جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه ۱۳ ولایتونو کې د واورو او باران وړاندوېنه

په ۱۳ ولایتونو کې د واورو او باران وړاندوېنه

تاند (یکشنبه، د جدي ۱۷ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د مرغومې له ۱۷ څخه تر ۱۸ مې نېتې په هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، هلمند، کندهار، روزګان، زابل، غزني، او پکتیکا ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت اټکل کړی دی.

دغې ادارې په دغو سیمو کې سېندونو ته د نېږدې سیمو له اوسیدونکو غوښتي چې د اوبو د سطحې او ورښتونو له زیاتیدو سره دې د خپل حفاظت لپاره لازم تدابیر ولري.

په وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو سیمو د ورښتونو خبرونه ورکول کېږي.

اقلیم پوهان دا ورښتونه له یوه اړخه د وچکالۍ د کمولو لپاره ګټور بولي، خو له بل لوري اندېښمن دي چې په زیان منونکو سیمو کې به د طبیعي پېښو او زیانونو سبب شي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو اعلان شوی، چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو به ډېر اغېزمن او زیانمن شي.

د طالبانو رژیم بیا پر نړیوالو نیوکې لري، چې د اقلیمي بدلون د اغېزو د مدیریت په برخه کې ورسره سیاسي چلند کوي او افغانستان ته ځانګړې شوې بودیجه او پروژې یې ځنډولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب