پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهترکیه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په ګډون د...

ترکیه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په ګډون د افغانستان په اړه غونډه

تاند (پنجشنبه، د جدي ۷مه) د افغانستان د راتلونکي فکري مجمع په نوم یوې ډلې دا ځل په ترکیه کې د دغه هېواد په تړاو غونډه کړې.

یاده غونډه د دوحې د یوې فکر خونې له لوري د یوې پيل کړې لړۍ اتمه غونډه ګڼل شوې ده.

د دوحې د انسټېټیوټ د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز رییس سلطان برکات ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو، ښځینه سیاستوالې فاطمه ګیلاني او یو شمېر نورو څېرو ګډون کړی و.

د غونډې د نورو ګډونوالو نومونه نه دي رسنیز شوي.

د یادو غونډو سمبالګر سلطان برکات تورن دی چې د هېواد په اشاره یې د طالبانو لپاره د ملاتړ جذبولو هڅې کوي.

د غونډو د دې لړۍ په مخکینیو یو شمېر ناستو کې د طالبانو ځینو مخالفو څېرو هم ګډون کړی و او دا ډول غونډې یې د افغانستان په اړه له سیاسي مسایلو ور اخوا د فکري تبادلې لپاره ګټورې ګڼلې وې.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې دا غونډې د دوی د ملاتړ په محوریت ګټورې تمامیدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...