پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهطالبانو او ملګرو ملتونو "افغان کډوالو لپاره د ښارګوتو جوړولو" په تړاو...

طالبانو او ملګرو ملتونو “افغان کډوالو لپاره د ښارګوتو جوړولو” په تړاو ناسته وکړه

تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۹مه】د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د کمېشنرۍ د «کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو” په تړاو ګډه ناسته وکړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د کمېشنرۍ د دوامداره حل‌لارو لوړپوړې سلاکارې فرحانه سټاکر په دې غونډه کې ویلي چې، بنسټيزه موخه یې خلکو او مستحقو کسانو ته د مرستې رسول دي.

سرچینه زیاتوي چې، د دې چارې موخه د لا ښه تامین لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره باید تخنیکي ناستې ترسره شي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا غونډه د یاد وزارت د راستنېدو او بیا ادغام رییس شکرالله شاکر په مشرۍ ترسره شوې، چې د څلورو ښارګوټو د جوړولو په هکله په‌ کې بحث شوی دی.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې هره ورځ له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه لسګونه کډوال په جبري ډول ایستل کېږي او دلته بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...