Homeخبرونهد کابل دشت برچي کې پر ملکیانو چاودنه

د کابل دشت برچي کې پر ملکیانو چاودنه

تاند (شنبه، د جدي ۱۶ مه) د کابل ښار په لویدیزه سیمه دشت برچي کې نن یوې چاودنې لږ ترلږه د طالب چارواکو له قوله، ۳ عام وګړي وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دغو ارقامو له خپرولو سره ویلي چې چاودنه د ملکیانو پر یوه موټر شوې ده.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د پېښې مسوولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

معمولاً داعش ډله په دغو شیعه مېشتو سیموکې د نا امنیو او وژنو پېښو مسوولیت مني.

دا له څه موده ځنډ وروسته کابل کې پر ملکیانو خونړۍ پېښه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...