Homeخبرونهد میاشتې ۳ زرو ډالرو ته له بانکونو د شخصي حساب لرونکو...

د میاشتې ۳ زرو ډالرو ته له بانکونو د شخصي حساب لرونکو د پیسو ایستو اعلان

تاند (پنجشنبه، د جدي ۷مه) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو عمومي رئیس ملا هدایت الله بدري وايي چې خلک په بانکونو کې له خپلو شخصي حسابونو نور په میاشت کې تر ۳ زرو امریکایي ډالرو پورې ایستلی شي.

نوموړي د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، له دې وروسته د بانکي حساب‌لرونکي کولای شي، په میاشت کې تر ۳۰۰۰ ډالره او د افغانیو په حساب ۲۵۰زره له بانکونو ترلاسه کړي.

د ملا  بدري د معلوماتو له مخې، افغانستان بانک د بازار اړتیا ته په کتو نوي افغاني بانک‌نوټونه وېشي او زاړه هغه راټولوي.

بدري ادعا وکړه چې د افغانستان بانک توانېدلی د معقولو پولي سياستونو په پلي کولو سره د افغانۍ ارزښت وساتي او د ثبات لور ته یې بوځي.

د افغانستان بانک د سرپرست په وینا، په نړيواله کچه افغانۍ د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده او ارزښت يې لوړ شوی دی.

 نوموړي دغه راز د نویو افغاني بانکنوټونو چاپ د طالبانو د رژیم لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې بانکي سکتور ښه پر مخ روان دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالب واکمنۍ پر مهال د افغاني بانکنوټونو د چاپ اعلان په لومړي ځل د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو استازي ټام ویسټ کړی و.

هغه په دې اړه نور جزییات نه وو ورکړي، خو ویلي یې وو چې دا پیسې د دوی په مرسته چاپ شوې دي.

له دې سره، د بانکونو زیات مراجعین د طالب چارواکو د ادعاوو برعکس د پیسو په ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو شکایت کوي او وايي په دې سوړ ژمي کې ساعتونه- ساعتونه د خپلو معاشونو او پیسو د ترلاسه کولو لپاره پر سړکونو د بانکونو مخې ته منتظر وي، خو پیسې په سختۍ ترلاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...