شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپه بنو کې بمي برید د ۱۳ ملېشو په شمول ۲۱ تنه...

په بنو کې بمي برید د ۱۳ ملېشو په شمول ۲۱ تنه ټپیان کړل

تاند (یکشنبه، د قوس ۵ مه) د خیبرپښتونخوا په بنو کې په یوه برید کې نن د ۱۳ امنیتي ځواکونو په شمول ۲۱ تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دي.

د اکثرو ټپیانو حال نازک ښودل شوی دی.

د بنو امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه نن غرمه د بنو – میرانشاه پر لویه لار د ازاد منډي په سیمه کې شوې ده.

چارواکي وايي چې د ۱۳ ملېشه ځواکونو ترڅنګ ۸ ملکیان ټپیان شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی محمد خراساني ویلي چې د دوی کسانو د ملېشه ځواک پر ګزمې برید کړی دی او په نتیجه کې یې هغو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې وړاندې د سپتمبر په میاشت کې د بنو په جاني خېل کې په یوه ځانمرګي کې پوځ نهه سرتېري وژل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب