سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهمجاهد: هیڅوک زموږ پر نیونو د نیوکې او پوښتنې حق نه لري

مجاهد: هیڅوک زموږ پر نیونو د نیوکې او پوښتنې حق نه لري

تاند (یکشنبه، د جدې ۱۷ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې هیڅ هېواد، بنسټ او هیڅوک حق نه لري چې د دوی له رژیم څخه د خلکو د نیولو په اړه پوښتنه یا یې د دغو کړنو په تړاو نیوکې وکړي.

هغه د طالبانو لخوا د « بې حجابۍ» په نوم د ښځو د نیولو وروستیو راپورونو ته په اشارې ویلي چې دا نیونې د « قوانینو» له مخې کیږي.

طالب ویاند د هغو « قوانینو» یادونه نه ده کړې، چې دوی یې له مخې ښځې او نجونې بندیانوي او لباس اغوستل یا ظاهري بڼه یې د شریعت خلاف او بې حجابي بولي.

مجاهد زیاتوي::«هېڅ بنسټ، هېڅ هېواد او هېڅوک حق نه‌لري چې ووايي ولې نیول شوي یا ولې نیول کېږي. په هر صورت لومړی موږ دا نه تاییدوو چې په افغانستان کې خپل‌سرې نیونې شتون‌لري او دویمه دا چې که‌چېرې په کوم ځای کې نیونه کېږي هغه د قوانینو پر بنسټ دي.»

د طالبانو دا ډول نیونې د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او خلکو توندو نیوکو سره مخ شوې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، چې له طالبانو مخکې د افغانستان هیڅ حکومت له ښځو سره داسې چلند نه و کړی؛ بلکې ټولو د افغاني او اسلامی اصولو له مخې د ښځو درناوی کړی و او د ناموس په سترګه یې ورته کتلي وو.

4 COMMENTS

  1. پا خبره مونږ هم منو چی هیڅ څوک حق نلری چی دا پوښته وکړی خصوصاً دا نا اهله او بیکاره اداره د ملل متحد په نوم دا ملل متحد نه بلکه دی سی ای ایې یوه برخه ده چی د امریکا په دالرو چلیږی او د امریکا په امرونو کار کویې که دا بنستونه په افغاتستان مښی دخلکو حقونه غواړی اول دی په فلسطین کښی دخلکو حقوق وپوشتی اسلام یو طرف ته کړی انسانان خودی دانسانیت حقوق چیری دی ملل تامتحد سترګی ړندی او غوږونه یې کاڼه دی ملل متحد هیڅ دا حق نلری چی داسی یوه غبر اسلامی پوشتنی وکړی کله چی یو حکومت او خلک په رسمیت نه پیږنی باید ځان ته دا حق هم ورنکړی چی بیځایه پوښتنی وکړی هغه د پوښتنی ولا خلک د بوش لمسیان ټول ولاړل په افغانستان ټول سوچه او پاک مسلمانان پاتی او دوی باید اسلامی شرایطو باند ژوند وکړی او نور دکفر نړی لاس لنډ کړی فلسطین مونږته لوی مثال ده او غټ درس ده

  2. دا چه افغانستان دا حق څان ته نه ورکوی چی دبل هیواد دحکومت ځخه د هغوی د کړنو پوښتنه وکړی بل هیځ هیواد او ملګری ملتونه چی دامریکا یوګوډاکی سازمان دی هیخ حق نلری جی د اا دکړنو پوښتنه وکړی که دیو ځو بد اخلاقو ښځو بوښنه کوی ټول ټال به سل یا یو نیم سل جوړیړی هغوی دی هم د نورو په شان امریکا ته بوڅی زمونړ د درنو افغانانو اخلاق دی په دوی نه خرابوی.

  3. د حضرت عمر فاروق “رض” عدالت
    د عدل او انصاف ځیني پیښي:
    ١. يو ځل د حج په ورځو کې يې ټول مامورين راوغوښتل او ورته یې ووئيل: څوک زما په اړه شکایت لري؟ حضرت عمرو بن عاص “رضي الله عنه” د مصر والي او نور لوى لوى مامورين هم موجود وو، يو کس ودريدی او ويې ويل چي: پلاني حاکم پرته له کوم جرمه سل دورې ووهلم. حضرت عمر فاروق “رضي الله عنه” ورته وویل پاڅه او خپل بدل ځیني واخله. حضرت عمرو بن عاص ‘رضي الله عنه” وویل: اي اميرالمؤمنينه! په دې کار سره به ټول حاکمان بي زړه شي. حضرت عمر رضي الله عنه وویل: بې لدې بله لار نسته، دا يي وويل او عرض کوونکي ته يې وويل چې پاڅه او خپل انتقام ځیني واخله. آخر حضرت عمرو بن عاص رضي الله عنه د عرض کوونکي خوا ته ورغى او هغه يې په دي راضي کړ چې سل ديناره واخلي او ابرا وکړي.
    ۲. يو وخت د قريشو مشران د حضرت عمر رضي الله عنه د ليدلو لپاره راغلل، اتفاقاََ حضرت صهيب،حضرت بلال او حضرت عمار رضي الله عنهم او ځينې نور کسان هم حاضر وو چې زياتره يې ازاد سوي مريان وه، حضرت عمر فاروق “رضي الله عنه” لومړی دوي خپل حضور ته راوبلله او د قريشو مشران منتظر پاته سول.
    پر ابو سفیان “رضي الله عنه” (چي د جهالت په وخت کې د خپلې قبيلې رئیس و) دا کار ډېر ګران تمام سو او ويې ویل: سبحان الله مريانو د خلافت د دربار اجازه و لرله او مونږ انتظار باسو.
    يو شمېر نور (چې حق پيژندونکي وو) وویل: موږ بايد له حضرت عمر فاروق “رضي الله عنه” څخه شکایت ونکړو، اسلام ټولو ته په يوه آواز بلنه ورکړه څوک چې له خپلې بدبختۍ نه وروسته پاتې سول نن هم باید وروسته پاتې سي!
    ٣. يو ځل د غنيمت مال لاس ته راغى، ام المؤمنين حضرت حفصه رضي الله عنها چې د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه لور او د خاتم النبيين امام المرسلین حضرت محمد صلى الله علیه بى بى وه د خپل پلار حضورته ورغله او ويې ويل: څه چې زما حق وي رايي کړه! حضرت عمر فاروق رضي الله عنه وویل:لورجانې! ته زما په خاص مال کې حق لرې، خو دا د غنيمت مال دي، ته غواړې چې خپل پلار په مغالطه کې واچوې؟
    حضرت حفصه رضي الله عنها حيرانه سوه او له خپل ځايه پاڅيده او ولاړه.

  4. ګوډاګي مجاهد ته: ستا په څیر ډیر غلامان دلته بهرنیانو د خپلو موخو لپاره راوستل او د پروژه د تکمیلیدو سره یې څپ وهل. ستاسو د څپ وهلو وخت هم رانیږدي سوي. کله چې امریکایان راغلل نو شمالي ټلوالي ستاسو له زخمیانو او مړو نه پرتوګونه وویستل. زه ډېر لرم چې تاسو به یوځل بیا وتښتي او دښمنې به پښتنو ته پریږدي. وایې د میږۍ چې د ورکیدو وخت راسي نو وزرې وکړي. په تاسو هم همدا کانه کیدونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب