تاند – یوه تازه څېړنه ښيي چې د مستو منظم استعمال ممکن د کولمو د سرطان د ځینو ځانګړو ډولونو خطر کم کړي.
څېړنه څه وایي؟
د امریکاا د “مس جنرال بریګهام” انسټیټیوټ څېړونکو د ۱۵۰,۰۰۰ کسانو معلومات د لږ تر لږه درې لسیزو لپاره وڅېړل. پایلې ښيي هغه کسان چې په اوونۍ کې لږ تر لږه دوه یا زیاتې پیالې مستې خوري، د کولمو د سرطان په ځانګړو ډولونو د اخته کېدا احتمال یې خورا کمېږي.
د کولمو سرطان نړیواله اندېښنه ده
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، د کولمو سرطان د نړۍ درېیم تر ټولو ډېر عام سرطان دی، چې د ټولو تشخیص شویو سرطاني ناروغیو ۱۰٪ برخه جوړوي.
د ژوند طرز او د کولمو د سرطان خطر
ځینې ژوندي عوامل د کولمو د سرطان د رامنځته کېدو خطر زیاتوي، چې پکې دا موارد شامل دي:
- بېحرکتي (کم فزیکي فعالیت)
- د سګرېټو څکول
- چاغوالی
- د الکولو ډېر استعمال
- د پروسس شوې غوښې ډېر استعمال
- د مېوو او سبزیجاتو لږ استعمال
ولې مستې د کولمو د سرطان مخنیوی کولی شي؟
د څېړنې مشر ډاکټر توموتاکا اوګای وايي، د مستې باکتریاوې د کولمو د نورو باکتریاوو تعادل ساتي. دا تعادل:
✅ کولمې قوي او سالمې ساتي
✅ د کولمو التهابي حالت کموي
✅ د سرطان خطر کموي
نورې روغتیايي ګټې
د مستې استعمال نه یوازې د کولمو سرطان مخنیوی کولی شي، بلکې د لاندې ناروغیو خطر هم کموي:
- دوهم ډول شکرې (Diabetes Type 2)
- د هډوکو نریوالی (Osteoporosis)
- د زړه د ناروغیو له امله مړینه
مستې او تخمیر شوي خواړه
مستې یو تخمیر شوی خوراکي توکی دی چې پکې طبیعي باکتریاوې موجودې دي. نور تخمیر شوي خواړه، لکه:
- کفیر
- پنیر
- کیمچي
- کامبوچا چای
د بدن التهابي شاخصونه کموي او د کولمو لپاره سالمې باکتریاوې برابروي.
یو نړیوال غذايي عادت
د امریکا د واشنګټن پوهنتون د هاضمې متخصص ډاکټر کریس دامان وایي:
🟢 مستې او تخمیر شوي خواړه د روغو کولمو بنسټ جوړوي.
🟢 دا خواړه د نړۍ په بېلابېلو کلتورونو کې د سالمې تغذیې برخه دي. (لکه زموږ تروې)
یوه مهمه مشوره
✔ د غذایي رژیم د بدلون پر وړاندې له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.
✔ د مستو د خوړلو پر مهال د تغذیې لیبل ته پام وکړئ، ځکه چې ځینې مستې زیات قندي مواد لري او د ځینو غوړ ډېر زیات وي. (دا خبره د هغو مستو په اړه ده چې په پلورنځیو کې تیارې موندل کېږي نه د کورنیو مستو)
✔ که مستې ته خوږوالی ورکوئ، د مصنوعي بورې پر ځای طبیعي مېوې ورزیاته کړئ.