Homeخبرونهد جمعیت علمای اسلام مشر نن کابل ته راځي

د جمعیت علمای اسلام مشر نن کابل ته راځي

تاند (یکشنبه، د جدې ۱۷ مه) د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان نن (یکشنبه) افغانستان ته سفر وکړي.

جیونیوز د نامعلومو سرچینو په قول وايي، مولانا فضل الرحمان به په دې سفر کې، چې له لسو کلونو وروسته افغانستان ته د ده لومړنی سفر دی، د ټي ټي پي او د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو په شمول پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت سرپرست سرداراحمد جان شکېب د دسمبر په ۱۶ مه له مولانا فضل الرحمان سره وکتل او هغه ته یې د افغانستان د سفر بلنه ورکړه.

وروسته د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې د جمعیت علمای اسلام مشر ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړل شوې خو ده په عین حال کې وویل چې نوموړي ته یې د دې لپاره بلنه ورکړې چې په افغانستان کې حقایق له نژدې وویني.

له حقیقتونو د ښاغلي مجاهد اشاره هغو تورونو ته وه چې پاکستان یې د ټي ټي پي د ملاتړ په اړه د طالبانو پر حکومت پوري کوي خو طالبان یې په کلکه ردوي.

فضل الرحمان تر دې وړاندې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې په ۲۰۱۳ م کال افغانستان ته راغلی و.

څو پاکستاني رسنیو ویلي چې له مولانا فضل الرحمان سره به په دې سفر کې د پاکستان د ملي جرګې پخوانی غړی جمال الدین مسعود ملګری وي.

فضل الرحمان جیونیوز ته په یوه مرکه کې، چې نن خپرېږي، ویلي چې دی د پاکستان د حکومت له لوري په ورسپارل شوي ماموریت افغانستان ته ځي.

ده زیاته کړې:«زه په خبرواترو باوري یم خو که مځکني حقیقتونه په نظر کې ونیول شی له ټي ټي پي سره د خبرو لپاره یوې هراړخیزې ستراتیژۍ ته مخه کولی شو.»

پاکستان تور پورې کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان خاوره کاروي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه په کلکه ردوي او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

طالبان په عین حال کې وايي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.

مولانا فضل الرحمان ویلي چې د افغانستان د سفر په لړ کې به کندهار ته هم لاړ شي چې د طالبانو له مشر مولوي هبت الله اخوندزاده سره وویني.

1 COMMENT

  1. صوبیدار عبدالخیل چې د مولانا فضل الرحمٰن نیکہ ؤه په 1878 کال کې برطانوي استخبارتي سازمان ته جذب شو او انگریزي فوج سره د وزیرستان اورکزو او خیبر اونورو پښتنو غازیانو په زپلو کی د پام وړ مرسته وکړه چه انگریزي سرلښکر ورته د صوبیدار افتخاري فوجی رتبه په 1884م کال کی ورکړه.
    عبدالخیل د وزیرستان او پښتنو په خاوره د فقیر ایپي غازی میرزاعلی خان او د ډبرو پښتنو غازیانو تحریکونو او نفوس په ټکولو کی ډیر قوي کار وکړو او هم د مسٹر ڈیورینڈ سره قوي همکارۍ په سبب د برطانوي فوځ عمومي قوماندان او د استخباراتو لوی ریس ورته د پیښور قلعہ بالاحصار کی په 1896م کال په خپلو لاسونو دملٹري کراس ایوارڈ یو ډیر غټ انعام ورکړو اوهم یی یو رسمي مکتوب ورکړو چې د صوبیدار عبدالخیل کورنۍ به تر هغه وخت پورې چې د زمکی جغرافیه کی برطانیه موجود وي د امتیازاتو، ساتنی، مالی مرستی او استخباراتو کی غړیتوب لري هیڅ قانون او اداره یی مجرم او محاکمه کولی نه شی هر څه نه به مستثنٰی وي او تل به د هر نظام او حکومت برخه وي
    کاپی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...