سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهسرچینې: د طالبانو کابینې له ۲ میاشتو راهیسې کابل کې غونډه نه...

سرچینې: د طالبانو کابینې له ۲ میاشتو راهیسې کابل کې غونډه نه ده کړې

تاند(یکشنبه، د قوس ۵ مه) طلوع نیوز په یوه راپورکې نن د خپلو موندنو په اساس لیکلي چې د طالبانو رژیم له دوه میاشتو راهیسې په کابل کې کومه غونډه نه ده کړې.

سرچینه په مشخص ډول د طالبانو د رئیس الوزرا ملا حسن اخوند یادونه کوي او زیاتوي چې د هغه په مشرۍ له دوو میاشتو راهیسې طالبانو د کومې غونډې خبر نه دی خپور کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې د دوی کابینه په نورماله توګه اوونیزې غونډې لري او مشري یې د رئیس الوزرا پر غاړه ده.

هغه د دغو غونډو د نه رسنیز کیدو دلیل نه دی روښانه کړی.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو د کابینې وروستۍ غونډه تېره اوونۍ په کندهار کې د دغې ډلې د عمومي مشر ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ ترسره شوه.

 

1 COMMENT

  1. دملا حسن ټول عقل یې په پوزه کښی تللی ده نو ځکه د دولتې کارونو او ملت پروا نلری اوس ملاحسن د یو متر ټوکر په لټه کښې ده چی د ژمې سړو کښې خپله پوزه پری پاکه کړې . دا د ای اس ای پس خرابه سخوندر .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب