یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان بانک ريیس د مالي سایبري امنیت په کنفرانس کې د...

د افغانستان بانک ريیس د مالي سایبري امنیت په کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رئیس په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.

د افغانستان بانک ویلي چې نور احمد آغا او ورسره ملګری پلاوی پرون (دوشنبې) د روسیې یاکاترینبورګ ته لاړ چې په مالي چارو کې د سایبري امنیت په کنفرانس کې ګډون وکړي.

دا کنفرانس د فبرورۍ له ۱۹ تر ۲۱ پورې جوړېږي او په کې د مختلفو هیوادونو د مالي سکتور استازي، کارپوهان او شنونکي ګډون کوي.

د دې کنفرانس هدف د مالي سیستمونو، عصري بانکي سیستمونو او د سایبري امنیتي ګواښونو پر وړاندې پر اغیزمنو ګامونو بحث دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره یې د نور احمد آغا د سفر بندیز په موقتي توګه لغوه کړی دی.

دا غونډه به د افغانستان د مرکزي بانک (د افغانستان بانک) لپاره یو مهم فرصت وي چې د سایبري امنیت په برخه کې نوي معلومات ترلاسه کړي، ترڅنګ یې د هېواد د بانکدارۍ سکتور ته هم له نړیوالو تجربو او نویو مفکورو سره د همکارۍ فرصتونه برابر کړي.

د افغانستان بانک هیله لري چې د دې کنفرانس له لارې د سایبري امنیت په برخه کې نوي تجربې ترلاسه کړي او د هېواد د بانکدارۍ د امنیت لپاره لا نور تدابیر غوره کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د فبرورۍ په ۱۴مه په یوه مطبوعاتي بیان کې ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي چارو د مرستیال رئیس‌الوزرا ملا عبدالغني برادر او د افغانستان بانک د عمومي رئیس احمد ضیا آغا (نور احمد آغا) د سفر بندیزونه مؤقتاً لرې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي چې د افغانستان بانک عمومي رئیس به د روسیې په یاکترینبورګ ښار کې د “په مالي چارو کې د سایبري امنیت” کنفرانس کې ګډون وکړي، او ملا برادر به د فبرورۍ له ۹ څخه د مارچ تر ۳ پورې قطر ته سفر وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...