شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د یو خوب په تاثرکې/همت عمرزوی

د یو خوب په تاثرکې/همت عمرزوی

زړه د ویني پمپ پري ايښی
اوس ژړا ده پمپوي يې
خوځوي يې ښوروي يې
د وجود حجرې په سوزوي
نقلوي يې ګرموي يې
د هرجوف له تله کاږي
ر سوبي دردونه باسي
خفه کړې ژړا راسي
په خوبونو کې همراه سي
تېر یادونه لکه ورا سي
یو دم کوړه را په خوا سي
بېګاه څه خاطرې راغلې
ملاغونه يې خوړله
پردانه لکه کوترې
شوخ ټوپونه يې خوړله
اوښتلې کږېدلې
سم دورونه يې خوړله
غورځنګونه یې خوړله
تیندکونه يې خوړله
د نیمژواندي حافظې
دروازې خلاصي بې کیلیو
د ماضي پرلور رڼاوه
نری لیکه غځېدلې
د یادونو هیولاوه
البمونه خلاصېدله
نندارتون د مازوخیزم
هرلټون د مازوخیزم
وو پرون د مازوخیزم
زوړچپتر د لغاتو وو
انګلیسي مي پخوله
د استاد و درس ته غوږوم
هغه ښه ګردانوله
ذهن وازه خوله چمتو وو
ما ویې ور توغوله
ګردانونه مي کوله
حافظې ته مي سپارله
بیا مکتب کې شین چمن وو
ټولګیوال وه انجمن وو
پنجشنبي وه مازدیګر وو
په دم دم وخت د رخصت وو
کیف په لاس دم حرکت وو
د خواږه مجلس یاران مي
بېلېدل دم غنیمت وو
د دوی ټوکي اوخندا وه
شورماشور جوړ وو غوغا وه
یوپربل ټېله ځغستا وه
عجیبه د خوند فضا وه
ماته دا شېبه څه بل رنګ
زما زړه وو په ټک ټک کې
دا صحنه چې وو په تګ کې
ماته داسې ايسېدله
زما احساس داسي ګڼله
لکه اوږد هجر چې راسي
جدایې مو ترعقباسي
لکه ژوند چې رخصتېږي
لکه مرګ چې را رسېږي
لکه وخت چې نه څرخيږي
دا بېلتون لکه ابد دی
دا ساعت وماته بد دی
دامنظر مي پرزړه بار دی
لکه غشی چې د ښکار دی
د ملګرو که تلوار دی
خوپرما د غمو وار دی
بوډا ګوري د لاس بند ته
سریې کښته لاس را پورته
د زړې لنګی حاشې یې
ښوروي شمال په ورو ورو
تور اوسپرین ميل يې په لاس کې
زنګ ته ناست په انتظار دی
دده هم بيړه، څه کار دی
د جمعې شپه راروانه
ځې سوداته خریدار دی
جسم دلته فکرنسته
لاوختي مخ پربازار دی
وخت پوره څلوربجې دي
شاګردان ځغلې نېشې دي
د زنګونو انګازې دي
خلاصي ټوله دروازې دي
دهلېزونوکې ټېلې دي
دوړي خاوري دي خولې دي
خو! زما پر روح چوپې دي
نوري نوري انديښنې دي
د غمونو اسوېلي دي
د بېلتون د ږغ ناري دي
د بوډا د زنګ څپې دي
ماته برېښي غلبلې دي
د ابد هجر کیسې دي
توري شپې دي توري شپې دي
د ژړا غریوی مي ويښ کا
د خپل زړه زګېروی مي ويښ کا
چې راټول کړم فکر ستړی
لکه ژوندچې مي چاوړی
د ماضي نوستالژیا وي
د حسرت بله دنیا وي
د خوبونو دا ډالی وي
ټوله شپه زماسلګی وي
په پېرزوینه اودرناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب