جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې چاودنې لږترلږه ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په کابل کې چاودنې لږترلږه ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (شنبه، د جدې ۱۶ مه) د کابل ښار له لوېدیځه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې نن ماښام په یوه کاسټر موټر کې د چاودنې له کبله لږترلږه ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د پولیسو ویندوی خالد ځدراڼ رسنیو ته وویل، دا پېښه د ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د سپرلیو په هغه موټر کې وشوه چې دشت برچي ته روان و.

د خالد ځدراڼ په وینا په دې پېښه کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. ده زیاته کړه، ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي خو د پېښې یوه شاهد تاند ته وویل چې په دې پېښه کې ۱۷ تنه ژوبل شوي یا ټپیان دي.

خالد ځدراڼ د پېښې د څرنګوالي په اړه نورجزییات له رسنیو سره شریک نه کړل.

څرګنده نه ده چې په کاسټر موټر کې دننه چاودنه شوې او که په لاره کې یې بم چاودلی دی.

تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی.

دې ته په پام چې موټر دشت برچي ته روان و، ښايي د پېښې قربانیان شیعه هزاره ګان وي. داعش سختدریځه ډله عموماً پر شیعه ګانو بریدونه کوي.

دې ډلې پرون د ایران د کرمان د چهارشنبې د ورځې د دوو چاودنو مسوولیت هم په غاړه واخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب