تاند (یکشنبه، د جدې ۱۷ مه) یو شمېر رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړی، چې دغه هېواد به روانه میلادي میاشت د افغانستان په اړه غونډه ولري.
ویل شوي چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ولري.
له دې سره، د نوموړي له قوله په روانه میلادي میاشت کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې غونډې خبر هم ورکړل شوی.
دا واضح شوې نه ده، چې دا دواړه غونډې سره جلا او که یو دي؟
ملګرو ملتونو هم تایید کړې چې روانه میلادي میاشت د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه لري او وخت به یې ژر معلوم شي.
د طالبانو غبرګون څه دی؟
د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د مسکو په شمول په هره یوه نړیواله ناسته کې د خپل استازي حضور مهم بولي او په وینا یې د دوی له استازي پرته هر ډول جوړېدونکي ناستې بې ګټي دي.
مجاهد زیاتوي: « د افغانستان په تړاو غونډې هغه وخت ښه پایله لرلی شي، چې افغانستان په جریان کې وي، د غونډې برخوال وي او د خپل نظام او ملت استازیتوب وکړي، په دې صورت کې هم مثبته پایله لري او هم یې پرېکړه اغېزناکه تمامېږي. تراوسه پورې موږ سره اجنډا بشپړه نه ده شریکه شوې، چې شریکه شي او دغه شرایط یې درلودل نو بیا باوري یو چې دا غونډې ګټورې دي، د سیمې ترمنځ نږدیوالی راولي، افهام او تفهیم ته لار خلاصېږي او پرمختګونه په ځان پسې لري او که خدای مه کړه داسې وي چې په خپلسرې توګه وشي او د افغانستان په اړه په داسې صورت خبرې کېږي چې افغانستان په کې غایب وي بیا نو پایله نه لري، لکه څنګه چې تېرو غونډو نه درلوده.»
د افغانستان په اړه له ټولو غونډو سره- سره، لا داسې نښه نه لیدل کیږي چې نړیوال به د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني.
د طالبانو ویاند هیله ښودلې، چې نړیوال به په روان میلادي کال کې د دوی د په رسمیت پېژندلو لپاره نرمښت وښيي.
هغه نه دي ویلي، چې دوی د نرمښت ښودلو په برخه کې څه پروګرام لري؟
د طالبانو منتقدان دوی ګرموي چې ورځ تربلې افراطي کړنې زیاتوي او له دې سره د په رسمیت پېژندلو او نړیوال تمه هم لري.
طالبانو په وروستیو افراطي اقداماتو کې یې د «بې حجابۍ» په نوم کابل کې د یو شمېر ښځینه وو بندیانول هم پيل کړي، چې توند غبرګونونه یې پارولي.
تر دې مخکې طالب رژیم میلیونونه افغان نجونې له زده کړو ګرځولي او ان پارک ته د تلو او یوازې سفر کولو حق یې ترې اخیستی.