یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد یوناما چارواکو له امیرخان متقي سره امنیت شورا ته د م.م....

د یوناما چارواکو له امیرخان متقي سره امنیت شورا ته د م.م. پر راپور خبرې وکړې

تاند (یکشنبه، د قوس ۵ مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې او مرستیال یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي  سره د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي  چې روزوا اوتنبایوا او مارکس پوتڅل په دې کتنه کې د افغانستان د ځانګړي همږغوونکي سینیراوغلو د راپور او د کار او زده کړو د حق په شمول د ښځو او نجونو د حقونو د تضمین په اړه خبرې وکړې.

یوناما دا هم ویلي چې اغلې اوتنبایوا له راستنېدونکو کډوالو سره د ملګروملتو د مرستو او له مخدرو موادو سره د مبارزې لپاره د هلوځلو په اړه هم خبرې کړي دي.

کابو دوې اوونۍ پخوا د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړي همږغوونکي فریدون سینیراوغلو د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلو ارزونو او وړاندیزونو راپور د امنیت شورا غړیو ته وړاندې کړ.

د ده د راپور په یوه برخه کې، چې رسنیو ترلاسه کړی و، د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو لړ شرطونه ټاکل شوي لکه دا چې طالبان دې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په شان حقونه رعایت کړي او نړیوالې ټولنې ته دې د افغانستان پر ژمنو ودریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب