواری.
یاد ملي حرکت کې نران او ښځې له مختلفو قومونو لکه پښتانه،تاجک، هزاره، اوزبک، ګوجر او اهل هنود، چې ټول څلورویشت کسان کېږي؛ د دوه طرفو اسلامي امارت او د نړیولو ترمنځ د منځګړیتوب په موخه را ټول شوي. د پورته کسانو سر بېره یاد ملي حرکت پنځه سوه؛ په لوړو زده کړو سمبال، پوه،  ژمن، با شخصیت او د ملي فکر درلودونکي کسان هم له ځان سره لري.
یاده رهبري شورا خپلو موخو د پلي کولو په پاره د رهبري شورا له غړو څخه شپږ کمېټې جوړې کړي او ځینو اغېزناکو هېوادونو کې خپل استازي هم ټاکلي.
د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت د مشرتابه ليدنې
د افغانستان د منځکړیتوب ملي حرکت مشرتابه او غړو یې د یاد حرکت پر مادو او د حرکت پر برنامو باندې له یو شمېر هېوادو او د افغانستان په د ننه کې د اوسني نظام له مسؤولینو سره خبرې اترې کړي، چې لاندې یې په لنډو ټکو کې بیانوم.
1 – د اتحادې اروپا له چارواکو سره.
2- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره.
3- د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره.
4- له ملګرو ملتونو او د دوحې له چارواکو سره.
له پورته ټولو طرفونو سره د یاد حرکت د مشرتابه له خوا د حرکت د مادو او برنامو په اړه خبرې او بحثونه شوي او ټولو طرفونو د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت مشرتابه او غړو ته د همکاریو او ملاتړ ډاډ ور کړئ.
همدا راز د یاد حرکت مشرتابه د حرکت د جوړو شویو مادو په اړه د افغانستان د اوسني نظام د رئیس الوزارا له مقام او مرستیالانو سره خبرې او بحثونه کړي. د نظام له طرفه یاد حرکت ته ویل شوي: چې د یاد حرکت برنامې په سیاسي کمیسون کې څېړو؛ وروسته تاسو ته خبر در کوو.
د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت موخې 
د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت په ځانګړي توګه د شپږو مادو د پلي کولو په موخه د افغانستان د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ منځګړیتوب کوي، غواړم شماره وار د موخو یادونه وکړم:
(( 1- له افغانستان څخه د کوکنارو او مخدره توکو کښت، کارول، پېر او پلور له منځه وړل او نړیوالو ته ډاډ ور کول.
2- له افغانستان څخه د هر ډول ترهګریزو ځالو او روزنیزو ځایونو له منځه وړل او نړیوالو ته په دې برخه کې ډاډ ور کول.
3- د انجونو په تړاو د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانستل.
4- ښځو ته د شریعت او اسلامي احکامو او افغاني دودونو په رڼا کې د حجاب په لرلو سره د کار کولو حق ور کول.
5- افغانستان د نړیوالو لخوا په رسمیت پېژندل، بیرته په نړیوال چاپیریال کې ځای ترلاسه کول، ډیپلوماتیکي اړیکې بیا رغول او د اسلامي امارت د مشرانو له تور لیست نه لرې کول.
6- د افغانستان وګړو او هم اسلامي امارت لپاره د مرستو په موخه د نړیوالو پام راګرځول او هڅول. ))

2 COMMENTS

  1. ماشاءالله ، په کار او فعالیت مو برکت شه .
    هر هغه نوښت او ابتکار چې د افغانانو ترمنځ سوله راولي ، هېوادوالو ته د کار او فعالیت زمینه برابره کړي ، جنګ او جګړه ختمه شي ، زمونږ خویندو ته د تعلیم او کار زمینه برابره کړي ، د ملا کراسي له انحصاره ووځي ، کار اهل کارته وسپارل شي ، افغانستان له انزوا نه وباسی او نړیوالو سره د پخوا په شان مستقل او هراړخیزې اړیکې ولري ، د ستایلو وړ دي .

  2. سلامونه
    ښه ګام دی . الله دې خیر پکې واچوي
    یوه خبر، دا انجنیر احمد شاه سادات خو به هغه اماراتو کې اهمد شا دراني ؟ نه وي ؛چې ګویا دوحه کې پخوانیو ملیاردرانو سره ې تار اچولی و او نژدې و چې د غني ځایناستی سي!!!!
    والله اعلم بالصواب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب