شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د «بې حجابۍ» په تور کابل کې د یو شمېر ښځینه...

طالبانو د «بې حجابۍ» په تور کابل کې د یو شمېر ښځینه وو بندي کول تایید کړل

تاند (پنحشنبه، د جدي ۱۴ مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت تایید کړه چې کابل ښار کې د دوی ملایانو یو شمېر نجونې او ښځې د «بې حجابۍ» په تور بندیانې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالغفار فاروق ویلي، چې یادې نجونې او ښځې د دوی د « ښځینه پولیسو» له لوري نیول شوې دي.

هغه رد کړې، چې ګواکې دغه نجونې او ښځې ناڅرګند ځای ته بیول شوې دي.

د فاروق په وینا، بندي شوې نجونې او ښځې امنیتي حوزو ته وړل شوي او وروسته په ضمانت خوشې شوې دي.

هغه ادعا کړې، چې دا کار د ده په وینا د « بې حجابۍ» د مخنیوي لپاره کیږي.

له څو ورځو راهیسې په دې اړه راپورونه خپاره شوي، چې طالبانو د کابل ښار په یو شمېر سیمو او په ځانګړي ډول په لویدیز دشت برچي سیمه کې یو شمېر نجونې بندیانې کړې دي.

د طالبانو دا کړنې د خلکو توند غبرګون سره مخ شوي او د شخصي حریم نقض ګڼل شوی.

طالب چارواکي بیا ادعا لري، چې په داسې کړنو یې د دوی په باور د « بې حجابۍ» مخه نیولې ده.

3 COMMENTS

  1. ستاسو په دې جاهله، پردۍ او توره مفکوره دې لعنت وي. نړۍ مخ په اسمان روانه ده او تاسو د مځکې تل ته زور کوئ. هغه کتاب چې مونږ پرې عقیده لرو او تاسو د هغې پر ځای فقه چې هیڅ دلیل نشي کیدی ټینګ کړی. هلاکو د امام اعظم ټول کتابونه سیند ته واچول او بیا ۲۰۰ کاله وروسته خلکو د یو او بل په خوله فقه بیا جوړه کړه نو هغه څنګه د قران نه تاسو ته زیات اعتبار لري. قران یواځې سر پټول ویلي لاکن تاسو خو هغه نه منئ. قران خو دا ندي ویلي چې د یو چا پاکیزه خور او لور په حجاب نه کولو بندۍ کړه بې عزته او بې ابرو یې کړه لعنت ستاسو په ناپاکه عقیده. داسې معلومیږي چې تاسو د کفارو لپاره د خلکو زړونه د اسلام نه توروئ او د همدې لپاره تربیه سوي یاست.

  2. ټالب یوه اجنبي پروژه د ه ، چې غواړي د افغانستان او نړۍ د مسلمانانو عقیده خرابه کړي ، له اسلامه یې زړه تور کړي او باطلو ادیانو ته رجوع وکړي . ټالب هغه کارونه کوي چې مخکې د ایران شیعه امامانو یو ځل تجربه کړي اوس له دغې جاهلانه تجربې تېر شول .

  3. دی کوچنیوالی څخه تربیه شوو قادیانانو ( لکه کمونیستی رژیمو کښی د کوچنیوالی څخه صورت مونده او مومی ) ته نورو غلامو تربیه شوو تنظیمونو او تش په نامه دیموکراتانو په هدایت په تام اتفاق سره حکومت قادیانیو طالبانو ته تسلیم کړ او ددی هولی ؤوډ چټلی لوبی ته د غولولو جلسه په دوحه کښی د غلیسی امریکا ( د ستر ملی خائین خلیلزاد په مشرۍ ) له خوا د قادیانیو تربیه شوو چړیانو سره تمثیل شوه او ددی چټلی منافقی موافقی په واسطه غیرتی میرنی د باندنیو کارونو او جلکۍ د ښوونځیو او پوهنتونو ممانعت د تحفی په حیث تر لاسه کړ او همدارنګه ټول مکتبونه په قادیانیو مدرسو او ټولی پوهنځۍ د قادیانی دینی لوړو علومو زده کړو باندی ونومول شول ، همدارنګه نارینه د بی کاری سره مخامخ او تقاعودیانو باندی د تقاعوتی معاشونه بند شوی دی او د حکومتداری کنترول د انګلیس چوچه پنجابی پاکستان په لاس کښی دی دا ټوله تباهی د ستر احمق خودخواه لیونی محمد داؤد خان کمونیستی کودتا میوه دی او اوس دا بی شرمه ملی خائینین کمونیستان په اتفاق سره ددوی له خوا وژل شوی لیونی محمد داؤدخان صفتونو باندی ګرم مشغول دی ، ددی امید موجود دی چی یو ملی حکومت رامینځ ته شی نو دا چټل کثیف کمونیستان به هم د خپلو ملی خیانتونو سزا ووینی !!!!!

    ځینی د کمونیستی توری دوری پاتی شونی همیش داشعار استعمالوی چی زه یکنواخته نوشتی کوم بلی زه د تاسو ملی خائینینو په شان نه یم چی همیش د تاسو په شان د پله بیی ملګرتیا وکړم لکه چی اوس تاسی د انګلیس چوچه چړیانو غلامی تر لاسه کولو پسی سرګردانه منډی وهۍ او افسوس پر دی ناقص حقوقدان تره کی چی ددی پنجابی پاکستان له خوا تربیه شوو غلامو قادیانانو لپاره پروپګنډ کوی د بل پلیت ملی خائین کمونیست تره کۍ ( چی د خپل قاتل شاګرد حفیظالله امین له خوا د بالښت په ذریعه په قتل ورسیده ) په شان د افغان غیرتی ملت سره د خپل احمقتوب له کبله دا ستر خیانت کوی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب