Homeخبرونهد پاکستان لخوا تورخم کې د یوه اقتصادي مرکز د جوړولو اعلان

د پاکستان لخوا تورخم کې د یوه اقتصادي مرکز د جوړولو اعلان

تاند (پنجشنبه، د جدې ۱۴ مه) پاکستانی چارواکو ویلي چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم کې له افغانستان سره د سوداګرۍ د وضعیت ښه کېدو لپاره یو اقتصادی مرکز جوړوي.

د پښتونخوا ایالت لپاره د پاکستان د اقتصادي مرکزونو د ادارې مشرانجينير جاويد اقبال خټک ویلي چې دا مرکز تورخم دروازې ته څېرمه په خیبر سیمه کې جوړیږي چې چارې یې په بشپړېدو دي.

یو شمېر افغان او پاکستاني سوداګرو د دغه مرکز د جوړېدو هرکلی کړی او سوداګرۍ ته یې دا مرکز ګټور ګڼلی.

ځینې افغان څارونکي بیا باور لري چې پاکستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه د دروازو، سرحدي تاسیساتو او اقتصادي مرکزونو له جوړولو سره غواړي پر دغو سیمو خپلې منګولې لا خښې او په راتلونکي کې له دغو تاسیساتو او مرکزونو سره د افغان واکمنو توافق یا چوپتیا په خپله ګټه وکاروي.

د دغه مرکز د جوړېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او نه یې په اړه د طالبانو د رژیم نظر ترلاسه شوی.

د افغانستان پر پرځېدلي جمهوري نظام له دې امله توندې نیوکې دي، چې د ډیورنډ کرښې په څېرمه سیمو کې یې د پاکستان د ورته هڅو پر وړاندې جدي او مسوولانه دریځ نه دی لرلی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، څو ځله په دغو سیمو کې د پاکستاني پوستو د جوړېدو د مخالفت او پر وړاندې یې د وسله وال غبرګون خبرونه ورکړل شوي.

افغانان ټینګار لري چې د طالبانو رژیم باید د پاکستان د دغو هڅو پر وړاندې ودرېږي او د سوداګرۍ د غوړېدو او نورو پلمو په ماهیت یې پوه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...