پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو په اړه د پاکستان د سترې محکمې د ځانګړې...

د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د سترې محکمې د ځانګړې غونډې اعلان

تاند(یکشنبه، د قوس ۵ مه) د پاکستان سترې محکمې د یو شمېر ملتپالو او مترقي سیاستوالو د هغې عریضې څېړلو ته ځانګړی پلاوی ټاکلی چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستو روان بهیر یې ناقانونه ګڼلی او پر ضد یې شکایت کړی.

د پاکستان ډاون ورځپاڼې لیکلي چې ستره محکمه د یادې عریضې د ارزولو لپاره راتلونکې جمعې ورځ غونډه کوي.

سرچینه زیاتوي: سترې محکمې د دې غونډې لپاره د سردار طارق مسعود په مشرۍ د یحیي افریدي او عایشه ملک په ګډون یو پلاوی ټاکلی دی.

د پاکستان یو شمېر سياسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو لکه: افراسیاب خټک، محسن داوړ، فرحت‌الله بابر، ایمان زینب مزاري، سناتور مشتاق احمد، امنه مسعود جنجوعه، محمد جبران ناصر، احمد شبر، عمران شفیق او یو شمېر نورو د پاکستان د لنډمهالي حکومت د هغې پرېکړې پر ضد ثبت کړه چې هلته مېشت افغانان په زور له هېواده وباسي.

محسن داوړ څو ورځې مخکې ویلي وو چې د سترې محکمې له یوه غړي سره یې لیدلي او هغه د دوی پر عریضې د غور ډاډ ورکړی.

پاکستان څه باندې یوه میاشت د مخه د څو میلیونو افغان کډوالو د په زوره اېستو امر وکړ چې ورسره سلګونه زره تر اوسه له ناوړه چلند وروسته اېستل شوي او نور د اېستو له خطر او د پاکستاني ځواکونو بد چلند سره مخامخ دي.

پاکستان د دغو کډوالو د نه اېستو او ورسره د ناوړه چلند د نه کولو په اړه د ګڼو نړیوالو سازمانونو او په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب