دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+ایا له ذهني پلوه بیخي ناکاره او کم عقله انسان شته؟

ایا له ذهني پلوه بیخي ناکاره او کم عقله انسان شته؟

ډاکټر عیسی ستانکزی

ښايی دغه خبره تاسو ته هم شوي وي چې ته د هيڅ کار نه ېې او ممکن تاسو ځېنې کسان ناقص العقله یا کودن ښکاره شي . خو که دغه لیکنه ولولئ ممکن په دې برخه کې مو قضاوت بدل شي . له بده مرغه زمونږ لوستي حتي ډاکټران او ښوونکي دغې باریکۍ ته نه متوجه کېږي.

د انسان د مازغو دواړه نیم کرې د کورپوس کولوزوم په نامه د یوه جودښت په وسیله سره تړلي دي. په امریکا کې د کیم پيک په نامه یو کس اوسیده چې  په دغه جوړښت کې د ستونزې له امله د مازغو دواړه برخې ېې سره ګنډل شوې نه وې. د (Rain Man) په نامه فلم هم د همدغه کس د کېسې په اساس جوړ شوی.  د کیم پیک د مازغو دغه دواړه برخېٌ سره سمې وصل شوې نه وې په بله وینا له یو بل سره  ارتباط نه شي ټینګولی. کیم پیک د ژوند په لومړیو څلورو کلونو کې ایله ګرځېدل زده کړل . ډاکټرانو ذهني وروسته پاتې یا معیوب وباله او پرېکړه وشوه  چې باید نوموړی د ذهنی معیوبینو په روزنتون کې وساتل شي. خو وروسته د کیم پیک وړتیاوو ډېر خلک حیرانه کړل.

کیم پیک په پنځه کلنۍ کې لوستل زده کړل، ماشوم به  چې هر کتاب ولوست نو اپوټه به ېې په المارۍ کې کیښود. مور او پلار ېې ډېر ژر پوه شول  چې المارۍ له سرچپه کنابونو ډک شول خو  تر دې مهمه دا چې مور او پلار متوجه شول چې کیم پیک خارق العاده حافظه لري. پيک دا وړتیا درلوده چې په يو وخت د یوه کتاب دواړه مخه ولولي. د کتاب کيڼ مخ ېې په کيڼه سترګه او ښی لوری ېې په ښۍ سترګه لوسته. په لسو ثانیو کې به ېې یو مخ لوست، په یوه ساعت کې به ېې کتاب ټول لوست.

تر ټولو په زړه پورې خبره دا وه چې کله به کتابتون کې ته لاړ هلته به ېې په ورځ کې اته کتابونه لوستل.

په ټول کې هغه به چې کوم کتاب ولوست حفظ به ېې کړ ټول ټال ېې دولس زره کتابونه حفظ کړي وو. د شکسپیر له شعرونو رانیولې تر مهمو علمي کتابونو او حتی د ټولې امريکا  تر زېپ کودونو پورې  ډیر معلومات ېې  په حافظه کې خوندي کړي وو. که څوک ووايي چې انساني ګوګل به څوک وي نو بې له شکه چې کیم پیک ېې له پامه نه شوای غورځولی.

چې کله به چا له کیم څخه پوښتنه وکړه. چې لس کاه مخکې یا وروسته په فلانۍ نيټه کومه ورځ وه؟  بې له ځنډ به ېې وویل پنجشنبه یا مثلا شنبه. خلک به ورغلل چې د زوکړې ورځ ېې ورته ووایي کال او نېټه به ېې ورته وویل هغه به سمدستي ورځ وریاده کړه.

د مثال په توګه خلکو ته به ېې ویل ته په یوه  جمعه زېږېدلی ېې نه یوازې دا بلکه دا اټکل ېې هم کاوه چې د اتیا کلنۍ کلېزه به دې په یوه شنبه وي.  د کېم پیک وړتیاوې خاصې او عجېبې وې خلکو به ورته «Kimputer» او«mega-savant»  هم ویل.. که تاسو اوس هم د هغه نوم ګوګل کړئ ډېرې نورې کېسې به ېې هم پیدا کړئ. البته د هغه ژوند اسانه هم نه و، له خلکو سره په ناسته پاسته نه پوهېده او حتی د کالیو تڼۍ ېې هم نه شوای تړلای له دې ټولو ځانګړتیاوو سره سره ېې ای کیو ټسټ  تر منځنۍ درجې هم ټيټ و.

کله چې به د عصبي او رواني برخې څېړاندو ترې مرسته غوښته کله ېې هم نه ونه ویل د هغه د همکارۍ له برکته څېړاند د انسان د حافظې په برخه کې په ډېرو شیانو پوه شول. نن سبا څېړاند اټکل کوي چې د کېم پېک دغه خارق العاده وړتیا له دې امله وه چې د مازغو دوه نیم کرې یا کېڼ او ښی لوری له یو بله جلا وو. له همدې امله ېې مازغو انډول نه شو ساتلی او په ځینو برخو کې نابغه خو په ځینو نورو برخو کې کودن یا ناقص العقل و. دا په دې معنی هم کیداي شي چې که انسان په یوې برخې کې خاصه وړتیا نه لري په بله برخه کې ممکن نابغه وي.او یا دا چې هر انسان د یوه کار دی هیڅ بېکاره او کمعقله انسان نه شو موندلی . ځکه خو په اروپا کې اوس  معیوبو یا ذهني وروسته پاتې انسان ته ناقص العفل نه وایي . دلته اوس یوه معقوله په طب کې عامه ده چې وايي هیڅ انسان معیوبه نه دی که د انسان او چاپریال تر منځ فاصله یا خنډ ختم شي نو کامل دی . مثلا که یو څوم په ویلچېر کې ناست وي او تعمیر لیفت ونه لري نو معیوبه دی خو که تعمیر لیفت ولري نو د دغه کس توپېر له نورو سره نه وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب