Homeخبرونهد کابل په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۵ ته...

د کابل په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۵ ته لوړ شو

تاند (یکشنبه، د جدې ۱۷ مه) د کابل د پولیسو ویندوی خالد ځدراڼ وايي چې د کابل په پرونۍ چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵ ته رسیدلی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ځدراڼ نن همداراز وویل چې په دې پېښه کې، چې تېر ماښام د کابل په دشت برچي سیمه کې وشوه،  ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

پرون خالد ځدراڼ ویلي و چې دشت برچي ته د سپرلیو په روان کاسټر موټر کې د چاودنې په نتیجه کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د هغو په منځ کې ۲ تنه وژل شوي او نور ټپیان دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت دا برید غندلی او د هغه د عاملانو د نیولو او ورته سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...