شنبه, جولای 27, 2024
Home+عدل، انصاف او مساوات؛ | حضرت عثمان نوري

عدل، انصاف او مساوات؛ | حضرت عثمان نوري

عدل، انصاف او مساوات درې متفاوتې کلمې دي؛ خو موږ یې ډېری مهال په یو مفهوم افاده کوو. ډېری مهال موږ په خبرو کې وایوو، چې ((عدل او انصاف غواړو.)) همدا شعار بیا بیا اورو او لولو؛ کله یوازې انصاف کلمه اورو او لولو، که ورسره د عدل کلمه هم یو ځا وی؛ خو دا چې دا جمله هم په خپلو کې سره ضد او نقیض ده، ښه ده چې په اړه یې دلته یو څه روښانه کړو؛

عدل خو هسې هک عدل شو، معنی دا چې ټولو ته یو ډول حق سپارل، مور و مېره نه کول؛ ټولو ته په یوه سترګه کتل؛ توپیري چلند نه کول؛ خو دا د انصاف کلمه اصلا د (النصف) څخه ریښه اخلي، چې که په پښتو ژبه کې یې معنا کړو، بیا پوهېږو چې موږ سم یوو، که ناسم؟ (نصف) په منځ نیمولو ته وايي.

د دې لپاره چې په دې موضوع ښه پوهه شو،  ښه ده چې په دې اړه ستاسې مخته یوه بېلګه کېږدو.

لومړی: ښه ده چې د عدل په اړه یو څه ولیکو؛

د بېلګې په توګه تاسې چې د قد لوړوالی مو ۲ متره دی، له دوه نورو ماشومانو سره چې د یو قد یو متر او د بل نیم متر دی، د کرکټ یو لوبغالي ته تللي یاست، له دې لوبغالي ګرد چاپېره یو متر دېوال تاو شوی دی. ستاسې قد خو هسې هم لوړ دی په اسانۍ سره کولی شئ چې د لوبغالي دننه سیالي ننداره کړئ، معنی دا چې تاسې ته یو مېز یا بل څه تر پښو لاندې نه دی اېښودل شوي او خپله توانېدلي یاست، چې هر څه وګورئ؛ خو دا چې تاسې سره تللي دوه کم عمر ماشومان چې یو یې یو متر قد لري، د پښو څخه لاندې ورته یو مېز چې یو متر لوړوالی لري، اېښودل شوی، دوهم یو چې نیم متر قد لري، ورته یو نیم متر لوړ مېز اېښودل شوی، دوی دواړه په دې سره توانېدلی چې د لوبغالي دننه روانه سیالي ننداره کړي؛ معنی دا چې درې واړو ته خپل حق ورسېد، عدل وشو، کوم توپیري چلند ونه شو او هر څه په ښه توګه سنبال شول. درې واړو دننه لوبغالی او پکې روانه سیالي ننداره کړه.

دوهم؛ انصاف:

انصاف د عربي ژبې ویوکی دی او اصلي ریښیه یې د (النصف) څخه اخیستل شوې، معنی یې ده، په منځ نیمول. موږ ډېری مهال په ژرندو، هټيو، شرکتونو، لویو پلورنځيو او په ګڼو نورو ځایونو باندې د خپل نوم/وروستي نوم سره د انصاف نوم کاروو، لکه (انصاف سولر پلورنځی، انصاف چپلک فروشي، انصاف موبایل پلورنځی، انصاف خوراکه فروشي  او نور…)

  • لومړی خو ډېره مهمه ده، چې د لیکدړو نومونه نه باید په نورو او بهرنیو ژبو وي، چې وي د هغه ځای په سوچه او کره ژبه دې وي، لکه ښه ده چې له دې بېلګو ګټه واخلو؛ (رڼا روغتون، تورلرګي دوه لارې او…) معنی دا چې د لکیدړو په نوم اېښودو کې باید غور وشي او په ډېر فکر او احتیاط ورته نوم غوره شي، ولې چې دا یو تاریخي کار دی، او ښايي په پېړیو – پېړیو بیا دا نوم دود وګرځي، چې بیا په اسانۍ سره نه بدلېږي.
  • دوهم: که د هټيوالو او پلورونکو تر غوږونو دا خبره لاړه شي، چې اصلا دا د (انصاف) کلمه د دوی لپاره تاواني ده، بیا چې ور پسې جایزه هم ورکړې، فکر نه کوم، که بیا یې ولیکي. اصلاً دا موږ ته له ډېره پخوا په مېراث را پاتې ویوکی دی، چې کاروو یې، په معنی یې ځان نه پوهوو او په پټو سترګو په تېر پسې روان یوو. په ساده ژبه به یې ووایو، (موږ غوږ ته نه ګورو، سپي پسې ځغلو، بیا چې وګورو، سپی نه شته، هیسې غوږ ته لاس یوسو، غوږ راپورې وي، نه ښه وي، نه بد.) اوس چې یو شمېر هټېوال یو څه پوهه شوي، په لیکدړو کې یې د (انصاف) پر ځای د (عدل) ویوکی کارولی، لکه په بازارونو کې مې څو لیکدړې ولوستې، ښه ده چې یو څو بېلګې یې دلته ولیکم؛ (عدل سولري ژرنده، عدل د خوراکي توکو پلورنځی، عدل قرطاسیه او…)

