یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد افغان هوایي شرکتونو د الوتنو پر وړاندې د پاکستان تازه قیودات

د افغان هوایي شرکتونو د الوتنو پر وړاندې د پاکستان تازه قیودات

تاند (یکشنبه، د قوس ۵ مه) پاکستان دا ځل دغه هېواد ته د افغان هوایي شرکتونو د الوتنو پر وړاندې تازه قیودات وضع کړي.

د دغه هېواد د هوانوردۍ ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې له افغانستانه الوتکونکي الوتکې باید لږ ترلږه ۱۵ دقیقې له ور الوتو مخکې دوی سره همغږي وکړي.

دا په دې مانا ده چې پاکستان ځانته د ورتلونکو افغان الوتکو د پروازونو د لغوه کولو حق ځانته ورکوي یا په داسې محدودیتونو غواړي افغان هوایي شرکتونه له ستونزو سره مخ کړي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژيم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان په وروستیو کې له هرې ممکنې لارې د افغانستان پر وړاندې پاروونکي او ظالمانه دریځونه غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر شنونکي د دغه هېواد پر وړاندې د افغانستان د واکمن رژیم او ان د هغوی د مخالفانو غبرګون د پاکستان پر وړاندې د پوښتنې وړ بولي.

د دوی په وینا، پاکستان افغانانو او په ځانګړي ډول سیاسي او جنګي څېرو ته یې د روزنې او ملاتړ له اوږدې لړۍ سره دوی ځانته تابع کړي او په دې ډول چې څنګه غواړي له افغانانو سره خپله عقده او دښمني په بې ممانعته توګه څرګندوي.

2 COMMENTS

  1. افغانستان کښی د خائینو قاتلو کمونیستانو کودتا خائینو قاتلو تنظیمونو او خائینو قاتلو قدیانیو طالبانو ته زمینه برابره کړه او ددی خیټورو نجسو ږیرو په واسطه اوس پنجابی پاکستان پر افغانستان حکمرانی کوی خدای پاک د کمونیستی کودتا رهبر دکتاتور لیونۍ داؤد خان د دوزخ اور په نصیب کړی لکه چی نوموړی افغان ملت دده کمونیستی کودتا راپدی خوا په دوزخی اور کښی سوزی !!!!

  2. شیرالګیه ، د تاسی ناقصی او احمقانه کرښی ښکاره کوی چی تاسی نه دی غفارخان او ولی خان برخه کښی هیڅ معلومات نلری او نه د محمد داؤد خان برخه کښی ! که تاسی اصیل افغان وۍ او افغان ملت سره دی همدردی درلودای نو تاسی جاهل به د محمد داؤدخان کمونیستی کودتا ملاتړی نه ښکاره کوله ، د خود خواه دکتاتور به د روسیی غلامو کمونیستانو په کومک او روسیی په هدایت کمونیستی کودتا نه کوله حتی اخیر کښی همدی ملاتړو کمونیستانو د کمونیستی کودتا رهبر په قتل ورساوه او خپل فامیل ئی هم قربان کړ !!!!
    دداؤدی کمونیستی کودتا پنجابی پاکستان او اخوندی ایران ته زمینه برابره کړه چی خپل غلامان د اسلام شعار لاندی تربیه کړی او اوس پنجابی پاکستان د خپلو روزل شوو غلامانو په ذریعه په افغانستان حاکمیت لری ، دا چی تاسی جاهل د غلامی پیروی کوی نو تاسی د افغان ملت اصلی دوښمن یاستۍ !!!!

    یاده : جاهله او په څلورو روانه ، غفارخان او ولی خان کمونیستان نه وو هغوی ځانونه خدائی خدمتګاران بلل او ددوی لاره د ما له خوا نه تعقیب شوی دی او نه می ملا تړی کړیدی ځکه په ښکته پښتنو می نه پخوا اعتبار درلودو او نه اوس !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب