یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeادبد پولیسي ناول یوه غوره او نوې بېلګه | حفيظ الله بشارت‎

د پولیسي ناول یوه غوره او نوې بېلګه | حفيظ الله بشارت‎

وایي، په شدیده تلوسه لرونکو اثارو کې دقت او تمرکز کمزوری کېږي. له دې اړخه پولیسي ناولونه بیا کمساري دي.
پېچلې غوټې او په پېښه پسې پېښې یوازینی علت دی چې د دې ژانر د ناولونو تلوسه يې له نورو بېله او ډېره کړې ده.
پښتو ادب کې دا برخه کمزورې ده او شوی کار هم تر ډېره پکې په نشت حساب دی.
په دې برخه کې د اېمل پسرلي “مفسد”، د آرش ننګیال “ولسمشر ما وژلی” او “وروستی ولسمشر”، همداراز د رحیم الله بشارت “د شنو ګټو قاضي” او “۳۸ بجې، ٤٠ دقیقې” او… پولیسي ناولونه د یادولو وړ دي.
د ځوان او نوښتګر داستان نویس نصرت ارمان د “مرګ په څو دی!؟” پولیسي ناول چې په دې وروستیو کې مازیګر کتاب خپروندويه ټولنې خپور کړ، د لوستونکو له پراخ هرکلي سره مخ شو.
زما په اند د دې ناول په دومره لويه کچه د هرکلي ځانګړی علت په پښتو ادب کې د دې ژانر د کمو ناولونو شتون دی.
دا ناول ما په یوه ناسته کې ختم کړ. د پولیسي ناولونو لومړۍ او لویه خوبي تلوسه یې له لومړۍ جملې څخه راپیل کېږي.
د ناول پیل بنده ته د استاد شپون “د سمڅې ياران” ناول وريادوي. که څه هم په هغه کې د يو کس د ژوند له نيمايي کیسه پیلېږي او لوستونکی ورباندې د یوې بایوګرافي ګومان کوي، خو دلته بیا برعکس لکه د يو ليکوال اټوبایوګرافي چې لولې، هغه هم د زوکړې له نېټې بیا تر اوسني ژونده پورې…
همداراز د ناول پیل سړي ته د هندي سیریزونو د سرفلمي صحنه هم ورتداعي کوي… د ناول مرکزي کرکټر ته يې مور غواړي په ٢٨ کلنۍ کې واده وکړي، خلک يې د تعلیم او کار پوښتنه کوي. خو دی نه یوازې له ټولو نعمتونو بې برخې وي، بلکې یو نشه یي او کوڅه ډبه انسان هم وي…. مور يې سرطان کېږي، دی او ورور یې د علاج لپاره په غلا لاس پورې کوي، خو له کومې نتيجې پرته يې مور مري….
دلته یو دمي د مرکزي کرکټر د مور سرطان کېدل، مړه کېدل، وروسته د نوموړي ورور د غلا په تور بندي کېدل، نوموړي ته د خط رالېږل او د ورور ځانمرګی برید یې… بېخي سربداله کوونکې او ژر ژر پېښېدونکې پېښې دي، داسې لکه یو کس ته چې د خپل سفر لومړنۍ پېښې چندان اهمیت نه لري او د سر به دې څه درخوږوم، په ويلو ترې ځان تېروي.
ناول له دې سرفلمي پېښو وروسته لار ته لوېږي. بیا نو لکه له هسکو، ټيټو سړکونو وروسته چې یو دم موټر پخې ته ولوېږي، خو منزل ته په رسېدو کې بيا هم ځای ځای جمپونه خوري.
د ناول غوټې له دې وروسته ورو ورو پسې پېچلې کېږي. ان تر دې چې یو وخت به دې د پيالې چای لا سور وي، خو ته به له دومره ناڅاپي پایلې سره مخ شې، چې شونډو ته دې نیولې پيالې چای به خولې ته له رسېدو وړاندې درنه توی شي.
یا لکه د اګاتا کریسټي د “او بيا هېڅوک نه وو” ناول قاتل چې په سلو رګو کې به دې په یوه کې هم نه راتېرېږي، چې ګواکې قتلونه دې دومره ضعیف سړي کړي وي.
د ناول په وروستیو کې لیکوال یو ځای د لوستونکو د تېر ایستلو په هڅه کې څه ناڅه بریالی ښکاري. مرکزي کرکټر د خپل همکار قاسم له خوا ژغورل کېږي، خو دا چې قاسم ولې تنها خپل ملګری ژغوري، خو ځان نه، حال دا چې د بم چاودنې ته لا هم پنځه شاوخوا دقیقې پاتې وي او بله يې دا چې قاسم خپل غچ اخیستی وي او ملګری یې هم تر بريا رسولی وي، دلته د قاسم ځان وژنه لوستونکي ته بې شمېره پوښتنې راولاړوي، قاسم خپل هدف ترلاسه کړی و، بیا یې نو ولې په دومره بې موخې چاودنې چې هره خوا پکې ملکي کسان کښته پورته کېدل، له دوښمن سره یو ځای ځان ختم کړ؟ یو سړی هدف ته له رسېدو وروسته ولې د ځان په تاوان لوبه ختمه کړي؟ قاسم ولې په داسې حال کې چې ځان یې هم ژغورلی شوای، ځان وژنې ته ځان ورکړ؟ او….
ليکوال بايد د داسې ګونګې ځان وژنې عوامل ښودلي وای!
ناول ځينې وړې املايي تېروتنې هم لري، ښه مثال یې ډېر ځایه د اوږدې “ې” پر ځای د نرمې يې کارونه ده، لکه: “لګولې” پر “لګولی” لیکل شوی، د “وړې وی” پر ځای “وړی وی” راغلي او…
همداراز په پنځم مخ کې “شول” پر “شوو” لیکل شوی، په ٢٢ صفحه کې “خبرو يې زه فکر کړم” له فکر وروسته “کې” غورځول شوی، او…
دا ناول له نورو پښتو پولیسي ناولونو ځکه بېل دی چې اوچته تلوسه، ناڅاپي پېښې او منځ و پای يې بېخي د نوي ناول لاره تعقیبوي.
پولیسي ناولونه که څه هم د ژوند اړوند دومره ژور څه نه لري، خو د لوستونکي نه یوازې د خوند و دمې سبب کېږي، بلکې د یوې ګټورې تفرېح رول هم ورته لوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...