بیا د دې لپاره چې ځان نورو ته عادل ور ښیوو، لږ تر لږه د (انصاف) پر ځای ښه ده چې په لیکدړه کې د (عدل) ویوکی وکاروو. یوازې لیکل هم بسنه نه کوي، عمل ورسره خامخا پکار دی. تکراراً وایوو، لیکدړو کې د بهرنیو ویوکو پر ځای که د پښتو سوچه او کره ویوکو ته ځای ورکړو، هم به مو د ځان او هم به د ټولنې سره نېکي کړې وي.

درېیم: مساوت؛

که لږ یې ساده او اسانه ووایوو، ښه به وي، مساوات د (مساوي) څخه اخیستل شوی ویوکی دی، په ریاضي او حسابي مضمون کې ورته حاصل (لاسته راوړونکی څیز وايي.)

د دې لپاره چې د مساوات ویوکی په ښه توګه وپېژنو؛ ښه ده چې پاس ذکر شوې بېلګه کې یې دلته په اړه وضاحت ورکړو.

د بېلګې په توګه تاسې چې د قد لوړوالی مو ۲ متره دی، له دوه نورو ماشومانو سره چې د یو قد یو متر او د بل نیم متر دی، د کرکټ یو لوبغالي ته تللي یاست، له دې لوبغالي ګرد چاپېره یو متر دېوال تاو شوی دی. ستاسې قد خو هسې هم لوړ دی په اسانۍ سره کولی شئ چې د لوبغالي دننه سیالي ننداره کړئ، معنی دا چې تاسې ته یو مېز تر پښو لاندې اېښودل شوی، بیا پرې له پاسه درېدلي یاست، که دا مېز هم نه وای، تاسې دننه لوبغالی او سیالي لیدلی شو، خو د دې سره سره بیا هم یوه برخه در سپارل شوې، هغه مو هم را اخیستې، تر پښو لاندې کړې مو ده، او دننه چې هر څه دي، ښه په لوړه سینه یې لیدلی شئ؛ خو دا چې تاسې سره تللي دوه کم عمره ماشومان چې یو یې یو متر قد لري، د پښو څخه لاندې ورته یو مېز اېښودل شوی، چې یو متر لوړوالی لري، دوهم ماشوم چې یو نیم متر قد لري، ورته یو متر لوړ مېز اېښودل شوی، معنی دا چې درې واړو ته یو – یو متر مېزونه اېښودل شوي، دې کې دا یو ماشوم چې یو متر یې لوړوالی دی، په دې سره توانېدلی، چې ایله د لوبغالي دننه سیالي وګوري، معنی دا چې په کافي اندازه لوړ نه دی، خو بیا هم له سیالۍ لیدلو محروم نه دی، خو په دې کې دا یو ماشوم چې نیم متر قد لري، د یو متر مېز سره یې قد یو نیم متر کېږي، چې له سیالۍ کتلو محروم شوی دی، ځکه دېوال دوه متره لوړ دی او ماشوم د مېز د لوړوالي سره یو نیم متر؛ نو نه لوبغالی ولیدل شو او نه دننه سیالي یې. دا مساوات دي، معنی دا چې ټولو ته یو ډول برخه وېشل شوې، ښه او بده پکې نه ده راغلې، لوړه او ټيته، فلانه ده او ډینګه ده، پکې نشته؛ دا کار ګټې او زیانونه هم لري، تاوانونه یې ښايي ډېر نور هم وي، خو دلته به یې د دې یو په اړه یو څه ولیکو؛

دا ټولنه ده، په دې کې د ښه، کمرنګه او بد اقتصادي وضیعت کورنۍ  شتون لري، هغوی چې اصلا خوراکي، غیر خوراکي او نورو توکو وېش مرستې ته اړتیا نه لري، هم د هغې برخې څخه چې ټولو ته له پخوا ورکول کېږي، برخمنېږي، حال دا چې که پلټنه او څېړنه وشي، ښايي اړتیا ورته ونه لري او نه هم ورته وېش ورسي، چې دا خپله د ناانډولۍ یو ډول دی، چې ترسره کېږي.

ګټه یې دا ده چې ګیلې او ناندرې ورسره له منځه ځي، هغوی چې واقعي مستحق دي، ټولو ته په یوه سترګه پکې کتل کېږي، کیسې – بودې پکې نه وي. هر څه سم او په ښه توګه مخته ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب