شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد جمعیت علمای اسلام مشر فضل الرحمان کابل ته راورسید

د جمعیت علمای اسلام مشر فضل الرحمان کابل ته راورسید

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۷ مه) د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان نن (یکشنبه) د طالبانو د حکومت په بلنه کابل ته راورسید.

فضل الرحمان او ورسره ملګري پلاوي یې کابل ته له رسیدو سره سم د طالبانو د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره ولیدل.

له ده سره په دې سفر کې د جمعیت علمای اسلام ګوند څو نور غړي مولانا عبدالواسع، مولانا صلاح الدین، مولانا کمال الدین، مولانا ادریس، مولانا امداد الله، مفتي ابرار، مولانا جمال الدین او مولانا سلیم الدین شامزيي هم ملګري دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، مولانا فضل الرحمان به په دې سفر کې، چې له لسو کلونو وروسته افغانستان ته د ده لومړنی سفر دی، د ټي ټي پي او د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو په شمول پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سرداراحمد جان شکېب د دسمبر په ۱۶ مه له مولانا فضل الرحمان سره وکتل او هغه ته یې د افغانستان د سفر بلنه ورکړه.

فضل الرحمان کابل ته تر روانیدو مخکې په یوه مرکه کې وویل چې کندهار ته هم ځي او د طالبانو له مشر ملاهیت الله اخوندزاده سره ویني.

فضل الرحمان تر دې وړاندې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې په ۲۰۱۳ م کال افغانستان ته تللی و.

پاکستان تور پورې کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان خاوره کاروي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

4 COMMENTS

  1. دپاکستان دجمعیت علمای اسلام مشر باید وویل شی. نوموړی دنړۍ دعلمای اسلام مشر نه دی.

  2. یقیناً چی د مولانا په جیب او لاس کی نه د افغانستان ویزه شته او نه د مولوی کبیر په جیب کی د افغانستان تذکره پرته ده.

  3. مولانا خو دیني عالم دی دا به ورته ښه معلومه وي. چې د ده په څیر بل څوک داسې لنګوټه نه تړی. برګ ګلدار، ژیړ رنګ، ایا تر اوسه هم چیرته په حدیثو کې د ده د لنګوټي په څیر د لونګوټی یادونه شوی او که سنت طریقه همداسې وی لکه د ده پټکی نو دا ورسره راغلی ملګرو یې ولي سپین پټکي تر سر تاوو کړي. او که سنت طریقه داسې نه وي نو دا عالم بیا په سنت ملنډې وهي. او ولی طالبان داسې چا ته چې په سنت باندې برابر نه دی بلنه ورکوي. او یا ورته استاد وايي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب