جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د وردگو د واده دود او بدلې | ٧ برخه

د وردگو د واده دود او بدلې | ٧ برخه

احسان الله ارینزی
په وردگو كې ولور اوس  اوس په منځنى توگه 4  5 لكه افغانۍ(شاوخوا اووه لكه كلدارې) ته رسېږي؛ خو لږ يا ډېرې هم اخستل كېږي(98). له بده مرغه دا شل كاله كېږي چې په وردگو كې د راكړې وركړې ډېر كارونه په كلدارو كېږي. ولور غالباً د خيښۍ په دواړو خواوو پورې اړه لري. كه چېرته پېغله په كومه ستره يا شتمنه كورنۍ پورې اړه ولري او يا د پېغلې كورنۍ نوم او پېژندگلوي ولري او يا پېغله ډېره ښايسته وي ولور يې هم زيات وي. ښكاره خبره ده چې په وردگو كې هېڅكله يوه بېوزلى يا نېستمنه يا د ټېټ ټولنيز دريځ خاونده كورنۍ د داسې كور پېغلې ته زړه نه ښه كوي او مركه نه ورلېږي. كه دا موضوع لږ نوره هم وڅېړل شي؛ نو بايد ووايو چې د وردگو ټولنه طبقاتي جوړښت لري چې هر څوك پكې خپل داسې ځاى او دريځ لري چې ژر نه بدلېږي او ډېر وخت ته اړتيا لري.

د ولور په هكله د سيمې سپين ږيري دوه- درې لامله يادوي. يو لامل چې پلار په لور ولور اخلي دا دى چې خپل زوى ته واده پرې وكړي، دويم د لور پلار دومره پوروړى او نېستمن وي چې غواړي د لور په ولور خپل پورونه خلاص كړي او يا يې درې- څلور كاله لاس وچلېږي او د كور د خرڅ وس ومومي او په پاى كې غټ لامل دا دى چې كه څوك خپله لور بې ولوره واده كړي او يا لږ ولور پرې واخلي، نو كليوال او نور خلك به تبصرې كوي چې دا پېغله ناروغه وه، عمر يې زيات شوى و، كومه (خو) يا عيب يې درلود او داسې نور؛ ځكه يې وړيا يا په ارزانه وركړه چې بيا به بل مېړه ورته پيدا نه شي.

د وردگو د واده په پوښ كې د پېغلې د جامو او نورو شيانو اندازه نه ټاكل كېږي. دا د زوم د كورنۍ كار دى چې پېغلې ته څومره جامې، گاڼې، د سينگار سامان او نور ضروري توكي اخلي. په پوښ كې د پېغلې د خپلوانو جامې (كميسونه او ټكري)، د څيري رخت، نكريزې او نور شامل وي. كميسونه شل- پنځه ويشت وي چې لس يې اصيل يعنې عربي او فرانسوي ټوكران او نور يې معمولي رختونه وي. پوړني يا ټكري پنځه متره وي.

په توى كې غوښه (ژوندي څاروي يا بوده، په منځنۍ توگه 20 -35 منه، هر من 16 پاوه يا 7 كيلو)، وريجې (چې لږ دود دي)، اوړه (30- 50 منه)، مېوه (15 – 25 منه) چاى، بوره (چې دواړه لږ دود دي) او ډېر نور شيان منل كېږي. په همدې غونډه كې چې په پاى كې يې د پېغلې كورنۍ خپلو نويو خېښانو ته شريني يا ځونډى(99) وركوي. د ستنې د وړلو يا ناستې او ودوزن تقريبي نېټې هم ټاكل كېږي.

په هر صورت د دغه خبرو او منلو په پاى كې دواړه خواوې لاس پورته كړي او (دعا) وكړي(100). تر دعا وروسته خېښان په داسې حال كې چې ځونډى يا د ښادۍ كومه بله كوچنۍ نښه يې د يوه سړي په لونگى كې ټومبلي وي رخصتېږي او كه چېرته شرايط سم وي، د خپلې خوښۍ د څرگندولو او د خلكو د خبرتيا له پاره د ټوپك يا تومانچې څو ډزې هم كوي. شرايط مو ځكه ياد كړل چې كه چېرې د پېغلې په كور، نژدې كلي او يا خپلوانو كې مړى شوى وي او په اصطلاح د هغه وير لا نه وي سوړ، نوي خېښان د دغه مړي په درناوي كې د پېغلې په كور – كلي(101) كې ډزې نه كوي؛ خو كله چې خپل كلي ته نژدې شول، كه چېرته هلته هم ورته بنديز نه وي؛نو ښې پريمانه ډزې كوي او حتى كېداى شي چې ډوډۍ گانې پخې كړي، ډمان كينوي او سوبتونه وكړي(102)

كله چې په (دعا) تللي خلك بريالي، كلي ته ستانه شي په ډزو سربېره، بدلې بولي او اتڼونه كوي او خلك په روځو- روځو مباركي ته ورځي، دا هم د دې وخت يو څو بدلې:

اوس به د پلپل پاڼې مړې وكا

اوس به د (…) ټوپك شغلې وكا

*

د مېيينو پاولو ډك مه شې گرېوانه

ښادي دې مبارك شه (….) خانه

له دې (هوكې) او (دعا) وروسته د دوه كورنيو تر مينځ د خښۍ درانه دودونه پيل شي. هلته د ځوان په كورنۍ كې خوشالي وي، درياوې وي، بدلې وې او ډله- ډله نر او ښځې خپلوان او كليوال د مباركي له پاره روځې او خپله خوشالي د ځوان له مور، پلار؛ خويندو، تره، د تره له زامنو او نورو نژدې كسانو سره شريكوي.

څو روځې وروسته د ځوان د كورنۍ له خوا دوه- درې كسه نارينه د پېغلې كور ته ورځي او د ناستې (د زوم پښه خلاصي) د نېټې او لگښتونو په هكله له هغوى سره خبرې كوي. كه چېرته كورواله ناستې ته تيار وي او خپل كور ته د زوم له ښكاره ورتگ او چغلبازۍ سره موافق وي؛ نو د ناستې نېټه ټاكي. د ناستې د مېلمستيا ټول لگښت د ځوان د كورنۍ په غاړه وي او كه چېرته كومه كورنۍ د ځينو ستونزو له امله (ناستې) ته چمتو نه وي، د ډېرو مېلمنو د كښيناستو ځاى ونه لري، د زوم د ناستې پاستې له پاره جلا ځاى او كوټه ونه لري او يا داسې وېره ولري چې خداى مه كړه خور- لور  يې په كور بلاربه (اميدواره) نه شي(103)؛ نو د يوې كوچنۍ ميلمستيا په ترڅ كې د ځوان كورنۍ ته يوازې د واده دوهمه نښه يا (ستن) وركوي(104).

د ريباري يا رويبارۍ د ځپركي په پاى كې د دې خبرې يادول اړين ښكاري چې دا يوه ځوان ته  د يوې پېغلې د غوښتلو دود و؛ خو ډېر كله داسې پېښېږي چې رويباران يوه سپين ږيري يا يوه تنكي زلمي ته د كومې پېغلې په مركه ورغلي وي او يا مركچيان پېغله د داسې يو چا له پاره غواړي چې يوه دوه ښځې نورې هم ولري او يا سړى دښمني ولري او سر ته يې خطر وي او يا دې ته ورته نورې ستونزې، په داسې حالاتو كې د مركچيانو يا رويبارانو كار ډېر دروند وي چې د پېغلې كورنۍ دې ته قانع كړي چې خپله لور وركړي. له بده مرغه چې د كورنيو درنې اقتصادي ستونزې كله- كله د دې لامل كېږي چې يو پلار دې خپله ښايسته پېغله لور په بن وركړي او يا يې سپين ږيري ته واده كړي.

په وردگو كې د (دعا) او (ناستې) يا (ستنې) د دود تر مينځ كوم بل پړاو نشته. په وردگو او ټولو پښتنو كې چې كله (دعا) وشوه او د يو  چا زوى- ورور ته د بل چا د لور- خور د وركولو غږ پورته شو او د خبرتيا ډزې وشوې، بيا هېڅ راز بېلوالى نشته او دا واده به هرومرو كېږي

د افغانستان مدني قانون (64 ماده) د دوو كورنيو تر مينځ دغه پړاو چې پښتانه يې (كوژدن) او كابليان يې (نامزادي) بولي (د ازدواج وعده) بولي. د مدني قانون د دې خبرې مانا دا ده چې دا د هلك او جنۍ د پېژندگولي وخت دى. دوى به د يو بل د پېژندلو هڅه وكړي او بيا به د خپل گډ ژوند په اړه بنسټيز تصيميم ونيسي.

مدني قانون وروسته ليكي چې (د عقد دواړه خواوې كولاى شي چې ورڅخه منصرف شي)؛ خو د پښتنو په دوديزه ټولنه كې دا دوره هېڅ كوم ځانگړى ارزښت نه لري او (كوژده) (واده) گڼل كېږي(105).

رښتيا خبره خو دا ده چې كله په وردگو كې يوې كورنۍ ته د بلې كورنۍ د پېغلې د كېدلو يا (دعا) غږ پورته شو، نور نو هېڅ راز ستونزې او شخړې د دې واده د هرومرو كېدن مخه نه شي نيولى او دا ښځه د دې كورنۍ ناموس بلل كېږي.  اوس نو كه د دې ځوان او پېغلې ژوند له څومره ستونزو سره مخامخ كېږي، څوك سر نه پرې خوږوي؛ خو د ناموس په نامه د هغې خوندې كېدل سل په سلو كې جدي پالل كېږي.

ناسته:

په ځينو وردگو كورنيو كې ناسته د خېښۍ لومړنى او اساسي دود دى. په دې دود كې ټول لگښت د ځوان د پلارگنۍ په غاړه وي، د ځوان پلارگنۍ تر هر څه د مخه د پېغلې كور ته د ناستې خرڅ لېږي. دا خرڅ د دواړو خواوو په خوښه او د دوى د مېلمنو د هركلي په اندازه او يا نوكې ډېر برابر شوى وي.

په دې كې غوښه (پسه يا غوينه، اوړه، مېوه، د پېغلې له پاره جامې،  گاڼې، بوټونه، جرابې، د سينگار سامان او د هغې د ډېرو نژدې خپلوانو له پاره جامې، نكريزې او نور ضروري څيزونه شامل وي.

د وردگو په منځينو كورنيو كې د دغه خوراكي توكو اندازه اوس- اوس داسې ده: اوړه(15- 20 من)، غوښه (ژوندى څاروى) 10- 15 من او مېوه(مميز، توت، نخود، شرينۍ، نقل، چاكليټ او داسې نور شيان چې سره گډېږي او څرنگوالى يې د كورنيو په اقتصاد او سويه پورې اړه لري).

د ناستې له ټاكلي نېټې څخه يوه روځ مخكې د ځوان د كورنۍ له خوا څلور- پنځه ښځې او نارينه د پېغلې كور ته خرڅ يا پوښ وړي. كه دا خېښې په يوه كلي كې د ننه وي، د خرڅ وړل اسانه وي؛ خو كه خيښي په ليرو كليو كې وي، د خرڅ وړل ستونزمن وي. پخوا به دا خرڅ په خرو وړل كېده؛ خو اوس له موټرو څخه كار اخستل كېږي. په پوښ روانې ښځې پلې وي كه سورې خپل پوښ ستايي او نارينه له حركت څخه د مخه معمولاً د ټوپكو څو ډزې كوي. ځينې كورنۍ د خپلو ستونزو له امله د ټنگورو يا خېښانو ښځو او ساز او سوبت  سره موافقه نه كوي او پوښ يوازې يوه ښځه او يو- دوه نارينه وړي(106).

كه گل دى د پلالو گلغومچه (107)  ورسره

(پلانى) په پوښ رېيي(108) خويندې جوړه ورسره.

*

د موږ د پېغلې پوښ د ملغلرو(109) دى

(….) خيالي راوړى له كابله دى

سبا ته د ځوان د كورنۍ ښځينه او نارينه كسان د ده په گډون د پېغلې كور ته ورځي. د دغه مېلمنو په شمېره مخكې دواړو خواوو موافقه كړې وي. كه د پېغلې كورنۍ ډېرې خونې او يا ستر ميلمستون ولري او يا مراسم په توده هوا كې په ځاى كېږي او نارينه بهر كيناستى شي او يا جومات د مېلمنو د هركلي له پاره برابر شوى وي(110)؛ نو د مېلمنو شمېره ډېره وي. په دې غونډه كې ټول خوشاله ښكاري، يو په بل ټوكې ټكالې كوي او مشران د خپلې نوې خېښۍ د درنوالي، برم، ښكلا او ښه دوام په هكله خبرې كوي.

په وردگو كې ټوكې يوه معمولې خبره ده. خلك په خپلو كورونو او كليو كې يو په بل ټوكې كوي، ځنې نارينه او ښځې په ټوكو كې ډېر نامتو وي او خلك نه غواړي چې په ټوكو كې ورسره مخامخ شي. په خوښيو كې خلك له خپلو مېلمنو سره ډېرې ټوكې كوي او هڅه كوي چې مجلس تود وساتي او ډېر وخاندي.

په وردگو كې دغه ښځينه او نارينه مېلمنو ته لومړى سهارنۍ وركول كېږي. دغه سهارنى په ډېرو ځايونو كې د پېغلې د كورنۍ او نورو كليوالو په ګډه مرسته برابرېږي.د دغه سهارنۍ په دسترخوان شودې، پېروى(111)، كوچ، پوڅه(112) وطني كلچې، بوسراغې، غوړې ډوډۍ، ښېلى(16)، هگۍ، حلوا، شيربرنج او نور خوراكي شيان ايښي وي.

له چايو وروسته بيا د غرمې تر ډوډۍ پورې د دواړو خواوو تر مينځ خوندورې مركې او ټوكې روانې وي. په دا ټوله روځ په ناسته راغلي مېلمانه د خپلو ټوپكو او نورو وسلو په ساتنه او څارنه مكلف دي او كور بانه دا حق لري چې كومه وسله، په يوه مناسب وخت كې د دوى له سترگو الونيه(113) يا  پټه او گوښه كړي.

خلك وايي هغه څوك چې وسله نه شي ساتلى، د وسلې د گرځولو لياقت نه لري. كه چېرته داسې وشول كوربانه حق لري چې وسله بېرته ور نه كړي او يا يې ښه پرې وځوري او بيا يې وركړي. په داسې حال كې ناغه هم اخستل كېږي.

په وردگو كې معمولاً د غرمې ډوډۍ چې خلك يې د بريځر ډوډۍ بولي. په 9- 10 بجو خوړل كېږي.(114) له ډوډۍ څخه وروسته چې معمولاً ښوروا وي، د كلي ملا د (ايجاب او قبول) شرعي دود په ځاى كوي. يو څوك د زوم په نرۍ گوته لږ نكريزې ږدي، زوم  دغه كس ته لږ پيسې وركوي او د ځوان پلار يا بل مشر(115) د ولور يوه برخه پيسې د پېغلې پلار يا بل مشر ته سپاري. په وردگو كې كله دا خبره پټه وي او عام خلك د ولور په اندازه يا د وركړې په شرايطو ډېر نه پوهېږي؛ خو كله دغه ټوله راكړه وركړه د خلكو په مخكې تر سره كېږي چې سبا د كومې احتمالي ستونزې په وخت كې شاهدان وي او سپينه خبره وكړي(116).

له ډوډۍ او د ايجاب او قبول له شرعي دود څخه وروسته مېلمانه رخصت غواړي؛ خو زوم د خواښې په كور كې پاته كېږي. كورواله ټول مېلمانه نر او ښځې نازوي او د دوى د دريځ له مخې سوغاتونه وركوي چې په هغه كې لونگۍ، جامې، پټوگان، دسمالونه، ځونډي او نور شيان د يادولو وړ دي. له دې سوغاتونو سره جوخت د پېغلې كورنۍ خپلو نويو خېښانو ته (رومال)(117) او  (ستن) (118) وركوي چې د ځوان د ورور يا كوم بل نژدې خپلوان په لونگۍ كې ټومبل كېږي. خلك دغه رومال او ستنې ته (گل) هم وايي(119). له دې وروسته يو ځلې بيا د خېښۍ د ښه پايښت، د ښځې د قدم د نيكمرغۍ او د دواړو كورنيو د ښه چلند له پاره لاسونه پورته كېږي، په ناسته راغلي كسان د پېغلې له كوره رخصت غواړي او روانېږي.

ناويلې دې نه وي پاته چې وردگ د خېښۍ په ټول بهير كې يو د بل عزت ساتي او مېلمانه له كوره (سپك) نه وباسي. له همدې امله د خېښۍ دواړه خواوې يو بل په ښو سوغاتونو  نازوي او ان ماشومانو او هغه څارويو (خر، اس) او په اوس وخت كې موټرو ته چې د زوم له خوا د پېغلې كور ته ورغلي وي سوغاتونه وركوي. د مثال په توگه د اس، اسپې او يا خره غاړې ته گردنۍ(120) راچوي او په موټرو باندې ځونډي يا ريمالونه ځوړندوي. خلك دې سوغاتونو ته (برخې) وايي(121).

كله چې د ځوان خپلوان له (رومال) او (ستن) سره، د پېغلې له كوره څخه راوځي، ښځې بدلې بولي او د خپل كلي په لور روانې شي. دلته نارينه د خوشالۍ ډزې هم كوي:

راغى رومال راغى، رومال پټ دى په كوبو (122) كې

د (…) په سر يې ايښى، سر يې لوړ دى په تربرو كې

*

روماله په جوپو  جوپو دې وړمه

روماله د لوټو په زور دې وړمه

يا: روماله د تربرو په زور دې وړمه

*

په غره كې ټكهار دى ژڼيو ښكار ويشتلى دى

ټول خلك خبر دي موږ ريمال راوړى دى

*

په نريو سريو(123) اور دى لگېدلى

د (…) ته دستار نوى گل ختلى

او كله چې دا خلك د ځوان كور ته ورسي، هلته ښځې په كلا كې د ننه او نارينه بهر سندرې وايي، اټنونه كوي او خپله خوشالي څرگندوي. ناويلې دې نه وي پاته چې دا خوشالۍ د ځوان په كور كې دوه درې روځې دوام كوي. ډله- ډله خپلوان او كليوال راځي او د ځوان مور او پلار ته مباركي وايي(124).
——————————————————————————————————————
[98]  لك- لاك- لاكهـ هندي ويي چې د سل زره (100000) مانا وركوي (رامايانا, ص 283). دا ولور د کتاب د لیکلو او خپراوی په کال پوره اړه لری. د خوست او پكتيا په ځينو سيمو كې (زرمله- ځدراڼ او نور) په ولور سربېره (خلات) او (كبا) هم اخستل كېږي. خلات هغه پيسې دي چې د پېغلې ماما يې اخلي او د (كبا) پيسې د پېغلې اكا اخلي. په دې برخه كې د پېغلې پلار يا د هغې نوې خسرگنۍ د څه ويلو حق نه لري (فولكلور مجله، 1353 ، څلورمه گڼه، ص 28). خلات چې غالباً له عربي خلعت څخه جوړه شوې مفغنه كلمه ده د ماما ولور بلل كېږي. د پكتيا په ټولو قبيلو كې ماما د خورځې په وركولو كې د خلات حق لري او كه ورته ورنكړل شي، هغه كولاى شي چې ښځه راوگرځوي(د پښتني قبيلو، ص 100) په وردگو كې خلات او كبا نشته.

په ځاځيو كې اوس ولور شا او خوا دوه لكه افغانۍ او په سيد كرم كې څلور لكه كلدارې دى. د سيد كرم خلك د ناوې د تره پيسې (دروازه) بولي.  په دې ځاى كې كله چې ناوې وباسي د ناوې تره يا د تره زوى دروازه وتړي او پيسې غواړي. دا پيسې معمولاً 2-5 زره وي او بيا دروازه پرانستل كېږي. په سيد كرم كې د ناوې د ماما پيسې ته كبا((5- 10زره) وايي. ځنې ماماگان په دې پيسو خپلې خورځې ته د كور سامان اخلي(آزاد خان).

په نورستان كې د پېغلې ولور جنسي (بوده گان لكه له 200 څخه تر 400 پورې وزې يا 12- 35 غواوې او غوايه او جنگي شيان لكه تورې، ټوپك او داسې نور شيان) دى او دا څرگندوي چې هلته لا هم د لومړنيو انساني ټولنو غوندې معاملې بارتر دي او د پيسو چلند ډېر لږ دى. (فولكلور مجله، 1355، 6 گڼه، ص 36).

د سرغني ځينې نيمه كوچيان هم د نورستانيانو په شان د ولور په ځاى (واج_ منقول او غير منقول شيان) اخلي (پښتانه كوچيان، ص 190). د سرغني د نيمه كوچيانو په هكله دا څېړنې 28 كاله پخوا د زمينداور د (تيل) او (گونجين) په كليو كې شوې چې خلك يې (اليزي يا عليزى) او (الكوزي) دي.

په مروتو كې ولور نشته؛ خو د ځوان كورنۍ به جينۍ ته د سپينو زرو گاڼه اخلي: سرتاويزونه، باهوگان، كنگړ، وښي(ويشي د لاسونو له پاره)، گيدړۍ (د لاسونو له پاره)، زمري رنگ(د لاسونو له پاره)، ډيدۍ(د غوږونو له پاره)، والۍ (د غوږونو له پاره)، لمنو ډيډۍ، كړۍ (د پښو له پاره)، پنجېپۍ(د پښو له پاره)؛ نورې، اوژده چرچڼې(د كميس له پاره)، پشگوتې، ټيك او اوږۍ او په سپينو زرو ښايسته شوي دوې لوپټې(د مروتو د واده دستور، ص 21).

په كندهار كې ولور تر (هوكې) د مخه ټاكل كېږي او دوه ډوله دى:

الف: دا چې ولور د مخه وټاكل شي او د زوم كورنۍ يې د پېغلې كور ته استوي. ولور معمولاً يو څه د پېغلې او نور يې د پلارګنۍ له خوا مصرفېږي.

ب: ولور نه ټاكل كېږي؛ خو د ځوان كورنۍ د درناوي د پر ځاى كولو له پاره يو څو زره روپۍ د ولور په نامه د پېغلې كور ته لېږي. دا نو بيا په دوى پورې اړه لري چې ټولې اخلي، نيمايي اخلي او كه هېڅ نه اخلي. E

په دې دعا كې نارينه شريني (دسمال) اخلي. په داسې حالت كې د هلك او جلۍ لومړنۍ نكاح د ملا له خوا تړل كېږي او بيا د شريني غوټه او د پېغلې (دسمال) له ځانه سره اخلي او ځي. دا دسمال معمولاً د زوم د ورور يا كوم بل نژدې خپلوان په اوږو ځوړند وي، بهر د خوشالۍ ډزې كوي او خپل كلي ته روانېږي. په كور كې د ځوان كورنۍ په (دعا) تللو كسانو ته سوغاتونه وركوي (د كندهار فولكلور، ص 6).

په اوسني هلمند كې ولور ډېر لوړ دى. وېل كېږي چې په هلمند كې د مخدره مواد كر، پروسس، سوداگري او ترانزيت يو شمېر خلك ډېر شتمن كړي او ولورونه يې تر15 – 21 لكو كلدارو پورې جگ كړي دي. كه څوك دويم او درېيم واده كوي، نو خپل نوى خسر ته له دې ډېرې پيسې او نور لگښتونه هم وركولاى شي(پژواك- د ليندۍ دويم- 1386)

د اپريدو په ځينو قبيلو كې 4- 5 لكه كلدارې ولور شته؛ خو ځينو نورو لكه د پيخې د سيمې على شېرخېلو ولسي پرېكړه كړې چې ولور به شپيته زره كلدارې وي. د عادل خېلو، سورخېلو، غمي بابا او دربابا خلك هم همدا پرېكړه پالي او په خپلو لورانو دروند ولور نه اخلي. (حاجي تاج محمد شينوارى). په شينوارو كې ولور د ودوزن په وخت كې ټاكل كېږي.  E

د صوابۍ، چارسدې، مردان، نوښار او سوات (شنگله) يوسفزي او خټك په خپلو لورانو هېڅ ولور نه اخلي. دا خلك په خپلو نويو خپلوانو (د ځوان كورنۍ ) باندې د (خپه ارتي، پښه ارتي) او واده په مراسمو كې نور لگښتونه لكه پسونه (غوښه)، اوړه، مېوه، كپړې او نور شيان هم نه ږدي. په دې خلكو كې د واده د دودونو په وخت كې هره كورنۍ خپل لگښت په خپله كوي او يو په بل بوج نه اچوي. (فيصل فاران- ژورناليست).

د كرمې ايجنسۍ په شعيه گانو كې چې شمېر يې د ښاغلي نعيم توري په وينا پنځه لكه ته رسېږي ولور ډېر لږ دى؛ خو د ځوان كورنۍ به پېغلې ته پنځه جوړې جامې او چپړې، پنځه تولې سره زر او شرعي مهر (زر- دوه زره پاكستانۍ كلدارې) وركوي. د ښاغلي توري په قول د كرمې غريبې شيعه كورنۍ په خپله خور- لور 50-60 زره كلدارې ولور اخلي؛ خو همدا پيسې بېرته د خپلې پېغلې له پاره د سوغاتونو په اخستلو لگوي. د كرمې په پښتنو كې خلك په خپلوانو او پرديو دواړو كې ودونه كوي. د كرمې ښاري خلك له سني پېغلو سره ودونه كوي او سنيانو ته هم لوڼې وركوي (نعيم تورى).

[99]  ځونډى يا پوپك، دا تزييني څيز له مريو، ورېښمنو او يا رنګه سنيو (سنۍ – وودل شوي وړين ډبل تار) څخه جوړېږي چې د ټولو د كاروني ځايونه سره بېل دي: د مريو او ورېښمو ځونډي د ماشومانو، ټوپك، تسبيح او داسې نورو شيانو د ښكلا  او د سنيو ځونډي د آس، اوښ يا موټر د ښايست له پاره په كارېږي.

[100]  په كندهار كې د پېغلې لومړۍ مركه ښځې كوي. دا ښځې (د ځوان مور، ترور او …) څو ځلې ځي او راځي چې د پېغلې د مشرانو ښځو موافقه تر لاسه كړي. البته دې ښځو هرومرو له خپلو نارينه ؤ سره مشوره كړې وي. كه چېرته د پېغلې كورنۍ دې ته چمتو وه چې راغلو ښځو ته (هو) ووايي؛ نو دوى ته شيريني وركوي؛ خو كله نا كله كورواله ښځې له مېلمنو ښځو څخه  غواړي چې د (هوكړې) له پاره نارينه ورولېږي. نارينه د واده په ولور او نورو لگښتونو خبرې كوي او بيا د (دعا) لاس پورته كوي.(هوكړې) يا (هوكې) د (هو) او (كړې يا كې) څخه جوړه مركبه كلمه ده چې د هو او منلو مانا وركوي.

په پكتيا كې هم كېداى شي چې د پېغلې كورنۍ ژر موافقه وكړي او له خپلو خېښانو سره د خير لاس پورته كړي او يا له څو ځلې تگ راتگ او جرگو څخه وروسته (دعا) ته چمتو شي. كه داسې وشي؛ نو د خير لاس پورته كېږي او د معمول دود سره سم خوانى (شريني) پرې اچول كېږي. د پېغلې پلار مېلمو ته سوغاتونه (دسمالونه، لونگۍ…) وركوي او د ځوان د اړخ خلك د ټوپكو ډزې كوي. پكتياوال په همدې غونډه كې د پېغلې په ولور او نورو لگښتونو (خوړه، پسول، جامې؛ خوراكي توكي، سوغاتونه، نكريزې او نور) باندې هم موافقې ته رسېږي او له دعا څخه وروسته يو بل ته مباركي وركوي(ولسي پوهه, ص 18- 20).  E

د كنړ په پيچدره كې كله چې دواړه خواوې په خېښۍ راضي شي، نو د پريكون يا (گوړه ماتې) وخت ټاكي. د دواړو خواوو كسان په خپلو كې كيني، ولور او نور لگښتونه ټاكي، جنۍ وكيل نيسي او ملا د هلك او جنۍ نكاح تړي، د خلكو د  خبرتيا له پاره يو څو ډزې وشي او د ځوان له خوا راغلي كسان يو بل ته مبآركي وركوي(د پېچدرې… ص 83).

په افغاني هندوانو او سكانو كې ولور او نور لگښتونه شته چې د پېغلې د كورواله ؤ په غاړه وي. په دې خلكو كې د كوژدې په موده كې د خپل خسر كور ته نه شي تللى. (افغان هندوان او سكان، ص 138). د هندوانو او سكانو د واده د دود شرحه د دې كتاب په ضميمه كې لوستلى شي.

د شينوارو په (دعا) كې دسمال يا كومه بله نښه نشته. د شينوارو كوژدن په پسونو كېږي. په دې خلكو كله چې د پېغلې او ځوان د كورنيو تر مينځ موافقه نژدې شوه، يوه روځ سره وټاكي، د ځوان كورنۍ د خپل وس مطابق پسونه د پېغلې كور ته لېږي، څو سپين ږيري او مشران او يو څو ښځې د پېغلې كور ته ورشي، پسونه حلال شي (د دې پسونو شمېره د دواړو خواوو په موافقه او د ځوان د كورنۍ په اقتصادي وضعه پورې اړه لري (معمولاً له دوو څخه نيولې بيا تر لسو پورې)، وريتې وشي، كړايي گانې بار شي، دعا وشي او بيا مېلمانه په خوشالي د خپل كور خوا لاړ شي او د خلكو د خبرتيا له پاره ډزې وكړي (حاجي تاج محمد شينوارى).

د كرمې ايجنيۍ شعيه گان د كوژدن لومړى دعا ته (گوړه ماتى) يا (خواږه څكل) وايي. دا خلك په ودونو كې ډېر لگښتونه نه كوي او هڅه كوي چې خپل دودونه د شرعي حدودو په چوكاټ كې وپالي (نعيم تورى).

په لغمان كې د پېغلې كورنۍ نارينه ريبارانو ته چې دوى يې كله نا كله مركه هم بولي، په يوه ورېښمين دسمال كې نقل او پتاسې وركوي.

د لغمان ځنې خلك دې دسمال ته (نښه) او ځنې (وړوكى دسمال) وايي. ښاغلى عبدالجبار نادر ليكي چې د ځوان پلار په همدې غونډه كې د ولور ټولې پيسې په داسې وخت كې د پېغلې پلار ته وركوي چې نور خلك وتلي وي. نادر صيب وايي چې د لغمان خلك د نوې دوستۍ په وخت كې د پېغلې او ځوان سواد ته هم ارزښت وركوي او ډېرې كورنۍ غواړي چې خپله خور- لور په لوستي او عصري ځوان واده كړي (په لغمان كې د واده دودونه، ص 22).

پكتياوال په لومړۍ روځ يوازې لاس پورته كوي او پېغله د ځوان په نامه كوي. د كونړونو خلك (هوكې) ته (دعاى خير) وايي. وردگ دې دود ته د واده (دعا) وايي. په ننگرهار كې د (هوكې) كلمه (وكې) ده چې لومړي او دوهم توري يې مفتوح او درېيم تورى يې ساكن دى.

په كوچيانو كې ولور د (هو) په وخت كې نه ټاكل كېږي او كوم ټاكلى حد نه لري. په كوچيانو كې ډېرې خپلوۍ په نژدې كورنيو كې كېږي. په داسې حالاتو كې كله چې د پېغلې پلارگنۍ د رويبارانو مركه ومنله، سمدلاسه پسه حلالوي، راغلو خلكو ته ډوډۍ وركوي، ايجاب او قبول كېږي، د ځوان پلار يو څه پيسې په دسترخوان كې ږدي او د (هوكې) دستمال په خپله شمله پورې ځړوي، كوچي ريباران خپلو كېږديو ته د تگ په وخت كې د خلكو د خبرتيا له پاره د ټوپكو ډزې او خوشالي كوي. (پښتانه كوچيان، لومړى ټوك، ص 134).

په همدې بېرته تګ كې كوچيانې ښځې د ښادۍ بدلې بولي او خپل احساسات بيانوي. د دې سندرو ځنې بلگې دا دي:

په كور شين زرغون بالښت ده

په بالښت د موږه څه دي                                                موږ ښادي له خدايه غوښته  E

*

په كور شين زرغون باښت ده

دا بالښت ځنې راواخلئ                د (…) د كور لايك ده

*

د كريړي لرگي وچ لكه د بېرې                     

د موږ كلى كمكى ښادۍ يې ډېرې

*

د دوو ډولو غربي سو                                   شينكى رود وبهېده

د (…) د ښادي غږ سو                                   (…) سپور ودرېده

يا د (….) د ښادي غږ سو                               (….) بيا وبرېښېده

*

څه نري شمال پېڅولونه ښوروي                  ښادې مې د (…) ده عالمونه خبروي

يا: څه نرى شمال پېڅولونه ښوروي              ښادې مې د (…) ده ولسونه ټولوي

يا: څه نرى شمال پېڅولونه ښوروي              ښادي مې د (…) ده وطنونه ښوروي

*

دا پورې غر مې د كجيرانو ده

دا نن ښادي مې د ښو ځوانانو ده

*

دا پورې غر كږو وږو نيولى

ښادي مې د (….) وطن يې ټول نيولي

*

څه نري ژړا په شنو كمرو كې

نن د ښآدۍ غږ د موږ په كليو كې

*

ساندې سپېلنيه سپرو راوستى نيليه

د (…) كلي خبر كئ په موږ غږ ده د ښاديه       

 

(كوچيانۍ پانگه، ص 70- 72 )

 

د غزني او كلات تر مينځ پښتانه كوچيان هم د رويباري له پاره په زړه پورې دودونه لري. ښآغلى غلام محمد ليكي چې كله چې د ځوان د كور مركه د پېغلې كېږدۍ ته ورشي، د پېغلې مور او پلار چې له پخوا نه هم يو څه په موضوع پوه وي، په خپلو كې مشوره وكړي. كه چېرته د دوى لور په ځان باندې پېغله وي او د اوښانو د بارولو، د اوښانو د گونډه كولو، د كېږديو د ودرولو او نړولو او د ډوډۍ د پخولو او د كور د نورو كارونو وس او پوهه ولري او له دې خلكو سره په خېښۍ خوشاله وي نو مېلمنو ته خوږ چاى وركوي؛ خو كه خوښه يې نه وي تريخ چاى وركوي هغه هم په تروه تندي!

كه كومه كوچۍ مور او پلار د مېلمنو په ورتگ او نيمه- نيمه خبره ښه پوه نه شي، نو مركچيان خبره په ډاگه وريادوي. اوس كـه د كورواله وو خوښه وه په خندا_ خندا  دوى امېد واره ساتي؛ خو كه يې خوښه نه وي نو بيا راز – راز پلمې كوي او خبره بل وخت ته پرېږدي.

كله چې (هوكې) وشوه، نو په ولور او نورو لگښتونو خبرې كېږي. د دغه سيمې كوچيان په نغدو پيسو د واده (دود او بايده) كوي؛ خو په ولور كې (ژوندي) يا څاروي وركوي. په كوچيانو كې ولور ضرور دى او خلك بې ولوره پېغلې ته په كمه سترگه گوري او عيبجنه يې بولي. په دې كوچيانو كې معمولي ولور شا او خوا سل ژوندي (90 مېږې، يوه برخه زړې، يوه برخه ځوانې او يوه برخه پشېرلۍ يا تنكۍ او 10 مژان يا پسونه) او شل زره روپۍ. نقدې پيسې د پېغلې مور اخلي چې خپلې لور ته ټك او پوك (كور) پرې برابر كړي.

په دې وخت كې مږ  حلال شي او كورواله د مېنې كور يو- يو نارينه او ښځې راوغواړي، ډوډۍ وركړي، د پېغلې د (هوكې دسمال) او مېوه راواخلي او د مېلمنو ښځو نندارې ته يې كېږدي. ښځې هر څوك خداى وس په دسماله باندې پيسې ږدي او خپله خوښي څرگند وي. د پېغلې مور يو څه ځان ته واخلي او لږ په دسماله پورې غوټه كړي او بيا يې د نارينه ؤ مجلس ته وروړي. حاضرين د ځوان پلار او نورو مشرانو ته د (هوكې) او (دسمال) مباركي وركړي، دوى هم مننه ښكاره كړي او ورته نيكمرغي له خدايه وغواړي، له كيږدۍ بهر يو دوه ټكه وكړي او خداى پامانى واخلي. د پېغلې مور په دوى پسې اوبه وشندي او بېرته خپلې كېږدۍ ته ستنه شي.

د ځوان پلار يا تره يا … خپلو كېږديو ته د رسېدو په وخت كې بيا ډزې كوي او په دې توگه خلك په خپله ښادۍ او خېښۍ خبروي. دا وخت د ځوان مور خپله كېږدي د مېلمنو د هر كلي له پاره چمتو كړي او بيا د راغلو كسانو مخې ته اوبه وشني، ټول يو بل ته مباركي ووايي، د ځوان مور د شا او خوا كېږديو په ښځو ږغ وكړي چې كه د نيمې روځې  خوب كوئ پاڅئ او كه ويښې ياست اټن ته راووځي.

د غلام محمد د  وينا له مخې  كوچيانې ښځې دوه اتڼه لري چې يوه ته (سوړ) او بل ته (تود) اتڼ ويل كېږي. د ښځو د ساړه اتڼ د نارو دوه بېلگې:

 

زموږ په كېږديو گل دى غوړېدلى

ما ويل اور- اور دى صاحب جانه غازي جنگ پر لاهور دى

د دښن په كېږديو وير دى غوړېدلى

 ما ويل اور- اور دى صاحب جانه غازي جنگ پر لاهور دى

*

كاغۍ مشوكه ښكته كړه لونگ اخله

ما ويل اور- اور دى صاحب جانه غازي جنگ پر لاهور دى

د جان هوكې مو راوړه له زړه زنگ اخلي

ما ويل اور- اور دى صاحب جانه غازي جنگ پر لاهور دى

د تاوده اتڼ د نارو بېلگې:

مخ دې په سپين كې سرخي وايي اې

ړنگه بنگه دا نجلۍ ولاړه د يار له څنگه

لكه خاصه چې پر گلاب وغوړوينه

ړنگه بنگه دا نجلۍ ولاړه د يار له څنگه

*                                                          

د يارۍ حال ما ته مالوم دى اې

ړنگه بنگه دا نجلۍ ولاړه د يار له څنگه

لكه ميرزا ته چې مالوم دي دوترونه (دفترونه) اې

ړنگه بنگه دا نجلۍ ولاړه د يار له څنگه

له دې وروسته د ډېر تاوده اتڼ وار راځي. په دې كې ښځې خورا توندې شي او گړندى اتڼ وهي. بدل:

گودر ته ولاړه سه خالدارې اې

اې لاس پر تورپيكي راوړه خالونه انگريزي راوړه

په لاس كې راوړه د مينو سوي زړونه اې

اې لاس پر تورپيكي راوړه خالونه انگريزي راوړه

په دې وخت كې د كلي ځوانان هم په شوق شي، د ځوان په پلار مږ حلال كړي او دوى د ډم او ډول بڼد او بست وكړي. د دې سيمې ځوانان تر هغه وخته پورې چې ډول رارسېږي، خپلې څڼې ووينځي، وېښتان غوړ كړي او د اتڼ جامې  واغوندي. كله چې ډول او اتڼ برابر شي د ځوان د (هوكې دسمال) راوباسي او په كېږدۍ يې وځړوي، اتڼچيان د (مبارك- مبارك) نارې ووهي او اتڼ پيل كړي. (د بښتنو دودونه, ص 212 – 216).

د افغانستان په هندوانو او سكانو كې د پېغلې غوښتل او كوژده كټ مټ د پښتنو په شان ده. د كور كلي مشران، سپين ږيري او مخور د پېغلې كور ته په مركه ورځي او د خېښې تمه څرگندوي. كه چېرته د پېغلې پلار موافق وي، نو د كوژدې د خوږې (شيريني) دسمال وركوي او د ځوان كورنۍ خپل خپلوان خبروي. په افغاني هندوانو او سكانو كې (ولور) نشته او ډېر لگښت د پېغلې د كورنۍ په غاړه وي او ځنې خو د زوم په كور كې د ډوډۍ خوراك گناه بولي(افغاني هندوان او سكان ، ص 137)

 

 

[101]  د كورونو يا كلاوو مجموعې ته كلي وايي. په كلي كې د قبيلې د (خېل) كورنۍ اوسې. كله- كله بېل- بېل خېلونه په يوه كلي كې اوسي؛ خو دا خېلونه به په لوړو كړيو كې سره خپلوان وي.

په ځاځيو او منگلو كې د كلي اصطلاح د قبيلوي هويت پر ځآى هم كارول كېږي. مثلاً له يو چا څخه د قوم د پوښتنې ترمخه د كلي پوښتنه كېږي، څرنگه چې كلى په ثابت ډول د يوې قبيلې د كورونو څخه جوړ شوى وي، نو كله چې خېل كلي وروپېژني، پوښتنه كوونكى پوهېږي چې دا سړى د كوم كام (قام- قوم) يا قبيلې دى. په كلي كې جومات د جرگې او مركې ځاى وي؛ خو د جنوبي او ختيځو خواوو په قبيلو كې د جرگې له پاره په كلي كې (دكانچه) او نور ځانگړي ځايونه جوړ شوي وي. په لويديو خواوو كې دا كار اكثراً په جومات كې كېږي (د پښتني قبيلو, ص 217).

په كونړونو كې تر دعا وروسته په رويبارانو باندې گوړه يا بوره وېشل كېږي. سربيره پر دې هلته ځنې كورنۍ رويبارانو ته يو ورېښمين دسمال هم وركوي چې په يوه څنډه پورې يې (سره زر) او په بله څنډه كې يې (خاوره) غوټه شوي وي. خلك  وايي چې ورېښمين دسمال د ښه خوى او خاصيت، سره زر د سټې، ذات او اصيلتوب او خاوره د زغم نښې بلل كېږي .

په منگلو كې كله چې د كور مشران پرېكړه وكړي چې خپل ځوان ته واده وكړي، تر هر څه د مخه جنۍ ټاكي او له هغوى سره گوري. دوى په دې ليده كاته كې په مقدماتى خبرو موافقه كوي او بيا يو څو كسه نارينه د (هوكې) له پاره د جنۍ كور ته ورځي. دوى هلته په جنۍ باندې (لاس نيوى يا خوانى) اچوي. له دعا وروسته د ځوان له خوا راغلي خلك د نورو د خبرتيا له پاره ډزې كوي  او كورواله مېلمنو ته د  (هوكې) ريمال يا ستن او دوى ته سوغاتونه وركوي(د پښتنو ځنې فولكلوري, ص 40).

د خوست او تڼيو كورنۍ كله چې يوه جلكۍ د خپل ژڼي له پاره خوښه كړي، نو د هغې له كورنۍ او نژدې خپلوانو سره تگ- راتگ پيل كوي. كه د دواړو خواوو موافقه وشوه د پور، گاڼې، قبا، كاليو، وريجو، غوړيو، پسونو او نورو اړونده شيانو په برخه كې هم خبرې كوي. كله چې په دې شيانو هم (هوكې) وشوه، په ټاكلې روځ د ژڼي د كورنۍ څه ښځې او نارينه د جلكۍ كور ته ورځي او نكاح تړي. خلك دغه دود ته (لاس نيوى) وايي. د نكاح په دغه مراسمو كې جلكۍ او ژڼي حضور نه لري او پلارونه يې وكالت كوي. په دغه غونډه كې ټول هغه شيان د حاضرينو په مخكې يادېږي چې دواړو خواوو موافقه پرې كړي وي او دا ځكه چې دوى به په راتلونكې كې پرې شاهدان وي.

له نكاح څخه وروسته پر حاضرينو داسې لږ- لږ پيسې وېشل كېږي چې د ژڼي او جلكۍ دواړه كورنۍ يې په گډه پرې كوي. د سيمې خلك دې پيسو ته (خلات) وايي. بيا د  ژڼي خپلوان له كوره بهر ډزې كوي، سوغاتونه اخلي او خپل كور- كلي ته خوځېږي (د تڼيو كلتور او فولكلور, ص 28).

په شينوارو كې د ځوان او پېغلې د كورنيو تر مينځ لومړۍ پټه موافقه كېږي، وروسته بيا د ځوان پلارگنۍ په يوه مناسب وخت كې خپل ځنې خپلوان ډوډۍ ته رابولي او له دغه نوې كورنۍ سره د خپلې خېښۍ په هكله خبرې كوي، په دغه مېلمستيا كې چې معمولاً د شپې وي، د پېغلې پلار هم رابلل شوي وي. كله چې خپلوان په كيسه خبر او ټول راضي شي، په يوه غوټه كې خوږه يا بوره راوړي چې په ټولو باندې لږ- لږ وېشل كېږي او خولې خوږوي. په دې غونډه كې يوه مقدماتي نكاح هم تړل كېږي (فولكلور مجله، 1353 ، 2،3 گڼه، ص 38).

د كلات او شاجوى په سيمو كې د (هوكې) په روځ ريمال (رومال) وركول كېږي. په دې ريمال كې مېوه وي او په څلورو  څنډو كې يې لونگ، پچې، مالگه او خوږه غوټه وي. د ځوان كورنۍ دغه تش ريمال يوه روځ د خپلې كلا په وره ځوړندوي او يوه شپه او روځ ښادي كوي.

د غلام محمد تره كې د ليكنې له مخې د كلات او غزني تر مينځ پښتنو كې د (دعا) په روځ د پېغلې پلارگنۍ ډوډۍ كوي، كليوال او خورلڼې راغواړي او رويبارانو ته ميوه، لونگي او كالي (جامې، شپږ جوړې مشرانو، شپږ جوړې ښځو او شپږ جوړې ماشومانو ته)  وركوي. په دغه روځ د ځوان پلار د ولور يوه برخه وركوي او د زوم كورواله او خپلوان د خوښيو او خوشاليو په څپو كې خپل كلي ته ستنېږي. هلته هلكان د خوشالي چېغې وهي او د زوم په كورواله وو د ريمال د راوړلو زيرى كوي، د كور ښځې راوزي، د (هوكې) د راوړونكو مخې ته اوبه شيندي او يو په بل باندې د دې نوې خېښۍ زيرى كوي او مباركي غواړي. په دې وخت كې په داسې حال كې چې ښځې ځانونه بدلو او اتڼونو ته برابروي، د زوم پلار په خپل كلي كې په ځانگړې توگه هغه كورونو ته ورځي چې دوى ورسره خپه وي، په هغوى باندې د خپلې نوې خېښۍ زيرى كوي، له هغوى نه بښنه غواړي او له ځانه سره يې خپل كور ته راولي او دلته هغه جامې، لونگۍ او سوغاتونه په دوى او نورو مشرانو ويشې چې د پيغلې كورنۍ وركړي وي. د غلام محمد تره كي په وينا دا خلك د (هوكړې) له پاره ځانگړې بدلې لري چې په اټن كې ويل كېږي:

 

نن چې د گلو باران سوى دى                         زاڼې – زاڼې له اوبو راغلې زاڼې

كه زاڼې راغلې شنې كوترې له باغو راغلې                 زاڼې – زاڼې له اوبو راغلې زاڼې

ما په اوربل كې انار گل ټومبلى دېنه                زاڼې – زاڼې له اوبو راغلې زاڼې

*

نن مې خپه زړګى خوښي كړې                      زاڼې – زاڼې له اوبو راغلې زاڼې

كه زاڼې راغلې شنې كوترې له باغو راغلې زاڼې – زاڼې له اوبو راغلې زاڼې

چې د هوكې اتڼ مې ورك كړى ټول غمونه                 زاڼې – زاڼې له اوبو راغلې زاڼې

 

د دې سيمو غلجۍ پښتنې د دستمال يا ريمال ځانگړې بدلې هم لري:

لوى دسمال ده لوى يې سور دى

د (…) په سر يې راوړ د (…) پر اوږو خپور دى

*         

سكاڼې پښې تر نوكو سرې دي

زما د جان دسمال يې راوړ، پر دښمن يې سرې لمبې دي

*

خور ښادي ده غم يې مه كړې

ښادي د (… جان) ده، خداى په توره خوا يې مه كړې

*

گل د پسرلى پاڼې يې تويې شوې

ښادي د (…) خويندې يې ټولې شوې  (د پښتنو دودونه، 1353 ، ص 8-12).

[102]  د لغمان خلك هم د پلار په كور د پېغلې بلاربېدل ډېر بد بولي او كېداى شي چې د دوو كورنيو تر مينځ د خپلوۍ، صميميت، ښه نيت او نوې دوستۍ فضا خړه پړه كړي. د لغمان ځنې خلك چغلبازي نه مني او دا دود ډېر بد گڼي(په لغمان كې د واده دودونه, ص 21)

[103]  په كوچيانو كې له (هو) څخه څو روځې وروسته د زوم كورنۍ د خپل كلي څو سپين ږيري راټول كړي او له دوه- درې جوړه جامو او لږ گاڼو سره د خپل خېش (خويش) كور ته روان شي. خېش په دې خبره پوه وي، تياري يې نيولى او پسه يې حلال كړي وي. كوربانه مېلمنو ته بېگا او سبا ډوډۍ وركوي.

 سبايې د ځوان پلار په دسترخوان كې د (ولور) يوه اندازه پيسې ږدي؛ خو ټول (ولور) تر دغه وخته نه وي ټاكل شوى. نور مېلمانه هم په دسترخوان كې لږ- لږ پيسې ږدي. په عوض كې د پېغلې پلارگنۍ هر چا ته د هغه د پيسو دوه چنده پيسې او لونگي د سوغات په توگه وركوي او مېلمانه رخصتېږي (پښتانه كوچيان، ص 137)

[104]   بد دردونكې مسكن، د ښځو او كوچنيانو د حقوقو څېړنيز بنسټ، 1382هـ- ش، كابل.

[105]  – د كلات او مقر په ځينو سيمو كې خلك پوښ په اوښ باندې وړي.

[106]  گل غومچه- گل غونچه

[107]  رېيي- رهي- روان.

[108] ملغلرې- مرغلرې – صدف.

[109]  پخوا په وردگو كې د مېلمنو له پاره د جلا خونو درلودل چندانې عموميت نه درلود. يوازې خانانو، ملكانو او شتمنو خلكو به مېلمستونونه درلودل چې ختيځ پښتانه يې اوجره بولي؛ خو په افغانستان كې د جهاد په كلونو كې ټول وردګ اړ شول چې د مېلمنو له پاره جلا او حتى له كلاوو څخه د باندې لويې يا منځنۍ خونې جوړې كړي او دا ځكه چې په دغه كلونو كې د وردگو په سيمه باندې د افغانستان د شمالي سيمو مهاجرين او مجاهدين تلل او راتلل. هغه وخت د يوې عمومي پرېكړې له مخې چا دا حق نه درلود چې په كليو كې رستورانونه جوړ كړي او له مسافرو څخه پيسې واخلي؛ بلكې مسافر به چې اكثراً د افغانستان د شمالي سيمو تاجك، ازبك، تركمن او پښتانه او يا د هېواد د منځنيو سيمو هزاره گان وو، د كليو په كورونو وېشل كېدل، هغوى به ډودۍ وركوله او دا خلك به يې د خپلو عزيزانو په شان په خپلو كورونو او جوماتونو كې ساتل. د هغوى څاروي به يې مړول، د هغوى امنيت به يې ساته او هغوى ته به يې د تگ راتگ لارې ښودلې.

له دې كلونو څخه مخكې چې عامو وردگو مېلمستونونه، نه درلودل؛ نو له جومات څخه د كلي د ګډ ميلمستون په توګه كار اخستل كېده. ژمى مهال به جوماتونه ښه تاوده او فرش وو او خلكو به خپل بېگانه مېلمانه هملته پالل. ځينو كسانو به مېلمانه د ډوډۍ له پاره خپلو كورونو ته بېول؛ خو د لمانځه، اوداسه او خوب له پاره به يې بېرته جوماتونو ته استول. ناويلې دې نه وي پاته چې ځينې هغه كليوال به هم په جومات كې ويده كېدل چې كور به يې تنگ و او د خوب له پاره به يې پوره ځاى نه درلود او يا به يې خونې  يخې وې.

په وردگو كې جوماتونه د ټولو خلكو په گډ زيار جوړېږي او ټول مكلف دي چې د جومات د فرش او نورو اړتياوو په پوره كولو برخه واخلي. په جومات پسې په نوبت اور وكړي، ملا ته ډوډۍ وركړي او داسې نور… اوس د وردگو ټول جوماتونه په غاليو، ټغرو  يا ايراني موكتونو فرش دي؛ خو پخوا به ځنې فرش وو او په ځينو كې به د شولو پلالې اوارې وي. (پلاله) د غنمو ډنډر ته ويل كېږي. پخوا په وردگو كې خوارو خلكو د خپلو كوټو يا جوماتونو د فرش له پاره له پلالو څخه كار اخست. دوى به كودې- كودې (قوده- قوده) پلالې په غولې غوړولې او بيا به پرې كېناستل. دغه راز كوټو او جوماتونو توشكې او بالښتونه هم نه غوښتل. اوس چې يو څه د خلكو اقتصادي وضع ښه شوې ده او د خلكو د ژوند ستندرد لوړ شوى، نو د پلالو فرش بيخي له مينځه تللى او ورو- ورو د خلكو هېرېږي.

دلته به بې ځايه نه وي كه د مېلمنو د خونې يا اوجرې په هكله لږ تم شو. اوجره د مېلمنو و د كېناستې او ملاستې ځاى دى. مېلمانه په اوجره كې ډوډۍ خوري او كه جومات لږ ليرې وي، لمنځونه هم هملته كوي.

اوجره له هره ډول تيري څخه خوندي ده، كه كوم تورن يا مجرم د چا اوجرې يا دروازې ته پناه وېسي، مدعيان يې هلته كاږه هم ورته كتلى نه شي. وېل كېږي چې پخوا د يـو چا د زوى قاتل په ناپوهي سره د همدوى اوجرې ته پناه وړې وه او هلته خوندي ساتل شوى و! په اجره كې د مشر او كشر ځاى معلوم وي. مشران پاس او كشران ښكته كيني. د اوجرې خاوند معمولاً ښكته ناست وي او خپل مېلمانه پاس كېنوي (د پښتني قبيلو, ص 9).

[110]  پېروى- رش- قيماق.

[111]  پوڅه- پينر.

[112]  ښېلى- په ژړو غوړيو كې د ډوډۍ ماليده.

[113]  الونيه- پناه – پټ

[114]  په وردگو كې د هوا د سړوالي او اوبو او هوا د ځانگړتياوو له امله په روځ كې څلور ځلې ډوډۍ خوړل كېږي. د سهار چاى، د بريځر ډوډۍ  يا اساسي كتغ، ماسپښين (ساده لكه چاى او ډوډۍ، شړومبې او ډوډۍ، مستې او ډوډۍ او داسې نور) او ماښام يا د شپې ډوډۍ.

[115]  مشر يو دروند قبيلوي لقب دى. په پښتنو كې مشران دوه ډوله دي: لومړى هغه نارينه سپين ږيري چې د خپل عمر په داسې پوړيو كې وي چې د تجربې، پوهې، مېلمه پالنې، جرگې مركې او راشه درشې له مخې مشر وبلل شي. هسې خو هر كور ته خپل پاخه او زاړه نارينه مشران دي او خبره يې مني؛ خو مشر هغه څوك دى چې خبره يې په ډېرو كليوالو او حتى د نورو كليو او يا يوې سترې سيمې په خلكو منلې وي او د درناوي وړ وبلل شي. مشر به هرومره دسترخوان او مېلمانه لري، د خلكو د ستونزو د حل له پاره به زيار باسي، له دولتي چارواكو سره به اړيكې ساتي او د نورو په وړاندې به د خپلو پلويانو گټې خوندي كوي.

په پښتنو كليوالو سيمو كې داسې مشران هم شته چې په عمر ډېر پاخه او سپين ږيري نه وي؛ خو يا د خپل كور- كلي مشري كوي او يا دومره كفايت، وس، وجاهت او اړيكې پيدا كوي چې ډېر خلك يې د خپل مشر په توگه مني. ارواښآد استاد عطايي ليكي: (مشر بالعموم د سپين ږيري په مفهوم راځي. كېداى شي چې د مشرۍ په مقام كې په عمـر ځوان سړى وټاكل شي او كله چې دغه لقب وركول شي ؛ نو هغه د مركې او جرگې د راغوښتلو واك هم پيدا كوي.

په عام ډول هر سپين ږيرى مشر دى؛ خو دا مشري د عمر او سن په لحاظ وركول كېږي ولې د قبيلې د مشري لقب د مشر د نفوذ د تضمين له پاره ده. كله چې يو په عمر ځوان د قبيلې مشر وټاكل شو، نو هغه د مشري د هغه ټولو اخلاقي امتيازاتو خاوند كېږي چې په عمر پاخه سپين ږيري ته په برخه وي) (د پښتني قبيلو، ص 260-261).

[116]  د لغمان خلك ناستې ته (خوړه يا لوى دسمال) وايي. د خوړې خرڅ لكه وريجې، اوړه، غوړي، غوښه، كچالو، پياز، لوبيا، دال نخود، الوبخارا، رومي بانجان، د ديگ مساله، چاى، بوره، شريني، د پېغلې جامې، نكريزې او نور شيان د ځوان د كورنۍ له خوا د نويو خېښانو كور ته استول كېږي. د خوړې په روځ د ځوان د كورنۍ مېلمانه له غرمې څخه وروسته د دوى په كور كې راټولېږي.

كله  چې مېلمانه له كور څخه بهر په يوه مناسب ځاى كې غونډ شول، بيا ځوان چې لغمانيان يې (شاه) بولي، په داسې حال چې ډېر خپلوان يې شا او خوا روان وي، د خلكو مينځ ته راشي او په هغه تخت باندې كيني چې مخكې ورته جوړ شوى وي. لږ وروسته شاه ودرېږي، د كلي ملا يا كوم بل مشر راشي، له پتنوس نه خولۍ راواخلي او د ده په سر يې كېږدي او د لونگۍ (لنگوټى) لومړى ول تر خولۍ تاو كړي، بيا نور مشران راځي او يو- يو ول ورتړي، تر څو چې لونگۍ پوره وتړل شي. له دې وروسته يو مشر راشي، له پتنوس څخه يو موټۍ نقل يا شيريني په شاه وپاشي او د خلكو د مبارك- مبارك نارې جگې شي، بيا د كلي ډم په خلكو وگرځي او په هغو باندې د نقلو يا شيرينو دسمالونه وويشي او ټول خلك د پېغلې د كور په لور روان شي(په لغمان كې د واده دودونه، ص 10- 12).

په لغمان كې كله چې د زوم د كورنۍ قضا ماسپښين مهال د پېغلې كور ته ورسېږي او هلته ځاى په ځاى شي، زوم د خپل كلي په شان په تخت كيني، بيا د پېغلې له كوره يو لوى پتنوس راشي چې د نقلو، شرينيو او قند دسمال او د زوم جامې پكې اېښې  وي. په دې وخت كې ملا راشي او د پېغلې له پلاره يا ماما څخه وپوښتي چې دا خوږه د څه له پاره ده؟ هغه ورته ووايي چې د خېښۍ له پاره. بيا ملا له وكيله څه شرعي پوښتنې وكړي. د ايجاب او قبول شرعي دود په ځاى او مقدماتي نكاح وتړي، له دې وروسته خلك (لوى دسمال) ورسره واخلي او رخصت غواړي. په لغمان كې د زوم او پېغلې كورنۍ خپلو- خپلو مېلمنو ته په خپله ډوډۍ وركوي؛ خو داسې هم كېداى شي چې ټول د پېغلې په كور كې ډوډۍ وخوري. په لغمان كې له خوړې څخه وروسته، د زوم كورنۍ ته د (پايوزاي) مېلمستيا كوي او بيا نو زوم كولاى شي چې كله نا كله د خپل خسر كور ته لاړ شي، هلته شپه يا شپې تېرې كړي او چغلبازي وكړي(په لغمان كې د واده دودونه، 20-21).

د غزني او كلات تر مينځ پښتانه له (هوكې) څخه وروسته، كله چې وخت مناسب وبولي او د ولور يوه بله برخه پيسې هم پيدا كړي (دا خلك د ولور يوه اندازه پيسې د هوكې په وخت كې وركوي)، نو د (زوم ښكاره كولو) ته چمتو شي. په ټاكلي روځ د زوم پلارگنۍ كور سر  يو – يو نارينه او يو څو ښځې راوغواړي او د زوم په ملتيا د پېغلې كور ته روان شي، دوى په لاره كې د ټوپكو څو ډزې هم وكړي چې خلك يې په تگ خبر شي. دا ډله  E يو سړى د خبر له پاره مخكې د پېغلې كلي ته استوي، كله چې مېلمانه ورسېږي، ځنې ښځې د پېغلې د كور دروازه وتړي او تر هغه يې نه بېرته كوي چې د زوم نژدې خپلوان لږ پيسې وركړي، له دې وروسته كورواله او كليوال له مېلمنو سره روغبر وكړي او كور ته يې ننباسي.

د شپې له ډوډۍ وروسته يوه ښځه نكروزې راوړي او د ټولو لاسونه پرې سره كړي. د سيمې خلك دغه دود ته (لاس سره) وايي. په سبا سهار دا كسان لږ پيسې ټولې كړي او هغه ښځې ته يې وركړي چې بېگا يې نكروزې ورته راوړې وي. د سهار له چايو وروسته نور مېلمانه رخصت شي؛ خو زوم او يو بل مشر سړى د پېغلې په كور كې پاتېږي. مشر سړى د دې له پاره چې زوم د يوازيتوب احساس ونه كړي او په دې ځاى كې ځان پردى ورته ښكاره نه شي. له دې وروسته خواښې راځي او له خپل نوي زوم سره د پېژندگلوي او هركلي ليده كاته كوي (د پښتنو دودونه، ص 13- 14).

[117]  رومال- ريمال- دسمال: درې كلمه، يو ښايسته ټوټه ده چې په ستن جوړېږي. د دې رومالو ټوټه معمولاً ورېښمين وي او د ورېښمو په تار جوړېږي. مربع وي او له متر څخه وړوكى وي. د دې دسمال په څلورو ځنډو ځونډې ځوړند وي او د رومال په مينځ كې (ستن) ځاى په ځاى كېږي. ځنې خلك دا رومال د نښې رومال يا دسمال بولي.

[118] – ستن: د پېغلويا ناويو لاسي كار دى. ستن معمولاً يو مربع   (75×75cm) ټوكر دى چې رخت يې پورته خوا ته بيا په مثلثي توګه پاى ته رسېږي. ستن په زرتارو – قبو او ايينو په ډېره ښكلې توګه جوړېږي د ستنې په كونجو پورې اصيل زر – لونگ – غنم – پچي او مالگه گنډل كېږي چې دا بالترتيب د شتمن كيدو، د واده د ښه خوند، د غلې او مال د ډېروالي او د واده د دود د مالگينتوب مانا لري. كله چې كورواله ستن خپلو نويو خېښانو ته سپاري؛ نو په جوړ شوي رومال يې وټومبي او بيا يې د مېلمنو جرگې ته وروړوي. ځنې مشران مېلمانه دا رومال او ستن گوري او د كار ښه والى يې ستايي.

[119]  په وردگو كې پخوا د گلانو د ټوكرې د وركولو دود نه و، ښاري افغانانو به دا كار كاوه. اوس، اوس ځنې وردگ د كاغذي گلانو ټوكري د خپلو نويو خېښانو مخې ته ږدي چې دا د ښادۍ نښه بلل كېږي. په بدلو كې د گل ستاينه پخوانۍ ده؛ خو مطلب يې همدا رومال او ستن وي، نه د كاغذ گلان!

[120]  گردنۍ: هغه وسيله ده چې د خره يا آس تر غاړه تړل كږي او بيا رسۍ يا ځنځير په دغه گردنۍ كې اچول كېږي. پخوا ناوې په وردگو كې معمولاً په آس باندې وړل كېده، د دغه آس گردنۍ به ډېره ښايسته وه او له رنگارنگ ټوكرانو څخه به په ډېر ډول او سينگار جوړېده.

[121]  په لغمان كې د واده  د دودونو د كتاب ليكوال د واده په بېلابېلو پړاوونو كې د داسې سوغاتونو ذكر نه كوي.

[122]  كوبه- قبه.

[123]  سرۍ- يو ډول گڼه ټيټه ونه چې سرې وړې- وړې مېوې كوي.

[124]  پكتياوال له دعا څخه څو روځې وروسته د ځوان له خوا څو ښځې، پېغلې او ځوانان د (پښه ارتي) يا (پښه ماتي) په نامه د پېغلې كور ته ورځي. پكتياوال دې ته (كمكى خوړه) وايي. د پېغلې كورواله مېلمنو ته خوندوره ډوډۍ، د جلكۍ دسمال او ستن او ښه – ښه سوغاتونه وركوي. پكتياوالې ښځې د ستنېدو په مهال خپله ستن داسې ستايي:

گورگورې تورې، سرې يې لمنې

ديسمول(دسمال) يې رووړ (راوړ) د څڼيورې  E

داسې ښكاري چې په پكتيا كې د واده له بدلو سره لنډۍ يو ځاى ويل كېږي، لكه دا:

د غرو ځځغو ته دې وركړم                                           ريمول يې رووړ د څڼيورې

د لاس بنگړي مې موته وي (ماتوي) غوښې مې خورينه    ريمول يې رووړ د څڼيورې

گورگورې تورې، سرې يې لمنې                                    ريمول يې رووړ د څڼيورې

يا:

 د كوبل (كابل) د مڼو بوى روغى(راغى) شموله (شماله)    څه اجب (عجب) خبر دې بيا رووړ

گل د گلاب به خداى رانكړي                                          څه اجب خبر دې بيا رووړ ريماله

د نورو گلو مې باغچې ويلوړې (ولاړې) دينه                   څه اجب خبر دې بيا رووړ ريماله

د كوبل د مڼو بوى روغى شموله                                    څه اجب خبر دې بيا رووړ ريماله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب